افغانستان

څارنوالۍ: د نيويارک ټايمز ژورناليست دې له افغانستانه ووځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان لويې څارنولۍ امر کړی، چې د نيويارک ټايمز ژورناليست «ماتيو روزنبرګ» دې له هېواده وشړل شي او راتلونکي وخت لپاره حق نلري، چې افغانستان ته راشي.

تېره دوشنبه نيويارک ټايمز کې د ماتیو روزنبرګ يوه داسې ليکنه خپره شوې وه، چې که د ټاکنو پايلې ښې نه وي، نو يو شمېر لوړپوړي چارواکي به د کودتا له لارې کوښښ وکړي، چې واک ته ورسيږي.

د نوموړې ليکنې د خپرېدو په سبا لويې څارنوالۍ نوموړی ژورناليست ممنوع الخروج اعلان کړ او امر يې ورته وکړ، چې بايد څارنوالۍ ته حاضر شي.

پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نوموړي خبريال په اړه يو اعلاميه خپره کړه او له افغان دولت څخه يې وغوښتل، چې نوموړی خبريال بايد خوشې شي او د ممنوع الخروج پرېکړه بېرته واخيستل شي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له اعلاميې وروسته لويې څارنوالۍ وويل، چې نوموړی خبريال بايد د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې له افغانستانه ووځي او راتلونکي وخت کې افغانستان ته د راتلو اجازه نه لري.

څارونکي وايي، چې لويې څارنوالۍ د امريکايي چارواکو د فشار له امله د نوموړي ژورناليست د خوشې کولو امر کړی، مګر لويه څارنوالي وايي، چې امريکايي ژورناليست د خپرې شوې ليکنې په اړه د پوښتنو ګروېږنو په اړه له همکارۍ ډډه کوله؛ له همدې امله دوی پرېکړه وکړه، چې نوموړی ژورناليست له افغانستانه وشړي.

د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي وايي، چې نيويارک ټايمز ورځپاڼې له دې مخکې هم داسې ليکنې او خبرونه خپاره کړي، چې د افغانستان له ملي مصالحو سره په ټکر کې دي.

څارونوالۍ وايي، چې د نوموړي ژورناليست اسناد او دوسيه يې امنيتي ارګانونو او د بهرنيو چارو وزارت ته سپارلي دي او ژر تر ژره بايد له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم : د څارنوالی امر دا وو چه د ینویارک ټایمز نماینده دی له افغانستان څخه وتلی نه شی ، دا چه اوس وځی دا د هغه چا امر دی چه په ځارنوالی باندی لوی څارنوال دی ، څومره ذلت د دی غلامی اداری د پاره نور د کومه واخلو په نړی کی چه څه ذلتونه وو دی خلکو ځانته خپل کړل او سره د دی هم دملی مصالحو نوم اخلی ؟ کیدی شی چه هغه نماینده خبره سمه هم افغانستان خو سوری سوری دی هر څوک یی له هری خوا لاپی وهی ، که احیانا هغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x