نظــر

متقاعد بار وړونکی د بي بي سي په هارډ ټاک کې

لیکوال: حبیب مجاهد

تیرماښام مې د بي بي سي تیلویزون د هارډ ټاک خپرونې له چلوونکي سټیفن سکر سره د ډاکټر عبدالله عبدالله مرکه اوریده، مرکه نه وه بلکې د خبریال لخوا په میلمه باندې سم د طعنو او پیغورونو بمبار و چې دغلامانو او بادارانو ترمنځ له چلند څخه یي ښه پرده پورته کوله .

داکتر عبدالله او دده سلف احمدشاه مسعود یو وخت د بي بي سي او په لویه کې دانګلیس نازپروران بلل کیدل،احمدشاه مسعود خو دهمدې بي بی سي په تبلیغاتو او القابو باندې د پنجشیر زمری شو، هغه مهال چې مسعود او عبدالله د انګریز له ستر سیال شوروي اتحاد سره په جګړه بوخت و، ورپسې چې د طالبانو اسلامي امارت جوړ شو، بیا هم انګلیس او نورو غربیانو د مسعود او عبدالله ټلوالې ته ضرورت احساساوو، نوځکه یي ورته هر اړخیز کمپاین کاوو، زما په یاد دي چې د طالبانو د حکومت په مهال چې ډاکټر عبدالله د انګلیس په رسمیاتو کې دافغانستان تش په نوم د بهرنیو چارو وزیر و، نو یوه پښه به یي په پنجشیر او بله په لندن وه، هره ورځ به ورسره د بي بي سي مرکې وې، همیشه یي دلندن چکرې وهلې، د مطبوعاتي کنفرانسونو او هرډول تبلیغاتي فعالیت لپاره ورته پراخ امکانات برابر شوي و، دانګلیس په مرسته او واسطه ډاکټر عبدالله او احمدشاه مسعود د پنجشیر له سمڅو اروپایي پارلمان ته لاړل او هورې یي بیانیې ورکړې .

دا هغه وخت و، چې ډاکټر عبدالله او ملګرو یي په افغانستان کې دانګلیس د منافعو درانه بارونه کشول، او انګلیس هم د یوه تابعدار او اخلاصمند باروړونکي په حیث ورسره خورا دمهربانۍ رویه درلوده، هغه وخت ډاکټر عبدالله نه جنګسالار بلل کیده ، نه قاتل ،نه غاصب،نه اختلاس ګر ،نه فساد کوونکی او نه هم نور پیغورونه ورکول کیدل، ځکه عبدالله ته دانګلیس ضرورت و.

خو بیګا مې چې د بي بي سي په هارډټاک خپرونه کې دعبدالله په وړاندې د یوه عادي انګریز سټیفن سکر لهجه او له طعنې ډکې خبرې واوریدې پوه شوم، چې نور دانګلیس دغه اخلاصمند باروړونکی تقاعد ته نږدې شوی دی .

هارډټاک په پښتو کې په سختو خبرو ترجمه کیږي، له عبدالله سره د بي بي سي دخبریال خبرې په رښتیا سختې وې، سټیفن سکر نوموړي ته یوازې ډانګ پېیلې ناموسي ښکنځلې ونه کړې نور یې نو هر څه ورته وویل .

سټیفن سکر عبدالله ته وویل چې تاسو جنګسالار یاست ، دهیواد دلوټ ، دځمکو د غصب او نړیوالو مرستو د اختلاس سابقه لرئ او ستاسود سیال اشرف غني لاسونه له داسې جنایاتو پاک دي، نو نړیوال به څرنګه تاسو دافغانستان دمشرۍ لپاره خوښ کړي.

انګریز خبریال په پوره بیباکۍ د خپل پروني اجیر عبدالله عبدالله هغه خدمتونه چې دانګلیس لپاره یي کړي وو ، جنګسالاري او جنایات وبلل او نوموړی یي د پیغورونو تر درانه پیټي لاندې په خپلو پرونیو خدماتو ملزم کړ.

رښتیا چې دکفر یارانه ډیر نامراده او بې دوامه ده، عبدالله عبدالله د همدې انګلیس لپاره خپل دین او ایمان برباد کړل، وطن یي په ډالرو خرڅ کړ، دانګریز په قومانده او دانګریز د الوتکو تر وزرو لاندې له خپل مسلمان ورور سره وجنګیده، خو کله چې انګریز پوه شو چې نور ورته اړتیا نلري، نوموړی یې په یوه داسې خپرونه کې چې ټوله نړۍ یي ګوري او اوري، د پرونیو کړنو له امله تورن کړ او سم یي په تورونو او پیغورونو بار کړ .

دا خو په عام محضر کې دیوه عادي انګریز چلند دی له ډاکتر عبدالله سره چې بشپړ د شرم او عبرت وړ و، نه پوهیږو د پردې تر شا به غربي لوړپوړي باداران له خپلو متقاعدو غلامانو سره کوم ډول رویه کوي، کله چې یو عادي خبریال د ولسمشرۍ دکاندید په خوله کې لاړې وچولی شي، په عام محضر کې یي دګلی شي، نو لوړپوړي غربي چارواکي خو شاید له دوی سره تردې هم سخته رویه ولري.

اوس چې انګلیس او نور غربیان په دې پوهیدلي چې له خپل تعلیمیافته اجیر اشرف غني احمدزي څخه ښه کار اخیستلی شي، نوځکه ورته خپل نور پروني ټوپکي او جنګي اجیران مهم نه بریښي او کوښښ کوي چې تر وخت تیر وسائلو غوندې یي استهلاک او دکثافاتو ډرم ته وغورځوي .

عبدالله عبدالله چې ځان ورته ډیر محترم ایسي، او همیشه د فرعونیت په غونډۍ ناست وي، دخبریالانو دسپکولو له درکه شهرت لري، نوموړي د یوې مرکې په مهال د یو افغان تیلویزون خبریال سخت سپک کړی دی،نوموړی ډیر کله نه غواړي په ژوندیو خپرونو کې شرکت وکړي،مګر د بي بي سي خپرونې نوموړی په لویه ابتلاء اړولی، له یوې خوا یي انکار نه شو کولای ځکه د بادار او معاش ورکوونکي خپرونه وه، له بلې خوا خبریال چې هرڅه ورته ویل او په هرڅومره بیباکۍ پرې وربړچیده ، د مقاومت !!! قهرمان له تسلیم او رضا پرته بل غبرګون نه درلود، او هرډول پیغورونه یي په ځړیدلې غاړه زغمل .

بیګانۍ خپرونې وښوده چې د غلامۍ انجام یوازې رسوایي او سرټیټي ده .

داکتر عبدالله صیب !

په غلامۍ کې ځان سندان کړه

په کې پیښیږي د پلکونو ګوزارونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mirwais

wrora ka tasi da porgrame video hum share kriii dera mehrabani ba mo wee

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x