
هرات کې د هوايي ځواک ۶ افسران وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د هرات ولايت انجيل ولسوالۍ آب خليل سيمه کې د هوايي ځواک د افسرانو پر موټر وسله وال بريد کې شپږ افسران وژل شوي دي.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې د انجيل آب خليل سيمه کې د دوی نظامي ملګرو د هوايي ډګر پر پوځي افسرانو بريد کړی دی.
خبر زياتوي، چې د نوموړي بريد په نتيجه کې د هوايي ډګر شپږ افسران وژل شوي او موټر يې په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
راپورونه وايي، چې وژل شويو کسانو کې د سيف الدين په نوم د هوايي ډګر يو لوړپوړی پوځي افسر هم شامل دی.