افغانستان

مجاهد: په کابل کې د بهرني عسکر وژونکی زمونږ کس وو، او د نیولو ادعا یې حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه برید مسؤولیت په غاړه اخیستی، کوم چې تیره ورځ په کابل کې تر سره شو.

د تفصیلاتو سره سم تیره ورځ د کابل هوايي ډګر ته نیژدې یو نامعلومه کس په یوه بهرني عسکر باندي د چاقو په واسطه برید وکړ، او د هغه تر حلالولو وروسته له سیمي په تیښته بریالی شو.

که څه هم طالبانو ددې پيښي په تړاو تر اوسه څه نه وه ویلي، خو نن یې رسنیو ته په یوه لیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د دولتي چارواکو هغه ادعاوي په کلکه ردوي. “چي ګنې هغه مجاهد یې نیولی کوم چې تیره ورځ یې د کابل ښار په لسمه حوزه کې یو بهرنی یرغلګر عسکر په چاقو وواژه”. په خبرپاڼه کې راغلي، او زیاتوي چې مونږ دغه ادعا په ټینګه ردوو.

په دې اړه نن ټکی آسیا ته د مجاهد له خوا را لیږل شوې خبرپاڼه په لاندي ډول ده:


په کابل کې د تيرې ورځې برید کونکي مجاهد د نيولو ادعا حقيقت نه لري

نن ورځ دکابل ادارې اړوند کسانو ادعا وکړه چې ګنې هغه مجاهد يې نيولي چې تیره ورځ يې دکابل ښار په لسمه حوزه کې یو بهرني یرغلګر عسکر په چاقو وواژه.

موږ دغه ادعا په ټینګه ردوو، هغه مجاهدين چې په بهرني عسکر باندي يې د چاقو په وسیله برید ترسره کړی وو په مصئون ډول له سيمې څخه ووتل او دښمن دهغو په نيولو کې مطلق ناکام وو، دښمن اوس هڅه کوي چې خلکو ته په دروغو سره کاذب ډاډ ورکړي چې ګني دوي فعال دي او دپيښو مخنيوی کولای شي؟!!.

زموږ مجاهدينو ته هيڅ زیان نه ده اوښتي او برید کونکي مجاهدين د چریکي مجاهدينو افراد وو او کوم قومندان ورسره نه وو او نه هم د داسې بریدونو په مهال اړينه وي چې بايد قومندان هم سیمې ته لاړ شي، په دې اړه موږ د بریدونکو مجاهدينو د روغتيا او سلامتۍ په اړه اطمنان ورکو او دهغو د نيولو راپورونه د دښمن تشه ادعا بولو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۱۰/۲۵هـ ق
۱۳۹۳/۵/۳۰هـ ش 2014/8/21م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x