دیني، سیرت او تاریخ

ستا رب تاته انتظار کوي!

لېکنه عبدالمقیم قرار.

اسلام انسانیت لپاره مسیر تعینوي مشروع او غیرمشروع عملونو ترمنځ ژور تفکیک او بیا په مشروعاتو باندې کلک عمل ته هڅونه کوي ترڅو دټولنې مضراتو ته متوجي شي او په نفس کي شته مضروپدیدو څخه دټولنې اوسیدونکو ته پري دامن ورکولولارښوونه کوي،

کله الله ج انسان پیدا کري لامکلف نه وي چي اسلام ورته په غوږ کي داذان کولویو داسي الهام القاح ودې غوږو ته اچولوحکم کوي چي،ای انسانه دژوند لمانځه ته دې اذان وشو ستا دژوند وخت داخل شو ته بیدار وسه همدا وخت دي چي باید څه وکړې؟کله چي ته ماشوم یې ته مرفوع القلم یې هرڅه به زده کوي اما لدې مرحلې ډیر زر تیریږي،شپږ کلنۍ کي تاته وایې بلۍ وس به ته دهغه ذات عبادت کوي چي ته یې پیدا کړې یې او ته ودې مرحلې ته رسولې یې وس ته مرفوع القلم نه یې ته دیو قوي استخباراتي ځواک تر څار لاندې یې داسي استخبارات چي ته یې لا فکر نه شي کولئ، ځکه هغه مشروع او غیر مشروع پدیدو داستعمال جوګه ګرځيدلې یې چي تاته دخوږ پیغمبر په واسطه ستا پیدا کونکې ذات رالیږلې ته وس دلته تنها مشروع پدیده استفاده کوي غیر مشروع اعمالوڅخه به ځان ساتي ته به ژبي لاس خپو اودالله له طرفه درکړل شوي جوارحو باندې به بل انسان ته ضرر نه رسوئ دټولنې اداب طرز او طریقه مدنیت هر څه لحاظ به ساتي ځکه ستا په غوږکي اذان شوي او دهغي الهام څخه به ناخبرې نه کوي دابدن تاته تنها عبادت اودنیکو کارونو لپاره درکړل شوي اوکي بل پلو ته خودمختار نه یې څارل کیږي هغه رب چي ته پیدا کړې یې تاته په کمین کي ناست دی

دځوانۍ نشه دی دغوږ اذان الهام درنه هیر نه کړې وس ستا هر مشروع اعمال دپیغمبرانو اجرونو پشان شمیرل کیږي دغه دځوانۍ مرحله دې هم لکه دماشومتوب په څیر زر درنه ځي بوډا توب ته روان یې ته به ناست یې خو عمر به درنه تیریږې ته وس سپین ګیرې شوئ دداسي لمانځه انتظار پای ته رسیدلې دی چی اذان او اقامت یې مخکي ستا په غوږ کي شوي وو نو وس ته هغه لمانځه ته ورسیدې چي دا لمونځ بیخې متفاوته ده دژوند لمر دي ډوبیږي دلمونځ به وس ته نه ادا کوي بلکه ته به مخکي پروت یې دا لمونځ بع ستا ورونه خپلوان او خواخوږې مسلمانان ادا کوي ستا نور وخت خلاص شو دژوند په ورځ دی ماښام راغي نور دا به ستا اخرې ماښام وي ته به هیڅ کله بیرته دعادت په څیر راپورته نشي انا لله وانا الیه راجعون هغه ذات ته ولاړې چي ستا هرڅه یې څارل وس به درنه ده هرشي پو شتنه کوي دا ستا دژوند لنډ داستان دي ته بیا هم مغروره یې امیدونه بیا هم لرې؟

آیا وس دتوبې ښه وخت ندی؟

بل کوم فرصت ته په تمه یې؟

ستا رب تاته دتوبې انتظار کوي ترڅو دکړې نافرمانۍ بښنه وغواړۍ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx