
هلمند: دولتي عسکرو د سره صلیب یوه کارمند وژلی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند په ولایت کې د سره صلیب یو کارمند د سنګین او لښکرګاه پر لاره باندي په بې دردۍ سره وژل شوی دی.
د تفصیلاتو سره سم د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ د حیدر اباد سیمي اوسیدونکی حاجي نظر محمد چي د سره صلیب سره یې کار کوه، او د هغوی موټر یې چلوی، تیره ورځ د سنګین او لشکرګاه پر لاره هغه وخت د پولیسو له خوا توقف شو، کله چي نوموړي په خپل موټر کې یو ټپي شوی ماشوم د سنګین څخه لشکرګاه ته رسوی، چې پر لاره باندي د پولیسو له خوا له موټره تر را کښته کیدو وروسته په ډیره بی رحمي سره ووژل شو.
باید وویل شي چې په دې ورستیو کې د هلمند او کندهار په ولایتونو کې د قومیت او ظاهري شکل پر اساس باندي خلګ له موټرو را کښته کیږي، او په ډزو وژل کیږي.
یوه اونۍ مخکې د کندهار او هلمند پر لاره باندي د کندهار د امنیه قومندان رازق عسکرو ۱۴ تنه افغانان د هغوی د قومیت پر اساس ووژل، او بیایی طالبانو ته منسوب کړل.
د یادوني وړ ده چې د جنرال رازق ددې تر مخه په ژیړۍ ولسوالۍ کې رسنیو سره په خبرو کې اعلان وکړ چي ده خپلو عسکرو ته امر کړی چې کله هم طالب په مخه ورسي، د نیولو کوشش دي نه کوي، بلکي ځای پر ځای دي ووژني، ځکه چې د نوموړي په وینا هغوی بیا د څارونوالي له خوا تر محکمې وروسته خوشي کیږي.