نړۍ

په ترکیې کې کښته سوې ایرانۍ الوتکه په اسلحې بار وه

iran_airlineنن ټکی آسیا: د ترکیې خبري اژانس (دوګان) پرون اعلان کړی چې هغه ایرانۍ باري الوتکه چې پرون د ترکيي د حکومت له خوا په را کښته کېدلو مجبوره سوې وه، په اسلحه بار وه.

دغه الوتکه چې د هيواد په جنوب شرقي سیمه کې کښته سوې، د طهران څخه د سوریې د حلب ښار ته پر لاره وه.

دغه خبري اژانس دا نه دي ویلي چې دا اسلحه کوم نوعیت وه.

د بلي خوا د اناضول خبري اژانس ویلي چې حکومتي چارواکو د الوتکي څخه 7 کسه نیولي، مګر نور معلومات یې نه دي ورکړي، چې په څه جرم نیول سوي او د کوم هیواد اتباع دي.
په ترکیا کې ایراني سفارت ددې پيښي په اړه د څه ویلو څخه ډډه کړې ، او ویلي چې ایرانی سفیر به دې اړه په نيژدې راتلونکي کې خبري وکړي.
ددې تر مخه د ترکیې یوې امنیتي سرچیني ویلي چې یوه غیر عسکري (یوشین) ډوله باري الوتکه پرون د ترکیې په دیار بکر هوايي ډګر کې د حکومت له خوا مجبوره شوه چې ناسته وکړي، او بیا وروسته الوتکه تلاښي کړه سوه، ځکه چې ګمان کېده چې دغه الوتکه غیر قانوي اسلحه انتقاله وي.
ویل کیږی چې په یوه اونۍ کې دا دوهمه ایرانۍ الوتکه ده چې د ترکیې له خوا کښته کیږی او تلاشي کیږی، په تیرو ورځو کې هم یوه بله الوتکه چې د طهران څخه حلب ته روانه وه، کښته سوله او بیا د تلاشي وروسته اجازه ورکړه سوه چې خپل سفر جاری وساتي، مګر دا نه سوه مالومه چې په هغه الوتکه کې څه وه.
د یادوني وړ ده چې ایران باندي د امم متحده له خوا د اسلحې رانیولو او خرڅولو بندیز لګیدلی، ځکه چې امم متحده او نړیواله ټولنه په دې باور دي چې ایران غواړي چې اټومي اسلحه تر لاسه کړي.. او د سیمي هیوادو ته خطر جوړ سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x