نظــر

د نیشنیلیزم اوج، د ایران لېري پرته سیمه (پنجشېر) 

خالق یار احمدزی

تېره ورځ یوې نفاق ګرې رسنۍ د دریو هغو افغانانو ویډیو خپره کړه، چې د ایران د مذهبي مشر په حضور کې یې شعرونه تکلمه کول او له ایراني لوري سره یې د خپلو مشترکاتو اظهار په کې کاوه.

د شاعرانو په سر کې د نجیب بارور په نامه یوه ځوان هم خپلې کړۍ د یوې لنډې مقدمې په ایښوودلو سره پیل کړې.
داچې نوموړی څنګه مخینه لري او د کومې ایډیا سړی دی، په هکله یې څه ویل لازمي نه بولم، خو نوموړي د ایراني مشر په وړاندې د خبرو په سریزه کې خپل شهرت په لړزېدلي غږ شریک کړ او زیاته یې کړه چې دی د «ایران له لېري نقطې یعني د هندوکش له هسکو او پنجشیر څخه راغلی دی».
نجیب بارور د ایران مذهبي مشر د «فارسي ژبو» رهبر یاد کړ او زیاته یې کړه چې غواړي مجلس ته هغه څه واوروي چې د ښاغلي خامنایي له عزت سره ښایي او د پنجشیریانو نظر په کې څرګند شوی وي.
«من ازدورترین نقطه ایران ؛ قله های هندوکش، یعنی پنجشیر آمده ام؛ میخواهم پیش رهبر همه فارسي زبانان جهان چیزی بخوانم که شایسته شرف حضرت عالي و بیانگر دیدگاه ما پنجشیری ها باشد»
بارور په وارخطایي خپل غزل پیل کړ، خو وروسته یې په لوړ غږ پای ته ورساوو؛ هغه غزل چې نه یې معنویت درلوده، نه خو کومه لفظي او هنري ښکلا په کې نغښتې وه او نه هم…. ؛ بس نفاق اچوونکو رسنیو یې یواځې د نوموړي او ایران تر منځ د مشترکاتو د اظهار له امله ویډیو ته پوښښ ورکړ.

دلته څو خبرې دي.

آیا د نیشنلیزم /قوم پرستي رېښې لا هم دلته شتون لري؟ که یې لري څوک یې په غټولو کې مرسته کوي او څنګه یې باید لمنځه یوسو؟

نیشنلیزم چې له کبله یې په لویه کې د عربانو او ترکانو ترمنځ اختلافات راوپنځول شول او پایله کې یې عثماني خلافت نسکور شو؛ آن د پایښت او ودې ورکولو لپاره یې وخت پر وخت دښمنو کړیو مسلمان ملتونه په خپلو منځونو کې په لانجو ککړ کړي او د هیوادونو د قومونو په منځ کې یې شیطاني، سرطاني غدې زېږولي؛ هغه بد ناسور دی، چې تر اوسه ترې د نړۍ هیڅ قوم په ځانګړې توګه افغانان ښه ورځ نه لري.
نیشنلیزم همدا وه چې تر پرونه یې د لر او بر په نامه پښتانه ته د اتحاد په نوم دوکه ورکوله، خو څرګنده شوه چې دواړو لوري په همدې سراب غلط او د خپل قام د بقاء لپاره تندغري د شا لخوا په خنجر وهل کیږي.
د لر پښتانه که څه هم پوهېدلي چې نیشنلیزم یواځې ډرامامه او لوبه ده، نو یې د قومپالنې پر ځای نورو لومړیتوبونو ته کار ویلی، خو د بر پښتون لا هم هغوی خپل تن او غوښې بولي.

هو! نیشنلیزم همدا وو چې د پاکستان isi یې تر عنوان لاندې د عوامي نیشنل او بیا د منظوریانو په نامه استخباراتي ډلې او خوځښتونه جوړ کړل او د پښتون تحفظ په بهانه یې هم مسلمان پښتون بې اتفاقه، هم یې بې ننګه او هم یې د سیاسي پرلتونو، انتخاباتي لوبو او آن په سینمایي ډرامو کې د بې حیایي بازارونو ته وړاندې کړل.
نیشملیزم همدا وو چې شل اشغال کې عفیفې حیاداره افغان خویندې د ستاره افغان او نورو فحاشو برنامو او سریالونو په چټل چاپیریال کې ونڅول شوې او د پردیو د ساتیري لپاره یې له نارینه وو سره د ګډو بابولالو سریندې ویاړ وباله.

نیشنلیزم همدا کانې وکړې چې په شمال کې میشتو افغانما څېرو ته ځان دومره لوی او پر ځان باوري ښکاره شو، چې مخامخ یې د تجزیې ګواښونه شروع کړل او د خپل دېوال شریکي افغان ورور پر ځای یې، له سرسختو ګاونډيانو سره داتحاد لاسونه وپړکول.

نیشنلیزم هغه آفت شو، چې د هیواد رسمي ژبو کې یې د پردیو لغتونو د ترویج لپاره په مرګ کمپاین وکړ او اغېز یې تر دې کچې وو چې وروسته یې بیا آن په تذکره کې د افغانیت پر کلمه هم د شرم احساس کاوه.

پردیو ته د نیشنلیزم ارمغان همدا وو چې د شمال ازبیکان له آذربایجان سره په ګډه، د لویې ترکیې لپاره زیار وکاږي، تاجکو بیا د لوی خراسان خوبونه لیدل او پښتنو بیا د پراخ پښتونستان….!

خو دا ټولې هغه وړۍ وې، چې دښمنانو یې تر پایه د شړۍ کیدو فرصت ور نکړ او یواځې یې افغانان د یوه او بل ګرم شوي نغري ته کښېنول.

هو! مونږ که غواړو له مختلفو رنګارنګ قومونو ترکیب شوی ښایسته افغانستان ولرو، باید د مختلفو قومونو وروڼه خپل د کورنۍ غړي وبولو، د په ژبه شریک څخه، په دین او عقیده شریک ته اولویت ورکړ او د هغو ډلو ټپلو پلانونو ته هیڅ مهلت ورنکړ چې غواړي دا خاوره د مختلفو قومونو په نوم ووېشي.
نیشنلیزم چې د هیواد، ژبې او قوم پالنې ته ویل کیږي، په کفري نړۍ کې ورته هیڅ ارزښت نشته او د واحد مسلمان پر وړاندې یو دریځي دي، خو مونږ یو چې لومړی کلیوال تربور د پولې د شراکت له امله بد ګڼو، بیا تر هغه وروسته په قومونو او خیلونو کې سره وران یو، وروسته مو ژبې سره بیلوي او بیا په آخر کې مو ولایتونه او ولسوالۍ…
که غواړو په هیواد کې مو هزاره ورور له پښتون نه ځان قربان کړي، پښتون له تاجیک او همداسې….؛ د یوه کور او کورنۍ فکر وکړو؛ نو سر له ننه باید د هغو کسانو، ډلو ټپلو او خوځښتونو مخه په کلکه ډب کړو، چې غواړي افغانانو کې دا بدمرغه تخم نهادینه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

جوته ده چې په دغه عمل کې د ايران د اخوندي رژیم لاس دئ. بل د نجيب بارور په څير خلک د افغانستان له تابعيت بي برخي کړي شى. چې نورو لاس پوڅو ته عبرت شي.

Musin Belal

ښه موضوع ته دې اشاره کړې ګرانه، مګر بېرته دې خپله هم د افغان په کچه نشنلېزم ته دعوت کړى، ځكه چې مسلمانان ټول سره ورونه دي، هغه که په هر هيواد کې وي ـ مونږ بايد د اسلامي امت د وحدت فکر ولرو نه دا چې د افغانستان د وحدت فکر ولرو مګر نور اسلامي هيوادونه له ځان څخه بيل وګڼو لکه څنګه چې تاسې يادونه کړې (په دین او عقیده شریک ته اولویت ورکړ )ـ نشنلېرم يوه مفكوره ده، هغه که د کور او کلي پر کچه ده، که د ولسوالۍ او ولايت پر کچه ده او که… نور لوستل »

غلام حضرت

زه د پورته لیکنی د کیفیت په باب د ویلو څه نلرم خو غواړم له بلی زاوئې څخه وږغیږم. زه ( ادعا لرم _ چی هیله ده ادعا می د الله سبحانه په حضور کی رښتینې ثابته سی ) چی ژبه او کلتور او فرهنګ او حتی وطن د یو مسلمان د عقیدې د ثبات او استحکام د شرطونو د تحقق په غیږه کی اوَلیَت او لومړیتوب نلری ( په حقیقت کی ژبه او فرهنګ او تبار او وطن فقط یوه وسیله ده نه هدف) . د بشریت او افغان د عدمِ درک لویه ستونزه دا ده چی پر کعبه… نور لوستل »

Karwan

غلام حضرت خانه٫ خلکی٫ پرچمی٫ شعلی٫ نظاری٫ سیکولر او ته حضرت خانه دا ټول به اصلاح کیږی٫ کنه دا ځل به مو ملت اصلاح کوی. دامریکایانو داشغال په وخت زه ستاسو زهرجن تبلیغات دطالبانو پرضد ښه په یاد لرم. دا زما خپل نظز دی!!!!!

غلام حضرت

د طالب پر ضد تبلیغات اوس هم زما ملی او انسانی وظیفه ده.
داسی ښکاری چی ته هم ړوند ئې او د امریکې او یهودو پر ضد زما تبصرې نه وینې.

غوربندي

پس له ډېرې مودې

غلام حضرت صاحب تاسو څنګه یاست،، الله تعالی وکړي جوړ روغ او سلامت وی،،

تاسو اوس چېرې یاست

زما ګومان دا وو چې تاسو به اوس د ا.ا. په اډانه کې چېرته په خدمت بوخت یاست،،

غلام حضرت

محترم غوربندی صاحب! سلام علیکم. زه به ستاسی په اجازه د سوء ظن او حُسن ظن څخه کار نه اخلم یعنی ددې خبری د ثبوت لټه به نه کوم چی آیا ستاسی پیغام صادقانه دی او که غیر صادقانه خو الله سبحانه و تعالی شاهد نیسم چی په دواړو صورتو کی در ته د اجر او ثواب غوښتنه لرم. الله پاک مو همیشه جوړ او روغ لره. باور وکړئ زما هم همیشه ذهن ته راځی چی غوربندی صاحب به اوس چیرته وی او یقیناً چی په افغانستان کی به کومه وظیفه ولری ( هیله ده د امر بالمعروف په اِداره… نور لوستل »

angar

غلام حضرته! منافقت نه پټيږي ته تل د توفولوګي پر ځای تفتالوګي لیکې ،داچې ته مسلمان یې او که نه زما کار ندی خو د پښتون په جامه کې د پښتانه پښې وهل به د قندهاری شیعه ګانو کار وی! هغه نور بول شیټ دې زه نه یادوم خو د طالب تړل په خلقی پورې د تاجکیزم ، ستمیزم او ایرانیزم کاردی چې ته یې دلته او هلته مخته وړې!

غلام حضرت

انګار بچو!
کنداری شیعه ګان ستا تر ټولو پلرو ډیر شرافت لری.

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx