افغانستان

پاکستان تر تیري وروسته د ملي دفاع وزیر په لومړي ځل په پوځي یونیفارم کې راښکاره شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب نن په لومړي ځل په پوځي یونیفارم کې راښکاره شو.

د ملي دفاع وزارت د د ملي دفاع وزیر د انځور خپرولو سره ویلي دي چې د پاکستان د تیرې شپې د تیري په ځواب کې یې د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

دفاع وزارت ویلي دي چې د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تیري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

د یادونې وړ ده چې نن سهار د پاکستان کشفي او جنګي جیټ الوتکو یو ځل بیا د افغانستان خاورې ته ننوتې، او د پکتیکا برمل او خوست سپیرې ولسوالیو کې یې د ملکي خلکو په کورونو بمباري کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

قربان د ځوان ملا يعقوب وزير دفاع ځنې چي د رنجيت سنګ زوى ته د بمب ځواب په توغندیو ورکوي. انشاالله الله ج به په تورمخي پنجابى اسټبلشمنټ او فوج د افغانستان سپيڅلي مجاهدین برلاسې کړي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx