حریت اونیزهخبرونه

حریت اونیزه؛ ښوونه او روزنه کې لا ډېر کار پکار دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴وری، ۱۴۰۳ل): د حریت اونیزې د دې اونۍ ګڼې سرمقاله په سړو سیمو کې د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت د ښوونې او روزنې اړوند تبصرې او نظر ته ځانګړې شوې ده.

سرمقالې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې لیکلي، «د هېواد په خصوصي او دولتي ۱۷۷۸۰ ښوونځيو کې تر لس میلیونه ډېر زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او یوازې په ابتدائیه دوره کې دوه میلیونه او اوه سوه زره نجونې په زده کړو بوختې دي او همدارنګه د سواد زده کړې ۳۴۸۴کورسونه موجود دي.»

د سرمقالې لیکوال پر کمیت خوښي ښوودلې، خو په وینا يې لا هم په تعلیم او تربیه کې یوازې د معلوماتو په انتقال کفایت کېږي او د زده کوونکو روزنیزې برخې ته ډېره توجه نه کېږي.

«یو څه چې زموږ په ښوونیزو ادرسونو کې پرې ډېر ټینګار کېږي یوازې د زده کوونکي او ښوونکي تر منځ د معلوماتو د انتقال پروسه ده، چې دوی يې په زده کړه تعبیروي او د دې پایلې هم د ازموینو په پارچو کې ګوري.»

د سرمقالې له مخې باید هڅه وشي چې زده کوونکي د یو جامع انسان په توګه چې راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه او د اوږې ورکولو وړ وي، وروزل شي.

لیکوال نیوکه کړې چې «نه په عملي ژوند کې د ټولنې په منځ او نه هم ښوونځي کې دننه د زده کوونکي د چلند، تعامل، ټولنیز برخورد، د مسؤلیت احساس، ازادې مطالعې او متعهد جوړېدو کومه طرحه ښوونکي له ځان سره لري، نه يې زده کوونکي درک کوي!»

لیکوال د سرمقالې په پای کې وړاندیز کړی چې باید «د تعلیمي بنسټونو مسؤلین په تعلیمي مراکزو کې د زده کوونکو د شخصیت جوړولو، فکري تنویر او مسؤلیت پذیرۍ په برخه کې لا ډېره توجه وکړي.»

په باور يې باید هڅه وشي چې «د فراغت وخت کې داسې څوک فارغ نه کړو چې یوازې د نمبرو په پارچه يې تکیه وي، بلکې ټولنه کې مو یو مهم او با شخصیته کس اضافه کړی وي. »

حریت اونیزه چې له پلازمېنې کابله خپرېږي، د دې اونۍ ګڼه يې د روان کال څلورویشتمه او پرلپسې ۷۳مه ګڼه ده، چې لوستونکی يې د تېرې اونۍ پې ډې ایف ګڼه له لاندې ادرسونو ښکته کولی شي!

facebook.com/HuryatAwnizah
youtube.com/@huryatawniza
twitter.com/AwnizaH
t.me/HuryatAwniza
chat.whatsapp.com/JXU3Zpa37upAgQ8bJdquY8
whatsapp.com/channel/0029VaCt8HYJkK7GvL4nkI0b

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx