ټولنیزه برخه

له ملحد سره مشاجره

عبيدالله علم

د خپل شرکت د تبلیغاتو لپاره ټیک ټاک ته داخل شوم چې ناڅاپه له یو ملحد سره مخ شوم، ھلته د بحث موضوع غیبت وو او یوي میرمني یې مدیریت کاوہ.

ما هم پکښي برخه واخیسته او د الحجرات سورت یو آیت مې له ترجمي سره ولوست.
ګورم چې یو پښتون ځوان د الله ج او د ھغه د رسول علیه السلام توهین کوي او کفر وایې ،ډیر ناهیلی شوم تو په بحث کې مې د ګډون تقاضا وکړه ، وخت یې راکړ، دې بحث ته ۱۴۴ کسان په ژوندۍ بڼه غوږ‎ وو . ما ورته وویل:

ځوانه!حیران دې کړم . د الله نه و ویریږه!ځوک یی ځان را وپیژنه!
راته کړ‎ل یې: زہ تا پیژنم ( زما نوم یې واخیست) او که وخت راغی ځان به در وپیژنم.
ما وپوښتل : ته ولې کفر وایې؟ ایا ستا مور او پلار پوهبږي چې ته څه وایی؟!
ویل یې: زه د آزاد فکر خاوند یم او زما والدین زما د خبرو مسولیت نلري .
ما ویل چې لوستۍ ځوان ښکار، فکر کوم جمهوریت کې پاتي شوي یاست؟
ھغه ځواب راکړ‎:
ویاړ‎م چې دنده مې په امنیت شورا کې وه له هفه وخته چې اتمر یې ریس وو او تر هغه ورځي چې اشرف غنی په تیښته بریالۍ شو.
بس بیا مې حیرانتیا ختمه شوه.

یو څو کااه مخکې زما د یو ملګري زوی لندن کی راسره مخ شوی و، ما ویل څه کار کوی ویل یی کابل کی می وظیفه وه امنیت شورا کی خو استعفا می ورکړہ او بیرته لندن ته راستون شوم ترې می وپوښتل ولې یې دنده خوشې کړه؟

نو هغه راته په ډیر افسوس وویل:
کاکا جانه! عقیده ې په خطر کې وه
ما وپوښتل: دا څنګه ؟ هغه وویل هغه کسان چې زه یې له ډیري مودي راهیسي پیژنم او د یو مسلماني او مجاهدې کورنۍ سره تعلق لري هغوی ټول ملحدان شوي.
نو په دې ډاډه شوم چې د ملګري زوی راته ریښتیا ویلې وو امنیت شورا کې ملحدان برلاسي ول
ما ورته وویل.
ځوانه چا در سره دا ظلم کړی چې ته یې د الله ج سره دښمني پیل کړي ، آیا پوهیږی ستا عذاب اخرت کې ډیر درد ناک دی؟

هغه وویل: دا ستاسو ملایانو او طالبانو اعمالو ته چې ګورم نو دغسي شوم ، ما وپوښتل راځه له تهمت او غیبت به تیر سو او حقایقو ته به مخ کړو اوس ماته ووایه کوم عمل د ملا او طالب ناهیلي کړی یې ؟ خو ملحد په بحث کې دین ، کلتور او افغانیت هرڅه تر پښو لاندي کړل ، ما یې د هر سوال او نقد ځواب ډیر په سړه سینه ورکړ او ورته مې وویل:
په وطن کې سوله راغلي شریعت نافذ دی الحمدالله ، امنیت شته ، ظلم او ناروا نشته، له چا ویرہ نکیږي ، حق حقدار ته رسیږي ، عمومي عفوه اعلان شوي د قیصاری او نورو پهٔ شان ډیر سیاسیون په وطن کې د سکون شپي سبا کوي ، هر ولایت کې بیا رغاونې پروژي رواني دي او داسي ډیر مثبت مثالونه مې وړاندي کړل ، په ځواب کې یې راته وویل : علم صاحب تا ورڅخه فریښتې جوړي کړې ، خپل کلي کې څومره کورنیۍ پیژني چې قربانۍ یې ورکړ‎ي او اوس ور سره څه کیږي؟

هغوی اوس وچي ډوډی ته بیران دي.( ماته زمونږ د کلي هغه ځوانان مخي ته ودریدل چې څه موده مخکې یې راته زنګ وهلی وو او د ژوند حالت یې راسره شریک کړی وه چې اوس هم د تیر په شان قرباني شوي ) ستاسو دولت د خلکو پر دندو ګمارنې کې د انصاف تقاضا نه دہ پوره کړ‎ې ، خپل او خپلوان که مفسد هم وي دندي ورسپارئ. که حق ووایم ته ولې لندن کې ناست یې؟

زه لابې ځوابه شوم!!!
زما د خپل کورنی بندیان او شهیدان، بمبار شوي کورونه مې مخې ته ودریدل او د لایف څخه ووتم.

اوس نو مشرانو او مسئولینو ته وایم:
د خدای نه ویره وکړئ او د شهیدانو قربانیو ته وګورئ د غلامانو سره شراکتونه او خپلولۍ مه کوئ. ډیر مجاهدې پیغلې لرو او ډیر دسنګر یاران مو درپه در ګرځي، ھغوی ته یې مخکې له دې حق ورکړ‎ئ چې لاسونه یې بیا د الله عزوجل په دربار کې ستاسو گریوانونو ته در رسیږ‎ي!

عبیدالله علم
۲۰۲۴/۳/۲۹ روژی میاشت
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ. حضرت

وروره دا ملحد درواغ وائی ( الحاد ئي د وطن د ځوروونکی وضعیت انعکاس نه دی. پښتانه پرچمیان د حنیف اتمر په ګډون له اوله سره ملحدان او کمونسټان وه).
بله دا چی د الحاد منجلاب د ټولنی د بد اقتصادی وضعیت محصول نه دی بلکه نور لاملونه لری. تاسی وګورئ د سعودی د بومی اوسیدونکو اقتصادی وضعیت ډیر مناسب او مطلوب دئ خو ۲۰‍‍‍ سلنه وګړی ئې ملحدین دی او د آل سعود( آل یهود) د حکومت پایه په همدې ملحدونو پخه ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx