افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت سرپرست احضار کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځیانو له خوا د افغانستان پر پکتیکا او خوست ولایتونو د بریدونو په غبرګون کې د پاکستان سرپرست سفیر احضار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په خاوره کې د پاکستان بریدونه غندلي او یادونه یې کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري او په خپله خاوره تېري په هېڅ ډول نه شي زغملی.

یاد وزارت د پاکستان پر ملکي حکومت او ولس غږ کړی چې هغه کړۍ پرېنږدي چې په غیرمسؤولانه کړنو او غلطو پالیسیو د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې پېچلې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

دا جوته ده چې د ډيورنډ فرضي کرښې ها خوا ولسونه زمونږ وروڼه دي مګر پنجابى اسټبلشمنټ او فوج يې زمونږ ازلي دښمنان او منافقين او د انګریزانو لاسپوڅي دي او د هغوى د پاره په منطقه او خاص په افغانستان کې تخريبي کړنې ترسره سره کوي. ملا يعقوب مجاهد دي تر ډيره ژوندي وي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx