نظــر

مدرسه ووایم که مکتب؟؟!

په کار ده چې د دیني او عصري زده کړو برخه کې متوازن پرمختګ ایجاد او دواړو برخو ته جدي پاملرنه وشي، هغوی چې دیني او عصري مرکزونه د یوبل پر ضد هڅوي د هغوی مخه ونیول شي

نظرمحمد مطمئن
ګران هیواد کې له نږدې پیړۍ “لومړۍ افغان – انګریز جګړې” راهیسي د مکتب او مدرسې ترمنځ ټکر را پېل او لا هم دوام لري.
کله چې د مسجد نوم اخلو د مدرسې ځای پکې حتمې دی، پېل یې له نبوي مسجد څخه د اهل صفه مدرسه ده، دارنګه افغانستان کې هم له پیړیو راهیسي په مسجدونو کې دینې زده کړي دود وي.
افغانستان چې د یرغلګرو قوتونو د تاړاک مرکز و، همدارنګه د افغان پاچاهانو ترمنځ هم د واک پر سر جګړې وي، له همدي امله رسمي ښوونې او روزنې ته پکې تر ډیره پام نه و شوی.
په لومړي ځل د امیر شیرعلي خان دوېمه دوره ” ۱۸۶۳ تر ۱۸۶۶ ز . کال” کې د پوځي او ملکي برخو لرونکی لومړی عامه ښوونځی جوړ شو.
د امیر حبیب الله خان وخت کې په ۱۹۰۳ ز کال کې د حبیبیه دارالعلوم جوړ چې وروسته د حبیبیه لیسې په نوم شو، زده کوونکو ته د افغاني او هندي استادانو لخوا زده کړې ورکول کیدي، د مشروطیت غورځنګ د لومړي دورې کسان د همدي لیسې استادان وو.
د پاچا امان الله خان وخت کې مدرسو او ملایانو ته په ټیټه وکتل شول، مکتبونو او د عصري زده کړو څښتنانو ته ډیره توجه وشوه، تاریخ لیکونکي وایې چې د امان الله خان پر ضد پاڅون له ګڼو لاملونو څخه یو یې په دیني عالمانو د مقرر بندیزونو څخه ګڼل کیږي.
د حبیب الله خان کلکاني “بچه سقاو” وخت کې په بشپړ ډول عصري زده کړې بندي شوې، کوم ښونځې چې کابل کې جوړ شوې وو وتړل شول.
انګریزانو پیړۍ وړاندي هڅه کوله چې افغانستان کې دینې مراکز کمرنګه او په ټولنه د علماوو اغیز کم کړي، د دینې زده کړو او عصرې زده کړو د زده کوونکو ترمنځ جنجال د پاچا امان الله خان له وخته پېل او لا هم دوام لري.
د پاچا ظاهر وخت کې ښووني او روزنې ته ډیر پام وشو، مګر ډیره توجه عصري زده کړو ته وه، ځینې رسمې مدرسې او دارالعلومونه هم په کابل او ولایتو کې وو، د طالب او ملا په نوم قشر بیا هم په ټولنه کې وړ ځای نه درلود.
مکتب هغه مهال ډیر بدنام شو چې کله د ثور کودتاه وشوه، د مکتبونو ډیری استادان خلقیان/پرچمیان شول، مګر مقابل کې یې پوهنتونو، ښاري / کلیوالو ښوونځیو کې د اسلامپالو ځوانانو شمیر هم کم نه وو.
له پخواني شوروي اتحاد سره د جهاد او هجرت پر مهال، پاکستان کې د افغان مهاجرو په پنډغالو کې تر ډیره د مدرسي او مکتب واټن له منځه یوړل شو، دینې زده کړو ته زیاته توجه وشوه، د ښوونځیو نصاب کې هم دینې مضامین ډیر ځای او هر زده کوونکی چې به له دولسم څخه فارغ کيده، هغه کولای شوای چې امامت وکړي.
د هجرت مهال د حرکت انقلاب اسلامي “مولوي محمد نبي محمدي” ګوند لخوا ډیره توجه دیني مدرسو ته وه، په یاد ګوند کې د عصري زده کړو / لیسې په نشت حساب وي، مګر د مولوي نصرالله منصور په مشرې “له حرکت انقلاب اسلامي څخه جلا شوې شاخې” توجه د دینې زده کړو ترڅنګ عصري برخه کې هم وه، د حرکت طلبه تر نوم لاندي یې د حرکت انقلاب اسلامي دواړو ګوندونو زده کوونکو ته فکري روزنې ته ډیر زیات پام او منظم پلان درلود.
حزب اسلامي، جمعیت اسلامي او اتحاد اسلامي ګوندونو بیا زیاته توجه د عصري زده کړو مرکزونو ته کوله چې د ښوونځیو او پوهنتونو نصاب کې کافي دینې مضامین هم ځای کړل شوي وو.
اسلامي حزب “مولوي محمد یونس خالص” هم د دیني مدرسو ملاتړی و، بلخوا د ملي محاذ ګوند “پیر سید احمد ګیلاني” او ملي نجات ګوند “حضرت صبغت الله مجددي” ګوندونو؛ نه په دیني او نه هم عصري برخه کې کوم د پام وړ څه درلودل، یوازي پېښور کې یې غالباً یوه یوه لیسه درلودله.
بلخوا په کور دننه له تره کې بیا تر ډاکټر نجیب الله، ددوی جګړه له دینې مراکزو او اسلامپالو سره وه، ټوله توجه عصري زده کړو ته وه، مګر یوازي په سمبولیک ډول ځینې مدرسې او دارلعلومونو هم شتون درلود.
د مجاهدینو د حکومت پر مهال ښوونیز بنسټونه ډیر ولړزیدل، کورنۍ جګړه وه، مګر بیا هم دواړو “دینې او عصري” برخو ته توجه کېده.
د طالبانو لومړۍ دوره “۱۹۹۴ تر ۲۰۰۱ ز. کال” په بشپړ ډول پام دیني مدرسو ته کيده، جهادي مدرسې پکې ایجاد شوې، مدرسې زیاتې، مکتبونو او پوهنتونو ته زیاته توجه نه کيده، مګر فعال وو او بودجه ورته ورکول کېده.
کله چې امریکا پر افغانستان حمله “اکټوبر ۲۰۰۱” وکړه، ډیری مدرسې بمبارد شوې، په غچ کې یې هغه مهال ځینو سېمو کې مکتبونه وسوځیدل او ونړول شول. د حامد کرزي د حکومت لومړیو وختو کې هم مدرسې د حکومت ضد مرکزونه ګڼل کېدل، مګر بیا هم له دولت سره ځینې رسمې مدرسو او دارالعلومو فعالیت درلود او کافي بودجه ورکول کیده، مګر عصري زده کړو ته فوق العاده زیاته پاملرنه کيده او ډیره زیاته بودجه ورکول کيده، تر څنګ یې په شخصي سکټور کې هم ډیری د عصري زده کړو مرکزونه او پوهنتونو فعالیت درلود.
د حامد کرزي د واک په ورستیو کلونو کې په کلیو او ښارونو کې د شخصي مدرسو فعالیت هم زیات او زده کوونکي یې هم زیات شول.
د پخواني شوروي اتحاد او بیا وروسته د امریکا یرغل په لومړیو کې د یرغلګرو او حکومت له لوري د دیني مدرسو استادان او د مجاهدینو او بیا طالبانو له لوري د مکتبونو استادان په ویره کې وو.
د ډاکټر غني د حکومت پر مهال پر مدرسو بمبارد، د مدرسو سوځول او مدرسې د ترهګري مرکزونو په نوم ونومول شوې، مګر بیا هم په ښارونو کې ډیرو او کلیو کې لږ مدارسو فعالیت درلود.
بلخوا د ۲۰ کلن اشغال پر مهال د ډیورنډ هغې غاړي ته د طالبانو ټول پام دیني زده کړو ته وو او عصري زده کړو ته پام په نشت حساب کیدای شي.
داچې افغانستان کې څلور لسیزې جګړې وي، د دیني او عصري زده کړو ترمنځ واټن او جنجال و، د اوسني نظام په راتګ د خلکو تمه او هیله دا وه چې داځل به تیرو تجربو ته په کتو د دیني زده کړو او عصري زده کړو ترمنځ واټن کم او کرار کرار له منځه یوړل شي، ولي بیا هم د ځینو غیر رسمي ملایانو، ځینو رسمې کسانو څرګندونې ددې پر ځای چې دا واټن کم کړي؛ واټن زیاتوي. په ټوله کې په تیرو دریو کلونو کې رسمي او شخصي مدارس زښت زیات شوې، بلخوا د عصري زده کړو مکاتبو او پوهنتونو کمزوري درسي ساعتونه د اندیښنې وړ دي.
د اقتصادي ستونزو او زده کوونکو / محصلینو کمښت له امله ډیری شخصي ښوونځي سقوط شول، شخصي پوهنتونونه وتړل شول تر دي چې ځینې پخوانۍ شخصي مدرسي هم د یادو ستونزو له امله وتړل شوې.
په کار ده چې د دیني او عصري زده کړو برخه کې متوازن پرمختګ ایجاد او دواړو برخو ته جدي پاملرنه وشي، هغوی چې دیني او عصري مرکزونه د یوبل پر ضد هڅوي د هغوی مخه ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx