شعـــــرونه

نعت شریف

ارسلا مفتون

کعبې ته مې سلام دی پکې زما د صنم نښې
په لار د مــدینې کـې د اقــا د قـــدم نښـــې

په مینه مـینه مینه یې تحـــفه راته را وړې
قــران په مــینه ساته د مــولا د قـــلم نښې

کړي مـاته پرې د ډېرو کلــو تږي تنده مـــاته
خــوږې د ابراهیم خلـیل الله د زم زم نښــې

میدان د معرکې دي راته اوس هاغه کیسي کړي
اُحُد لا هم خفه دی پرې دي ستا د زخم نښې

دیار مې د جانان په کې رنځور زړونه ټکور شي
را اوري پرې د پاسه د اللــــــهﷻد کرم نښې

چې تا یې امامت په کښې د ټولو ښکلو کـړی
ځـــلا کــوي لــه ورایه پر اقــصی د برم نښې

مفتونه له درودو ښکلی امیل جانان ته جوړ کړه
د زړه په درزا جــوړي د ثنا کــړه هـر دم نښې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx