شعـــــرونه

درې شپېتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۱۷/شعبان/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
د یـوې ډیـوې زرګــونـه دښـمـنـان دي
لنډه دا چې کلی ښۀ دی پۀ تیارو کې
ریاض تسنیم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

منم، نشته پښتنې په فرښتو کې
نمونې د فرښتو شته پښتنو کې!
اکرام الدین مفتون

هر وطن د مسلمان زما وطن دی!
فرق کله وي ملګرو په سپرلو کې?
شرر ساپی

د بورا د مينه‌ ناکې بوسې خرپ ته
ښايست ناڅي د ګلاب په اننګو کې
دوکتور لطف الله خیرخواه

ستا د کبر او غرور بت مې مات کړی
خدای ساتلی یم همېش په سرو لمبو کې
ګل رحمن رحماني

د ايمان جذبه مې هغسې ژوندۍ ده
لکه وي چې شهيدان په هديرو کې
ولي الله غرور

د حالاتو د رنګونو نه جوړ شوى
تت تصوير يم ستا د ذهن په تابلو کې
عبدالمعروف سباوون

د دریاب د خاموشۍ نسبت مې خپل کړ
قافله د شور روانه شوه څپو کې
نظم الدین ندرت

څه زګیروي د وچو پاڼو شوو زَمانه
بد ماتیږو د ژوندون په قدمو کې
بهار عیار

زه بیدل زړور کړی یم او وایم
چې تر اوسه شاعر نه شته په پښتو کې
نقیب احمد عزیزي

د صحرا تنده به ماته شي اوبو کې
سمندر احساسومه په لېمو کې
جهادي عمري

زه یې قتل په یوه نرۍ موسکا یم
خدایه کوم ناتار به راوړي خندیدو کې
زاهد شاه انګار

څوک خفه وي د وریښمو په پالنګ کې
څوک خوشحال وي، په ولچک او زولنو کې
ملا عبدالسلام ضعیف

انعکاس او انقلاب دی د اشیاوو
خنداګانې چا راوړي اسویلو کې
علامه محمدي

غمه! سره، سره آثرات دې پکې ښکاري
د ژوندون په مستو، مستو اننګو کې
حافظ سجاد

خو ژوندیو ته یو دوه څراغه یوسئ
ډېوې څه له بلوئ په هدیرو کې
قائد افغان

د خوشحال د تورې شرنګ دې تل تازه وي
اتفاق دې خدای پیدا کړي پښتنو کې
حفیظ الله هاتف

محبت دې رنګیني د هر کاله شي
دا رڼاوې تتې مه شه څراغو کې
بهار

دا جابر یخی دې ویلي شي وطن کې
دا ایمان، ایمان شغلې غواړي تیارو کې.
راشد جالب!

د رڼو چینو اوبه دې کبلی وڅښي
ګرګ ومیش دې بازۍ وکړي غرو رغو کې
قاري یوسف احمدي

د خلیل په اقتدا مې اور ته ګام کړل
نو مې ګنج او ګلزار وموند په لمبو کې
حسیني مختار

درست جهان مې د مکار دښمن له جوره
پاکه ربه! رابار کړی په اوږو کې
مفتي لاهوتي

یو نشه، نشه خلوت ته مې زړه شوی
د باګرام غزله ورکه په نارو کې
عصمت تمیم

څوک دې مخامخ هم درک نشي کولای
چا ته ښکارې آن د عرش په منارو کې
عبدالغني وفا

جار, ما زهر دي نيولي په لاسو کې!
ژوند راوښايه د سترګو سيپارو کې
زاهد زېری

ها د زړه ملکه نه وینم دې چم کې
عمر تېر شو ټول په دغه ارزو کې
پوهاند ابراهیم همکار

ځکه ژوند تر اوسه کړې شریکي ده
دِ تا مینه مې روانه ده رګو کې
شفاعت ریحان

رب دې ستا د انتظار طواف قبول کړي
لږ زم، زم راکړه د سترګو په کاسو کې
عبدالمجید پل

څو به ته د خپل غرور په غره ولاړ یې!
څو به زه درته غورځېږمه په پښو کې?
ضيأ ضمير

ستا د حسن انعکاس انځورومه
ته لږ وګوره لاليه په اوبو کې
نبيل شباب

تږی څۀ غواړي? خو څو د اوبو څاڅکي
دومره بس ده چې مې شماري ليوانو کې
زاهد زېری

پر کاګل یې څه خوږې د ښکلا نښې
لنډه دا چې ښکلی ښه دی، په مزو کې
بدري تکل

چې هدف مو د جانان جنتي غېږ شوه
لار به باسو د دوزخ په کنارو کې
عبدالرحمن غضري

حل د ډېرو ستونزو نغښتی په خولو کې
مونږ يې هسې لټوو په هديرو کې
شیرین زوی

ایېنې د دېواله خو ګرمې نه دې
غریبۍ مو ګونځې جوړې کړې څهرو کې
کریم سلطاني

پر یتیم خیال مې لاسونه هیڅوک نږدي
رنګینۍ مې ورکې شوي په شعرو کې.
امین زرګر

د جانان اه مې راځي له جهنمه
په ژړا شوم د جنت په منارو کې
نقیب احمد عزیزي

د نرګس د ځان خوښۍ هسې شهرت دی
هر سړی ورک دی د ذات په آيينو کې
لطف الله خیرخواه

ګران هیواد مو په پردي فرهنګ تیاره وو
اسلامي فرهنګ را ونغښت په ډیوو کې
ګمدل

خپلې تندې ته کوز ګورم ستا لیمو کې
لکه ګرد یمه پریوتی په بڼو کې
عتیق الله یون

د جانان په نوم مې ځکه روح نما کړي
جاري شوی مې د زړه په لطيفو کې
عبدالقديم نظام

زه د پوهې د ډګر غت لاروی یم
ما کتاب نیولی مخې ته تیارو کې
ساجد سهار

د آزاد ژوندون خواږه په کې پراته دي
اسیر خوښ یمه د عشق په زولنو کې
ذاکر مهاجر

زولنې مې کړي زړې خو زه لا ځوان یم
ګرځولې مې کلونه مړوندو کې
وفیق اشنا

افغانان یو د اسلام پۀ ننګ ویاړمن یو
مونږ رودلي ایمانونه پۀ شیدو کې
عبدالستار رسان

د مکتب او مدرسې پرتله غواړې?
له ما فرق کېدلی نه شي په ډېوو کې!
جهادي عمري

زما خیال کې نه جنت وو او نه حورې
چا مې اېښې و لاسونه په لاسو کې
سایل پاشا

د زړۀ تخت مې ټول پۀ سرو وینو لړلی
سره سرخي خپره د یار پۀ اننګو کې
سیدانور انځور

لۀ حيا نه يې پۀ خوله انکار جاري وو
د اقرار اوښکې يې راغللې لېمو کې
احسان ژمن

ما یې مخ لکه سپوږمۍ لیدلی نه دی
خلک مې ولې یادوي کلي کوڅو کې؟
نوراني تڼیوال

ستا له ښکلو سترګو ځارې خوبه نه شې
ستا له دښته مې اغزي وړي دي پښو کې
ګل رحمن رحماني

هیریدل دې ناممکنه غوندې ښکاری
مسلسل دې یاره ګورم په خوبو کې
مجاهد الله انتظار

ستا بیلتون د خدای عجیبه امتحان دی
داسې نه ومه ګیر شوی په غمو کې
یعقوب شجاع

لېونیه! زړه تنګون ته دې زړه مه خوره
دا ضرور راځي د میني په اوږدو کې!
خالد احسان

ستا د ماتو وعدو شمار له شماره وتی
مات اغزي دي! ګرځوم یې په زخمو کې
نجیب الله هجران

حسنداره د ښایست کیسې دې ڪیږي
زموږ اوښڪې شي را ډنډې په لېمو کې
راشد مشفق

ستا د دوو سترګو ډیوې او حسرتونه
ټوکیدلي د درمندو په سینو کې
حافظ سجاد

اوس مې هغسې اسر په غږ کې نشته
اهنګونه مې ورک شوي په شعرو کې
طاهر شیرزاد

د ژوندون څاڅکي راواچوه مرۍ ته
د مرګ پلونه مې لا پاتې په لېمو کې
بهار عیار

وس هغسې په زړه ښاد نه یم لالیه
ژوند هغه ؤ چې شو تیر په سـ.نګرو کې
عاصم ملنګ

پسرلی شو هوا ګانې شوې ورېښمینې
غاټولونه ترنم کړي په رغو کې
سیحان کندهاری

خدای دې راولي د زاڼو قطارونه!
د سپرلي زرکې دې ریز کا په ورشو کې
قاري یوسف احمدي

هر ورځ یې ښۀ په مینه تلاوت کړه
څومره خوند دی د قرآن په آیاتو کې
عرفان الله عرفاني

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx