افغانستان

مجاهد پاکستان ولس او حکومت ته: څو جنرالان مه پرېږدئ چې د نورو ګټو لپاره د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د هوایي ځواکونو له خوا په خوست او پکتیکا کې بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي او دا یې د افغانستان په حریم تجاوز ګڼلی دی.

د راپورونو له مخې تیره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو په کورونو باندې بمبار کړی، چې په پکتیکا کې ۶ تنه ۳ ښځینه او ۳ ماشومان شهیدان شوي او یو کور نړیدلی او په خوست ولایت کې یو کور نړیدلی ۲ تنه ښځینه شهیدانې شوي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي دي چې د افغانستان اسلامي امارت، چې د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچاته پخپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي.

هغه د پاکستان پر حکومت او ولس غږ کړی چې د پوځ څو تنه جنرالان پرې نږدي چې په دغه ډول بې باکه کړنو سره د تېرو شلو کلونو په څیر د نورو جهتونو د گټو لپاره خپلو غلطو سیاستونوته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هیوادونو اړیکې خرابه کړي.

مجاهد ویلي دي چې پاکستان باید پخپله خاوره کې د پيښو د نه کنترول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي ځکه داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx