افغانستاننړۍ

پاکستان: عبدالله شاه مو وژلی؛ عبدالله شاه: وزیرستان کې یم او ژوندی یم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د پاکستان پوځ سرچېنې ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان مهم قومندان عبدالله شاه وژلی دی خو عبدالله شاه په یوې ویدیو کې بیا راڅرګند شوی او ویلي یې دي چې ژوندی دی او وزیرستان کې دی.

عبدالله شاه په دغه ویدیو کې ویلي دي چې دده مقابل کې تبلیغات شوي دي او دی نن د مارچ په ۱۸مه ۲۰۲۴ د وزیرستان په شوال درو کې موجود دی.

هغه زیاته کړې چې دی هیڅ ځای نه دی تللی او له دې ځایه خپل فعالیت کوي.

د عبدالله شاه د را ژوندي کېدو سره پاکستان پوځ او استخباراتو ته نېږدې ایکس اکونټونو لیکلي چې د دوی هدف د نعمت په نوم د تحریک طالبان پاکستان یو قومندان و، نه عبدالله شاه.

د یادونې وړ ده چې پاکستان نن سهار وختي په خوست او پکتیکا کې پر ملکي وګړو بمباري کړې چې له کبله یې یو شمېر ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx