نظــر

په افغانستان کې د امریکا له اشغال وروسته بشري حقونه

لیکوال: دکتور یاسین اقطای، ترکی سیاستوال او څېړونکی

ژباړن: مفتي محمد حسین سعید الافغاني

د طالبانو له واکمنۍ لاندې افغانستان کې، چې له ۴۵ کلنې جګړې او اشغال وروسته یو ځل بیا واک ته ورسېدل، اوس دا عادي خبره ده چې ځوانان او ماشومان د لویو پارکونو په بېلابېلو سیمو کې په ګډه د کرېکټ لوبې کوي؛ لکه څنگه چې د نړۍ په هر تفریحي ځای کې داسې عادي تفریحي صحنې لیدل کېږي.

او هلته، کله چې د جمعې د لمانځه وخت راغی، نو موږ تمه لرله چې اوس به طالب چارواکي کوڅې له خلکو خالې کړي او په زوره به یې جوماتونو ته بوځي. سره له دې چې جومات د ښار په منځ کې و او بازار له ګڼې ګوڼې ډک و، هېڅوک هم په بیړه نه وو. د لمانځه وخت و، خو هېچا هم تر لاس نه وو نیولي چې جومات ته ولاړ شي.
کله چې ما له هغه افغان څخه وپوښتل چې زموږ کوربه و، نو د هغه په مخ موسکا راښکاره شوه او ویې ویل: “موږ واقعا نه پوهېږو چې دا آوازې څنګه خپرېږي؟” وګوره، په کوڅو کې هر ډول خلک ښکاري، بې‌ږیرې او ږیرور، لمونځ کوونکي او څوک چې لمونځ نه کوي؛ هېڅوک هم په چا زور نه شي کولی؛ البته د لمانځه لپاره لارښوونه، هڅونه او ترغیب شته؛ مګر تاسو وینئ چې حکومت پر دیندارۍ څوک نه دي مجبور کړي چې په زوره شرعي احکام عملي کړي.

خو د حیرانتیا ځای دی چې دا آوازې څنګه خپرېږي. پام‌وړ خبره دا ده چې هغوی (طالبان) دغو آوازو ته هېڅ پام نه کوي. زما په اند دا د طالبانو تر ټولو ښکاره ځانګړنه ده. او دوی د هغو کسانو پروا نه کوي چې دوی ته سپکاوی کوي، د دوی واقعیت تحریفوي او د دوی په اړه خیالي انځورونه جوړوي. د دغو کسانو ستونزه دا ده چې د طالبانو په اړه بېځایه مبالغه کوي او د طالبانو اړوند د خپلو مفکورو د سمولو لپاره هېڅ تدقیق او څېړنه نه کوي.

خلک پر دې باور دي، چې طالبان خپله مذهبي ایډیالوژي په زور پر خلکو تحمیلوي، په داسې حال کې چې دودیزه دینداري د افغانانو د ژوند برخه ده چې په ټولو قومونو کې یې ریښې لري.

په افغانستان کې دیني یا کلتوري واک لکه د نورې معاصرې نړۍ د واک د سیسټمونو په څېر، یوازې د شرعي قوانینو پر بنسټ نه دی، بلکې ډېری وختونه د دودونو او عنعناتو پر بنسټ وي، چې د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو څخه د سرغړونې لامل کېږي.

دلته د طالبانو لخوا په ټولنیز ډول د منلو وړ واک د حقونو د ساتنې لپاره راڅرګندېږي.

د بېلګې په توګه، په یوه قضیه کې د یوې ښځې خسر، چې مېړه یې مړ شوی و، غوښتل یې د وارث په توګه یې خپل بل زوی ته واده کړي؛ مګر هغې نه غوښتل. د هغې کورنۍ پر دې باور وه چې ښځه د انکار حق نه لري، خو ناڅاپه ښځې د طالبانو محکمې ته مراجعه وکړه. طالبانو چې د دواړو خواوو خبرې واورېدلې نو حکم یې وکړ چې د ښځې له خوښۍ پرته د هېڅ شي اجبار نه شي پرې کېدای، چې هغې ته د منلو نه وي.
دلته د مړه شوي کس کورنۍ ته دا حکم ستونزمن ښکاري او ښځه تورنوي چې کله محکمې ته لاړه نو دوی ته یې شرم راوړ. داسې او دېته ورته ډېر مثالونه په افغانی ټولنه کې شته.

په افغانستان کې چې دوه نیم کاله د طالبانو د واکمني تېرېږي، موږ د سولې او ثبات هغه کچه وینو چې په تېرو ۴۵ کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

اوس هر افغان وياړي چې د نړۍ تر ټولو ستر لښکر ته يې ماتې ورکړه. ښکېلاکگر ېې له هېواده وشړل او خپل وطن يې له يرغلګرو آزاد کړ. دوی هېڅکله نه هېروي چې د افغانستان او اسلام دښمنان د روسانو د وتلو پر مهال په هغه هېواد کې د ګډوډۍ له امله څنگه خوشحاله شول، چې په ډېر غرور او تکبر سره يې د کورنۍ جګړې او ناکرارۍ د رامنځته کېدو مخه ونه نيوله. او د هغې گډوډۍ د مخنیوي لپاره په دې اړه د طالبانو د ادارې لومړی غبرګون د ترسره، خو هغه یوه تجربه وه چې هغه وخت له نورو ستونزو سره مخ شوه.

د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور څرګنده کړه، چې دوی له هېواده د امریکايي اشغال او د هغوی د ملګرو له شړلو وروسته هماغه حقیقت په ښه توګه لیدلی او وايي: له شل کلن جهاد وروسته پر امریکا د دوی بریا د اسلام حقیقي، مستقیمه او رښتینې بریا ده. د دوی تر ټولو ستر مسوولیت دا دی، چې د دې جهاد د عزت او وقار ساتنې فکر ولري او د همدې موخې لپاره دوامداره کار وکړي.

په بل عبارت، نن ورځ د افغانستان اراده او د افغانانو مستقیمه غوښتنه اسلام دی او هڅه کوي چې دا درک کړي چې دا اسلام څنګه د دولت د چلولو لپاره په بریالیتوب سره پلی کړي. افغانان د هېچا پوروړي نه دي او باید ځان ثابت کړي. امریکا له شل کلن اشغال وروسته له هېواده په داسې حال کې ووتل چې په لسګونو زره افغانان یې په مخدره توکو روږدي تر شا پرېښودل، چې اوس یې د طالبانو حکومت د درملنې او بیا رغولو لپاره کار کوي.

له امریکایی اشغال وروسته دغه انځور د اشغالګرو لخوا په افغانستان کې پاتې شو او مخدره توکي هغه مسئله ده چې د امریکا او ټولې متمدنې نړۍ منافقت په ډاګه کوي. ځکه چې د اشغال پر مهال افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید په مرکز بدل شو، چې ان امریکايي چارواکو یې په خپله کښت او تجارت کاوه، تر څو د اشغال لګښتونو کم او خپل ښکېلاک پرې تمویل کړي.
په نشه‌يي توکو روږدي ځوانان هم د امريکا له پوځ او جاسوسي شبکې سره تړلي وو، چې د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ سره سم له ۴ میلیونو څخه یې د دوو میلیونو روږدو کسانو درملنه وشوه. او تر ټولو مهمه دا چې د اشغالگرو له شړلو وروسته د مخدره توکو کښت او تجارت هم له منځه ولاړ.

له دې ټولو سره سره، بیا هم امریکايي اداره په خپلو تبلیغاتو سره د خلکو ذهنیتونه مسموموي او موږ ته د هغو افغانانو په اړه خبرې کوي، چې د دوی د اشغال پر وړاندې یې مقاومت وکړ او دوی یې له خپل هېواده وشړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ. حضرت

که څه هم پورته لیکنه یوه مرموزه لیکنه ده خو تریخ واقعیت دا دی چی د یوی اسلامی ټولنی ځوانان ولی باید دومره د دینی شعائرو په وړاندی بې اعتناء وی چی د جمعی د فرض لمانځه پر وخت د کرکټ( د انګریز چولکی او خوټه پلاس) دوری ایسته ځغلی. طالب خو ځانته اسلامی حکومت وائی نو باید د وولس د دینی او دنیاوی چارو د سمون غم وخوری،. یوازی دا کفایت نه کوی چی مثلاً شریعی حدودو جاری او تعمیل کوی. زه د اروپا د یوه نسبتاً وړوکی هیواد په نسبتاً وړوکی ښار کی اوسم، د جمعی د لمانځه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx