افغانستان

مالیه وزارت: په ۱۴۰۲ کال کې سلګونه زره ټوکه ارزښت لرونکي سندونه چاپ کړي

نن ټکی آسیا (پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۲): ماليه وزارت وایي په روان ۱۴۰۲هـ ش کال کې مختلفو دولتي ادارو ته سلګونه زره ټوکه ارزښت لرونکي(قیمت لرونکي) دولتي سندونه چاپ کړي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي په روان هجري شمسي کال کي د خوندي اسنادو د چاپ دولتي مطبوعي ته ۲۹۵ میلونه افغانۍ او د صکوکو دولتي مطبوعي ته يي ۴۵۸ میلونه افغانۍ بودجه ځانګړي کړې وه، چي په یاده بودجه يي۱۱ دولتي ادارو او وزارتونه ته سلګونه زره ټوکه ارزښت لرونکي سندونه چاپ کړي دي.

په خبر پاڼه کي زیاته شوې په دغونو سندونو کي د پوهنتونونو ټرانسکریپټ او ډیپلومونه، د دولسم ټولګۍ شهادت نامې، د سوداګري جوازونه، د ویزو سټیکرونه، د پاسپورټ د تمدید سټیکرونه، د چاپیریال ساتني جوازونه او یو شمیر نور اسنادونه شامل دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx