د امت لويان

حافظ ابن کثیر دمشقي (متوفی ۷۷۴)

لیکوال: مفتي بلال باسل

نوموړی د اتمې هجري پېړۍ له نامتو عالمانو څخه دی د چا کارکردګي چې د ورځي په څېر ښکاره ده، دده دور د دمشق په تاریخ کې نهایت زرین دور دی.

نوم او نسب: د نوموړي نوم او نسب په دې ډول دې: اسماعیل بن عمر بن کثیر بن ضوء قرشي دمشقي. کنیت ابوالفدآء او لقب یې عماد الدین دی.

ولادت او د علم تحصیل: د نوموړي زوکړه (۷۰۱ھ) کې د بصري په ختیځ کې په بجدل سیمه کې وسوه ،چېرته چې د ددۀ پلار خطیب و تر اوسه یې د ژوند څلور پسرلي لیدلي و چې د پلار سیوری یې له سر څخه پور ته شو او د یتیمې ژوند یې پیل شو، مشر ورور یې شیخ عبدالوهاب د نوموړي د تعلیم او تربیت درانه مسؤلیت ته اوږه ورکړه او په (۷۰۶ھ)  کې د هماغې زمانې علمي مرکز دمشق ته یې منتقل کړ.

استادان: دا هغه زمانه وه کله چې  دمشق کې د علامه ابن تیمیه او د امام مزي د شهرت انګازې وې ،نوموړی د علامه ابن تیمیه له شخصیت څخه ډېر متاثر و له همدې امله یې ډېره استفاده ورنه کوله او په ځانګړو مشایخو کې یې شامل شو چې د قید او بند تکلیفونه یې هم وګالل. خصوصا د دریو طلاقونو په مسئله کې. د نوموړي په اساتذه و کې امام مزي هم دی کوم چې خسر یې هم ؤ او له دې پرته قاضي ابن شحنه ،قاسم بن عساکر، اسحق بن الآمدي، امام ذهبي او نور د نوموړي له ځانګړو مشایخو څخه و.

تصنیفات: نوموړی الله تعالی له قوي حافظې، عظیم ذهانت او فطانت څخه برخمن کړی و نو ځکه خو دی د خپلې ځوانۍ په دور کې په یو مهال کې  محدث، مفسر،مورخ، فقیه او د نقد د امام په حیث پېژندل کېده.په یاد شویو علومو کې یې خورا ستر کتابونه لیکلي چې ” تفسیر القرآن العظیم ” یې داسې د افتخار وړ تصنیف دی چې نن هم د لویو لویو علمي درسګاؤ په نصاب کې داخل دی او ډېر معتبر بلل کېږي. د حدیثو په فن کې یې جامع المسانید ډېر مشهور تصنیف دی چې مسند احمد، مسند بزاز، مسند ابو یعلی، مسند ابن ابی شیبة  یې له کتب سته سره یو ځای کړي او د ابوابو په شکل یې مرتب کړي دي. د نقد او جرح تعدیل کې ” التکمیل فی معرفة الثقات والضعفاء والمجاهیل ” ددې فن ډېر مهم کتاب دی کوم چې د امام مزي تهذیب الکمال یې مختصر کړی او هغه رجال یې ور زیات کړي چې په میزان الاعتدال کې نه و.

د تاریخ په فن کې د البدایه والنهایه په څېر عظیم الشان کتاب د نوموړي د علمي خزانې معلومات په لاس راکوي چې سیرت، تاریخ، تفسیر، فقه جرح و تعدیل هر څه پکې شته، بهرحال تصنیفات یې ډېر ګټور دي او ددۀ په ژوند کې هم ډېر مشهور ؤ چې تر لیري لیري سیمو رسېدلي و او تر ننه استفاده ورنه کېږي.

شاګردان: له دۀ څخه دده د کتابونو د اورېدلو لپاره او د نوموړي له علمي چینې څخه د خړوبېدلو په موخه د طالبانو مختلفو ډلو د شاګردي ګونډه ماته کړې وه په کومو کې چې د امام ذهبي، احمد بن علاء الدین سعدي، ابن حجي(متوفی ۸۱۵ھ) په څېر هستۍ هم شاملې دي، د امام ذهبی له وفات څخه وروسته په ام صالح مدرسه کې د شیخ الحدیث په حیث د نوموړي تقرر وشو. همدارنګه د امام سبکي له انتقال څخه وروسته د څه مودې لپاره دارالحدیث الاشرفیه کې هم شیخ پاتې شوی ځکه خو یې د شاګردانو شمېر ډېر په لوی شمېر کې دی.امام ذهبي په خپل معجم خاص کې د استاذ په توګه د نوموړي تذکره کړې او ویلي یې دې: نوموړی فقیه، مفتی، محدث همدارنګه د بېلابیلو فضائلو حامل و د حدیثو د رجالو په فن او فقه کې ځانګړی مهارت ورته حاصل ؤ.

دوهم شاګرد ابن حجي وایي: له چا سره چې موږ لیدلي کتلي له هغو ځني نوموړی د حدیثو تر ټولو لوی حافظ و،جرح و تعدیل او د رجالو اړوند فن کې تر ټولو ډېر برلاسی و. ددۀ همعصرو هم په همدې اعتراف کړی. ابن عماد حنبلي وایي: “انتهت الیه ریاسة العلم في التاريخ والحديث والتفسير” یعني د تاریخ ، حدیث او تفسیر په فنونو کې علمي قیادت پر همدۀ پای ته رسېدلی . امام شوکاني وایي: د رجالو په فن او عللو کې نوموړي ډېر لوی مهارت تر لاسه کړی و.

وفات: بالآخره ټاکلې موده را ورسېده او په دمشق کې د شعبان ۷۷۴ ھ کې یې انتقال وشو کله چې له دید څخه محروم شوی و. په مقبرۀ صوفیه کې د خپل ځانګړي استاذ علامه ابن تیمیه په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو. رحمهما الله تعالی.

اخځ:
1. مقدمة الباعث الحثیث ذیل تذکرة الحفاظ
2. شذرات الذهب
3. الدرر الکامنة
4. تذکرة الحفاظ
5. طبقات المفسرین لداوودي
6. جرح وتعدیل ډاکټر اقبال احمد محمد اسحق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx