افغانستان

زابل: د اټغر ولسوال په يوه ترافيکي پېښه کې ومړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د زابل ولايت اټغر ولسوالۍ څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې د نوموړې ولسوالۍ ولسوال فضل باري په يوه ترافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

راپورونه وايي، چې فضل باري شاجوی ولسوالۍ کې د خپل خسر کور ته روان و، چې پښ کندي سره يې موټر چپه شو.

په نوموړې پېښه کې فضل باري ځای پر ځای ومړ او دوه نور ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې فضل باري له دې مخکې د زابل ولايت د شملزو او ارغنداب د ولسوال په توګه کار کړی او اوس د اټغر ولسوالۍ ولسوال و.

فقيد فضل باري د زابل د دای چوپان ولسوالۍ اوسيدونکی و او مېرمن يې د ولايتي شورا غړې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x