نظــر

د قوي دیپلوماسۍ اړتیاوې: اسلامي امارت باید څه وکړي؟

د یو هیواد دیپلوماسي او دریځ هغه وخت قوي کیدای شي چې هغه هیواد لومړی په اقتصادی لحاظ او بیا په دفاعي لحاظ قوي وي، نو هغه وخت به نور هم خبره اوري او هم به د هر ډول شخړو په هوارولو کې د یو بل سره ژر یوې نتیجې ته رسیږي.

ابو مجیب

په تیرو دوه نیمو کالو کې اسلامي امارت په بې ساري توګه په سیاسي، ډیپلوماټیک، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، خو بیا هم لا ډیر کار او ستړیاوو ته اړتیا لیدل کیږي.

دا چې نن ورځ نړۍ د یو قطبیتوب څخه څو قطبیتوب پر لور روانه ده او په سیمه او نړۍ کې نوي نوي قدرتونه رامنځ ته کیږي، چې له یوې خوا دا کار دریم درجه هیوادونه یا هغه هیوادونه چې د پرمختګ په حال کې دي چې افغانستان هم په کې راځي، لپاره د ښه خبر دی، خو په دې شرط چې دا ډول هیوادونه خپلې بهرنۍ پالیسې په پوره سنجیدګۍ سره جوړې کړي او په ورته وخت کې د خپلې پالیسې د استقامت او قوي کولو لپاره د نورو وسیلو څخه هم ګټه پورته کړي.

په داسې یو حالت کې چې اسلامي امارت لا تر اوسه په رسمیت نه دی پیژندل شوی، او هم په سیمه او ګاونډ کې نوي دوست او دوښمن هیوادونه لري او نه هم ورته په ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ ورکړل شوې تر څو په دې ځای کې د نورو هیوادونو د غلطو کړنو یا Wrongful acts په خلاف شکایت وکړي، نو په داسې حال کې اسلامي امارت باید څه وکړي؟

لومړی؛ د هر څه نه مخکې لکه څنګه چې اسلامي امارت خپل مزل پیل کړی او په هره برخه کې ریښتوني لاسته راوړنې لری، همدې مزل ته دې په لا زیات سرعت دوام ورکړي. ځکه چې نړیوال هر څه څاري او هم یې د اسلامي امارت په ډیرو لاسته راوړنو اعترف کړی.

دوهم؛ دا چې اسلامي امارت په سیمه او ګاونډ کې نوي دوستان او ځینې تیری کوونکي هیوادونه هم لري، بیا داسې تیری کوونکی هیواد چې څو برابره قوي وي، نو د دا ډول هیواد سره ډیپلوماسي او خبرې اترې کول کوم خاص اغیز نه لري، ځکه چې هغه په زور او قوت باندې په طبیعي توګه مغروره وي، نو به کار ده چې د خپلې دیپلوماسۍ د ستګاه د قوي کولو په خاطر لومړی خپل دفاعي ځواک قوي کړل شي. البته دفاعي ځواک څخه معنا دا نه ده چې محض د سرتیرو شمیر زیات کړل شي، بلکې هغه پرمختللې وسلې لکه د اوږد او نږدې واټن میزایل ترلاسه کړل شي کوم چې د تیري کوونکي هیواد سره شته او له موږ سره نشته. په دې برخه کې اسلامي امارت په غزه کې د حماس جهادي ډلې څخه الهام اخیستی شي چې هغوی څنګه وکولای شول چې د یو څو انجینرانو په مرسته او د امکاناتو په نشتون کې دومره اسلحې او میزایلې جوړې کړې چې لا تر اوسه پرې د اسرئيل غوندې ظالم رژیم سره جنګیږي او هم د اسرائیل مرکز تل ابیب د خپلو هدفونو نښه ګرځوي.

دریم؛ دا چې نړۍ د څو قطبیتوب پر لور روانه ده نو لرې نه ده چې د نړۍ پولي سیستم هم اغیزمن کړي، چې تر ټولو لویه اغیزه به يې پر ډالرو وي. په همدې خاطر وار د مخه ځینو هیوادونو او سازمانونو په خپل مینځ کې راکړه ورکړه د ډالرو پر ځای په خپلو سیمه ایزو پیسو پیل کړې، لکه د بریکس سازمان او روسیه چې خپل تیل یواځې په روبل پلورولو ته وړاندې کړي.

اسلامي امارت ته هم په کاره ده چې د نړۍ بدلونونو ته په کتو د خپل پولي سیستم د استحکام په خاطر د ډالرو په ځای پر سره زر تکیه پیل کړي او چې څومره کولای شي باید سره زر له بازار څخه راونیسي او ذخیره یې کړي، او دا کار باید په نا اعلان شوي توګه پیل کړي.

څلورم؛ دا چې له یوې خوا د اسلامي امارت شتمني د امریکا متحده ایالاتو لخوا کنګل کړل شوې او د بلې خوا همدغه هیواد افغانستان شل کال اشغال کړی وو، نو اسلامي امارت باید د امریکا په اړه د خپلو دوست هیوادونو سره په ګډه نړۍ ته وخت په وخت شکایت وکړي او هم د هغوي څخه د جنګي غرامت غوښتنه وکړي، دا کار به په ډیپلوماټیک توګه امریکا د سختې ملامتیا لاندې راولي او په پایله کې به جوړ جاړي ته حاضر شي.

پایله: د یو هیواد دیپلوماسي او دریځ هغه وخت قوي کیدای شي چې هغه هیواد لومړی په اقتصادی لحاظ او بیا په دفاعي لحاظ قوي وي، نو هغه وخت به نور هم خبره اوري او هم به د هر ډول شخړو په هوارولو کې د یو بل سره ژر یوې نتیجې ته رسیږي.
وما علینا الا البلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx