افغانستان

کابل ښاروالي: په احمد خان پارک او لومړۍ ناحیه کي د لسګونو زره نیالګیو د کینولو چاري پیل شوې

نن ټکی آسیا (پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۲):د کابل ښاروالي وايي د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو ایښودلو د کمپاین په لړ کې په په اوله ناحیه او قلعه احمد خان پارک کي د لسګونه زره نیالګیو د ایښودلو چاري پیل کړې دي.

د ښاروالي له لوري په  خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي د کابل ښاروالي د زرغونتیا ریاست له لوري تر دې مهاله په قلعه احمد خان پارک کي په مجموعي توګه شل زره (۲۰۰۰۰) شل زره او په لومړۍ ناحیه کي يي د پنځلس زره(۱۵۰۰۰) نیالګیو د ایښودلي چاري پیل کړې چي په چټکي سره دوام لري.

کابل ښاروالي پلان لري په ۱۴۰۳ هجري شمسي کال کي د کابل په مختلفو ناحیو او پارکونو کي نږدې دوه میلیونه نیالګي،ګلان او بوټي کینوي.

د کابل ښاروالي د چارواکو له قوله د نیالګیو ایښودلو د کمپاین لپاره له څو میاشتو  راهیسي تیاری روان وو، په دي لړ کي يي نیږدې دوه میلونه نیالګي د  نیالګیو د کرلو  پسرلني کمپاین لپاره چمتو او د ایښودلو لپاره تیار کړي دي.

تېر کال هم د کابل ښاروالي په پلازمېنه کې نږدې یو میلیون نیالګي کېنولي وو،د ښاروالي په وینا له کینولو شویو نیالګیو، ګلانو او بوټو څخه يي په ښه توګه ساتنه کړي ده.

د اسلامي امارت په لاس د کابل له فتحي وروسته د کابل ښاروالي په فعالیتونو کي د پخوا په نسبت زیات چټکوالی راغلي، د کابل ښار د پاکوالي، د مارکیټونو د تنظیم، د نرخونو د کنترول، د ښار زرغونتیا، تر ځمکي لاندي د اوبو د زیرمو د تقويي، د سړکونو او چوکونو د رغوني او پراختیا چاري په تیزي سره رواني دي.

همدا رنګه په کابل ښار کي ښاري نظم ورځ تر بلي مخ په ښه کیدلو دی، کابل ښاروالي په بریالیتوب سره توانیدلي د غوره خدماتو په وړاندي کولو سره  د کابل ښاریانو رضایت تر لاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx