افغانستان

د افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پيلیدو تړون لاسلیک شو

نن ټکی آسیا (شنبه ۱۹ حوت ۱۴۰۲): په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پېلیدو تړون د نړویوال بانک په مالي ملاتړ تېره ورځ جمعه د افغانستان، قرغیزستان، تاجکستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو ریاست مشر شفیع اعظم پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې ددغې تازه پرېکړې سره سم به د روان کال ۲۰۲۴ د اپریل میاشتې په پای کې به د پروژې پاتې چارې رسما په افغانستان کې پيلیږي او تمه ده چې تر ۲۰۲۶ پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

کاسا زر د برق د انتقال ستره پروژه ده چې افغانستان او پاکستان ته به د قرغیزستان او تاجکستان څخه برق رسوي، دغه پروژه چې د نړیوال بانک لخوا یې فنډ ورکول کیږي، په قرغیزستان، تاجکستان او پاکستان کې یې چارې بشپړېدو ته نیژدې شوي دي خو په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د جګړې له امله پروژه ځنډېدلې وه خو اوس یو ځل بیا نړیوال بانک د پروژې بشپړلو ته زړه ښه کړی دی.

د تیرې میاشتې فروري په ۱۵مه نیټه د نړیوال بانک څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وه چې د کاسا زر چاري په قرغیزستان، تاجکستان او پاکستان کې بشپړېدو ته نیژدې دی، او دغو هیوادونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې یې هم چارې پیل شي تر څو پروژه باندي مصرف شوي لګښتونه ضایع نشي او پروژه همداسي نا تکمیله پاته نشي.

د قرغیزستان د برېښنا شرکت څخه تېره ورځ په یوه اعلامیه کې چې د پاکستان او تاجکستان لخوا هم امضا شوې، د نړیوال بانک پرېکړه ستایل شوې او ویل شوي چې درې سره هیوادونه اماده دی چې پر توافق شوې تعهدنامه باندي عمل وکړي تر څو دغه پروژه تکمیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx