افغانستان

افغانستان او هند د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

نن ټکی آسیا (جمعه ۱۸ حوت ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د هندوستان ځانګړي استازي جي پي سنګ کابل ته د سفر پر مهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدلي او دواړو لوریو د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړي دی.

د خبرپاڼه سره سم د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، د خپل متوازن سیاست له مخې غواړي د سیمې د یوه مهم هیواد په توګه د هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پياوړي کړي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومت جوړېدو وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې په چټکې سره پرمختګ کړی او هندوستان په کابل کې خپل سفارت پرانیستی دی.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند څخه غوښتې چې افغان تاجرانو، محصلینو او ناروغانو پر مخ ویزې خلاصي کړې تر څو افغانان وکولای سي چې هندوستان ته تګ راتګ وکړای سي.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان تاجرانو هم د هند ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو، ترانزیت او اقتصادي چارو باندي خبرې وکړې.

د هند ځانګړی استازي ویلي چې هندوستان غواړي د افغانستان سره پر صادراتو او وارداتو زیاتولو غور کوي او غواړي د چابهار له لارې دوه اړخیز تجارت زیات شي.

بلخوا د تجارت او صنعت وزارت له لورې هم پر ایکس په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جي پي سنګ د تجارت وزیر الحاج نور الدین عزیزي سره لیدلي او د تجارت، ترانزیت او اقتصادي همکاریو خبرې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د هندوستان سره د افغانستان او افغانانو اقتصادي او علمي همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده. هندوستان زمونږ سره په هره برخه کې مرستې کړي. په پنجابى پاکستان باید تجارتي راکړه ورکړه کمه شي. ځکه چې د افغانستان او افغانانو ازلي او ابدي دښمن دئ. مننه

محمد

که اسلامي امارت د ملي ګټو پر بنسټ د هندوستان د هېواد سره سیاسي، اقتصادي او نورې دوه اړخیزې ګټورې اړیکې جوړې او پراختیا ورکړي، دا عمل به د هېواد په ګټه او د اسلامي امارت د خپلواکۍ لپاره بل مهم فکټور وي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx