نظــر

د اوبو نړیواله روځ او د افغانستان د اوبو ستونځي

لیکوال: انجینر محمدربی آماج

په نړۍ کې هر کال د مارچ دوه ویشتمه نیته د اوبو د نړیوالې روځي پنامه نومول شویده چي هر کال د په نیویارک ښار کی د ملګرو ملتونو لخوا لمانځل کیږی او د همدی کنفرانس په ترځ کی په نړیواله کچه د اوبو اړوندی ستونځی په ګوته ، څیړل او ترځنګ یی د ضرورت په بنسټ نوی ستراتیژی او پالیسۍ د پلی کیدو په پار معرفی کیږی. د لسیزو راهیسی د اوبو مسله د نړی په دوامداره پرمختیایی موخوکی شامل کړل شویده. په همدی ترتیب سره د اوسنۍ نړۍ په ګوټ ګوټ کی د هیوادونوتر منځ وخت ناوخته د اوبو په سر ستونځي او ناندرۍ را پورته کیږی چې ډیره غوره بیلګه یی د اسراییلو لخوا د سوریی د ګولان د غونډیو نیول او پخپله خاوره پوری ضمیمه کول دی، همدا راز د هند او پاکستان او بیا د افغانستان او ګاونډیانو (ایران) تر منځ د اوبو اړوند لانجې او ستونځې زمونږ ټولو په مخ کی پرتی دی چی له دغی پورته بیلګو څخه د اوبو ارزښت له ورایه څرګندیږی. دلته دا سوال را ولاړیږی چی اوبه څه شۍ دی؟

د تخنیکی او ساینسی ځوابونو ور ایخوا اوبه هغه ماده او نعمت دۍ چي بیله هغو ژوند د ځمکې پر مخ نا ممکن دۍ ! په کايناتو کې د ټولو پراخه څیړنو سره تر اوسه د کايناتو فزیکپوهان (استرو فیزیست) پدی ندی توانیدلی چې د لمریز نظام او تر هغی ورایخوا نورو ستورو کی د مایع اوبو څرک ولګوی!. کومی څیړنی چي په مریخ (د خمکې څخه ۳۲۰ میلیونه کیلومتره لیری) اود زموږ د ځمکی پرسپوږمۍ (د ځمکي نه ۳۸۴۰۰۰ کیلومتره لیری) باندې تر سره شویدی دلته د مایع او روانو اوبو څرک ندۍ لګیدلۍ. بنا پر دي سره تر اوسه پوری زموږ کور (ځمکه) یوازینۍ سیاره ده چی روانی او مایع اوبه لری او ژوند هم دلته وجود لری. د ساینسی څیړنو پر بنسټ د ژوند اصلی عنصر (عضوی ماده) یانی امینو اسید او البومین هم په اوبو کی جوړ شویدۍ .

پهمدی توګه د ځمکی د مخ (۵۱۰.۱  میلیونه کیلومتر مربع) مساحت څخه یی ۳۶۱.۲ میلیون کیلومتر مربع(۷۱٪) مساحت اوبو او پاتې ۱۴۸.۹ میلیون کیلومتر مربع (۲۹٪) وچه ده

دلته يوه بله په زړه پوری خبره دغه هم ده چې په قرآنشریف ګی د وچی یادون ۱۳ځله ۲۹٪ او د اوبو یادونه یا ذکر ۳۲ ځله ۷۱٪ راغلۍ دۍ چی دلته ساینس او قرآنشریف ډیره ورته سلنه وړاندی کوی دغه بیا د قرآنشریف د ستاتیستکی ارزونو پایله ده.

دلته د دغی خبری یادون اړین بریښې چی د نړۍ اوبه دوه رنګه دی : خوږی اوبه او د سمندرونو اوبه چی ډیری زیاتی مالګینی او ترخې دی چی د خوراک، څښاک او کرهڼی لپاره هیڅ وړ ندی. او همدا ترخي یا مالګینې اوبه د ځمکی د کری ۹۷٪ جوړوی، خوږی اوبه یوازی دځمکمی د کری ۳٪ تشکیلوی.

لاندی شکل (د ځمکی د اوبو ویش)

د دی پورته جدول تشریح دارنګه ده: کیڼ اړخ ته زرغون مکعب دځمکی پر مخ ټولی موجودی اوبه (۹۷٪ سلنه یی مالګینې او یوازی ۳٪ سلنه یی خوږی اوبه دی) ښيي، دوهم نخودی او نصواری رنګه مکعب دخوږو اوبو تشریح چی ځمکی د کری د ټولو اوبو یوازی ۳٪ سلنه جوړوی او د همدی ۳٪ اوبو ۶۸.۷٪ په یخچالونو او د غرونو په یخ شوی واوری کی دی او ۳۰.۱٪ یی تر ځمکی لاندی اوبه او ۰.۹٪ یی نوری اوبه دی،  او بیا د دغه ۰.۹٪ سطحی اوبو ۸۷٪ په جهیلونو کی ،۱۱٪ یی په جبه زار کی او ۲٪ یی په سیندونو کی بهیږی.

د اوبو هایدروجیولوجیکی ځانګړني

1-          د اوبو دوران: دا هغه لړۍ ده چی اوبه د سمندر له سطحی څخه د بخار په بڼه پورته کیږی او د هوا د جریان پوسیله په وچه باندی د باران، واوری،ږلۍ او پرخې په بڼه را لویږی او دځمکی په سطح باندی د یخچالونو،واوری او روانو په توګه ظاهریږی.چی خوږی اوبه معمولا د همدی سیکل یا د اوبو د همدی دوران په نتیجه کی منځته راځی.

2-          دخمکی سطحی یا روانی اوبه : دا هغه اوبه دۍ چی د ځمکی پر مخ ولاړی یا هم روانی وی لکه سیندونه او جهیلونه.

3-          تر ځمکی لاندی اوبه: د خوږو اوبو مهمه سرچینه همدا اوبه دی چی د ځمکی د رسوبی پوړ (طبقی) په خالیګا وو کې ځای پځای شویدی او د ځمکی د سطحی اوبو څخه تغذیه کیږی. د نوموړیو اوبو ژوروالۍ بیاد ځمکي له سطحی څخه شروع  او تر ۹۰۰۰مترو ژوروالی پوری رسیږی (سرچینه د امریکا د جیولوجیکی سروی اداره (USGS) او د رسوبی طبقی په پنډوالی (ضخامت) پوری اړه لری.

4-          تر سیندونو لاندی روانی اوبه: دا اوبه هم دځمکی لاندی اوبو یو بل ډول دۍ دسیندونو د مسير په اوږدو کی تر سیند لاندی نوری اوبه هم روانی وی.

5-           ایساری اوبه : دا د اوبویو بل ډول دۍ چی د ځمکی د جیولوجیکی جوړښت په مهال د ځمکی ډبرین پیړ( لیتوسفیر طبقی) په منځ کی د عدسیو په بڼه ایساری شویدی او د ځمکی د سطحی اوبواو هوایی رسوباتوسره هیڅ مخامخ اړیکه نلری، دغه رنګه اوبه د تکنالوژی په مرسته (جیوفزیکی څیړنی، د سټیلایټ یا سپوږمکیوهوایی عکسونو) پوسیله تشخیص او بیا د برمه کارۍ پوسیله را ایستل کیږی.

په هیواد کی د اوبو ستونځی او اغیز یی

د څو پر له پسي طبعی وچکالۍ (تکراری النینو)، د خلکو لخوا د اوبو بیدریغه استعمال او پدی ډګر کی د لمریزی انرژۍ کارول ، نړیواله تودوخه اوپه هیواد کی دقانون نه پلی کیدل د وچکالۍ کچه د نه راګرځیدونکی ناورین حالت ته رسولی ده.چی اوس یی اغیز ډیر څرګند دۍ .او هغه پدی ډول : د اورښت په کچه کی غیر طبعی بدلون لکه د سړو سیمو په ژمی کی دباران اوریدل، د ډیرو خطرناکو سیلاوونو راوتل، د ځمکی د کرهڼیز پوښ وچوالۍ، د کرهڼي او څاروی پاللو محصولاتو کمیدل ، په ځمکه کی د درزونو او چاودو را ښکاره کیدل او په ښاری سیمو کی د خامو او نیمه پخو ودانیو په دیوالونو کی چاکونه(درزونو) راتلل … او نور.

د دی پورته پيښو میخانیکیت

        د اوبو د جیولوجی (هایدروجیولوجی) د اصولو په بنسټ تر ځمکی لاندی اوبه د رسوبی طبقو په سوریو(خالیګا/ مسامونو pores) کی ځای پځای وی او بیا پهمدی سوریو کی د ځمکی د جاذبی قوی تر اغیز لاندی حرکت هم کوی. د همدی اوبو تغذیه بیا د هوایی ترسوباتو (واوره،باران،ږلۍ او پرخې ) په بڼه چی د ځمکی پر مخ را اوری او بیا یی یوه برخه په ځمکه کی جذب اود پورته ذکر شوی رسوبی پوړ خالیګاوی یا مسامونه بیرته ډکوی.

        د همدی هوایی ترسوباتوبله برخه د ځمکی پر مخ بهیږی سیندونه، جهیلونه او جبه زاری جوړوی چی د همدی اوبو یوه برخه بیرته په هوا کی بخار کیږی.

        همدا راز کرهڼیزی ځمکی او پځانګړی توګه ځنګلونه په زیاته کچه اوبه هوا ته تبخیرکوی همدا لامل دۍ چی په ځنګلی سیمو باندی باران زیات اوری، او لدی ځایه د ځنګلونو ارزښت د چاپیریال په ساتنه کی له ورایه څرګند دۍ.

د اوبو جذب په ځمکه کی د لاندی لاملونه سره مخامخ اړیکه لری.

الف: دځمکی پر سطح د اوبو حرکت چی هر څومره ګړندۍ وی په هماغه اندازه یی په ځمکه کی جذب کمیږی، او کچیری یی حرکت ورو وی نو بیا یی جذب ډیر وی او په هماغه سیمه کی د ځمکی د مخ لندبل ډیر وی.

ب: کچیری د ځمکی پر مخ خاوره ډیره وی په هماغه کچه د اوبو جذب هم ډیر وی اوکه د ځمکی سطحه ډبرینه وی نو د اوبوحرکت ګړندۍ او جذب یی ډیر کم وی.

پ: کچیری د ځمکی په مخ نباتی پوښ یا هم ځنګل وی هلته بیا د ځمکی پر مخ داوبو حرکت ورو او جدب یی ډیر وی .

په هیواد کی د وچکالۍ او اوبو د کمښت اغیز په دوو برخو کی ارزول کیدۍ شی.

1-                   په ښاری سیمو کی : په ښاری سیمو کی د نفوسو د تراکم پوجه او د اوبو د رسونی منظم سیستم د نشتوالی په توسن نیږدی ټول د ښار اوسیدونکی د ښار د تر ځمکی لاندی اوبو په زیرمو باندی ګذاره کوی چي په پایله کی یی د تر ځمکی لاندی اوبو په زیرمو باندی بی حده زیات فشار دۍ ، د بیلګې په توګه د کابل ښار د نړیوال نفوس د اداری لخوا په ۲۰۲۳ کال کی د نوموړی ښار آبادی ۶،۷۶۰۵۰۰ اټکل شوی ده او همدا خلک بیا په ۱۰۲۳ کیلو متر مربع مساحت باندی میشت دی چی په منځنی توګه په هر کیلومتر مربع ساحه باندی ۶۶۰۸ کسان اوسیږی         https://worldpopulationreview.com/world-cities/kabul-

اوس نو کچیری په اوسط ډول یو کس د روځي ۵۰ لیتره اوبه مصرف کړی نو په یوه روځ کی ۳۳۸۰۲۵۰۰۰ لیتره یا ۳۳۸۰۲۵ متر مکعبه اوبه مصرف کیږی او بیا هم د اټکل له مخی د دی پورته اوبو ممکن ۱۰٪ د بیرون (د اوبو رسونې ښاری شبکه) څخه تهیه او باقی ۹۰٪ د ځمکی لاندی زیرمو څخه را ایستل کیږی. چي په دغو زیرمو باندی ډیر زیات فشار دۍ ، له بلی خوا د همدی کابل ښاریانو بدمرغی دا ده چی د همدی ځمکی لاندی اوبو د زیرمو د بیرته رغولو یا ډکیدلوهیڅ لپاره هیڅ بدیل او تدبیرنشته ، او هغه پدی خاطر: دکابل ښار د ځمکی لاندی اوبو د تغذیی سرچینی چی همدا د ښار غرونه دی چی بیا د خلکو لخوا قبضه او په کورونو بدل شوی کوم چی د هوایی ترسباتو د جذب مخه یی نیولې ده، او له بده مرغه د ژوند د چاپیریال اداری ناسوبتیا اوقانون د نه پلی کیدو له امله د کورونو د مخی شنې پټۍ (معمولا ۳ متره عرض لری) بیخی دود ندی. اوهغه د باران او واوری اوبه د لښتیو له لاری په دیری چټکتیا له سیمی وځی او هیڅ جذب نلری، پهمدی ترتیب سره د ښار هواری ځمکی کومی چی هلته د ښآر د خمکی لاندې اوبو زیرمی شتون لری د سرکونو د اسفالت ، د کوڅو او لښتیو کانکریټ او د شنې پټۍ نه شتون له کبله دلته هم د اوبو د جذب صفر ته نیږدی کړیدۍ.

د یادولو وړه ده چی د کابل ښار د جیولوجیکی جوړښت (سترکچر) له اړخه په دریو پشقاب رنګه برخو (غربی حوزه د باغ بالا،پغمان، کمپنۍ، دشت برچی، دارلامان ،چهلستون تر ګذرګاه پوری) شمالی حوزه (د باغ بالا شمالی لورۍ بادام باغ،خیر خانه، د شرق په لوری تر حربی پوهنتون پوری) او د لوګر د سیند حوزه تر ارزان قیمت پوری ). د دغو دریو حوزو تر ځمکی لاندی اوبه د ښآر د اوسیدونکو تر ۹۰٪ زیاته اړتیا پوره کوی چی تر ډیر سخت فشار لاندی دی.

له بلی خوا همدا دځمکی لاندی اوبو کچه په ډیره چټکتیا سره لویږی پځانګړی توګه د دغو پرلپسی وچکالیو په توسن. د بیلګی په ډول هوایی ‌ډګر ته څیرمه منطقه کي د اوبو خط په کال کی تر لسو مترو زیات لویدلۍ دۍ. همدا راز شاوخوا د کابل ښارترځمکی لاندی اوبو د زیرمو هیڅ تخنکی سروی وجودنلری لکه د رسوبی طبقی ضخامت او تخلخل یی.

پهمدی توګه سره د ښار تر ځمکی لاندې اوبو د چټلۍ ستونځه هیڅ دولت هم تر لاس لاندی نده نیولي. د لومړی ځل لپاره په ۱۹۸۷ زیږدیز کال کی د کابل ښار جیولوجیکی- جیوفزیکی څیرنه یا سروی تر سره شوه چي پایله کی یی د کابل ښار تکتونیکی جوړښت، د اوبود چټلۍ اړونده څیړنه (د چټلۍ ژوروالۍ، نوعیت او سر چینه یی) ، په اوبوکی د حل شویو مالګو کچه چی د زنګ وهلو سره اړیکه لری او په اوبو رسولو(آبرسانۍ) کی په نظر کی نیول کیږی او د غرونو د ډبرو رادیو اکتیف فعالیت وڅیړل شول او پایلی یی د هماغه وخت د ښاروالۍ سره شریکی شوی.

دهماغه سروی دا یو ټکۍ د اوس لپاره څیړو: دهمدي سروی د موندنو پر بنسټ هغه مهال د کابل ښار د ځمکی لاندی اوبو د چټلۍ عمق تراوو(۷) مترو پوری رسیدو(یوه درجه یی تودوخه لوړه شوی وه او باکتریالوژیکی او کیمیاوی بدلون پکی راغلۍ وو، سرچینه یی هم د حمامونو او غیرسیپتیک ټانکیو کومی چی سیپتیک شوی نه وو او انسانی مدفوعات یی مخامخ په ځمکه کی جذب کیدل په ګوته شوی وی، بیا وروسته په ۲۰۰۶زیږدیز کال د ډاکار( DAACAR  ) موسسی په مرسته د پلچرخی په سیمه کی بله جیوفزیکی څیړنه تر سره شوه چی په پایله کی یی هلته د اوبو دچټلۍ عمق تر ۲۷ مترو ښوولۍ وو. او بیا پدی برخه کی اصلا هیڅ کار ندۍ شوی. او د همدی ناکارۍ بیه بیا دکابل ښآریان د روغتیایی ستونځو (ناروغیو) په بڼه پری کوی .

د روغتیا ، اوبو او حفظ الصحی پوهان پدی اند دی چی ۷۶ ناروغۍ د اوبو پوسیله انتقالیږی.

لکه ایچ پایلوری،د ګیډې ناروغۍ، تور زیړۍ (هیپاټایټ بی)، سلمانیلا یا محرقه او داسی  نور. ( آیت شریف: ولا تلقو بی ایدیکم الی التهلکه.ص .ژباړه : خپل ځانونه پخپل لاس په هلاکت ګاه کی مه غورځوۍ.

دغه نیمګړی مالومات یوازی د کابل تر ښار پوری محدود دی او د هیواد نور ستر او ګڼ میشتی ښارونه لکه کندهار، هرات،مزار، کندز، جلال آباد او داسی نور ممکن تر کابل هم زیاتی ستونځي ولری مګرڅرنګه چی هلته مسلکی او علمی سروی ګاني ندی تر سره شوی نو د ژوند چاپیریال ته چی هلته انسانانو (ښاریانو) کوم زیان رسولۍ دۍ کچه یی نشی اټکل کیدۍ. انسان د طبعت دوښمن دۍ.

 Panj River, Afghanistan

2-                   د اوبو حالت په کلیوالي سیمو کي: افغانستان یو وروسته پآتی او غرنۍ هیواد دۍ چی اقتصاد یی تر ډیری کچي په کرهڼه او څاروی پاللو ولاړ دۍ. د تیرو شلو کالو په اوږدو کی په هیواد کی دوو سکتورونو (د ښارونو پراختیا او په کلیوالی سیمو تر یوی اندازی کرهڼه او پدی برخه کی بیا د لمریزی انرژۍ کارول) یو څه پرمختګ ګڼل کیږی. چي همدی تکنالوژیکی آسانتیاوو بیا دلته د چاپیریال ناورین رامنځته کړیدۍ.

له بلی خوا افغانستان په وچه کی ایسار او غرنۍ ملک دۍ چی د هیواد نیږدی ۸۰٪ سلنه ځمکه غرونو نیولې ده ، د غرونو موقیعت یی داسی دۍ چی لوړه څوکه یی په شمالشرق هندوکش (نوشاخ دسمندر له سطحی۷۴۹۲ متره) او ټیټي سیمی یی په شمال (آمو سیند د قلعه زال منطقه۴۳۲ متره، غرب – جنوب غرب ۵۰۰ متره او شرق ۶۰۰ متره) دي ، د دی مانا دا شوه چی د افغانستان اوبه ډیري په چټکۍ د هیواد له جغرافیی بیرون ته درومی. زیاتره غرونه یی ډبرین او توند دیچی د سیندونو د مسیر یا لاري په اوږدو کي د اوبو جذب ډیر کم وی د یوی آټکلی څیړنی له مخی افغانستان د کال په منځنۍ کچه ۷۵ میلیارد متر مکعب روانی اوبه لری او له هغی جملی څخه یی ۵۷ میلیار متر مکعب اوبه بیله ګټی اخیستنی له هیواده بیرون وځی.

لکه مخکی چی ویل شویدی د افغانستان د کلیوالی چاپیریال لپاره دوه خطرونه وجود لری یو یی طبعی ناورین (تکراری وچکالۍ یا ال نینو/لانینا په بڼه او نړیواله تودوخه ) او بل یی انسانی یا تخنیکی ناورین دۍ .

ال نینو: یوهسپانوی لغت دۍ او مانا یی په نړی کی د اوبو او هوا څرخ (اقلیمی) ګردش دۍ چی په نړیواله د ۲ـ۷ کالونو په موده کی په نړۍ یوځای منځه راځی چی پایله یی په هغه سیمه کی وچکالی،سیلابونه او توپانونه وی. ال نینو په آرام سمندر کی ځمکی لاندی انرژۍ د آزادیدو په توسن د سمندر دو ابو تودوخه یوه درجه زیاتیږی او د همدی تودوخي پر بنسټ بیا د هوا جریان د وچی لخوا څخه د سمندر لوری ته وی او هغه بارانونه، واوری چی باید په وچه اوریدلی وۍ هغه بیرته په سنمدر اوریږی. دغه طبعی پیښه په افغانستان کی له ۱۹۹۴ څځه تر ۲۰۲۴ دوه ځلی تکرار شویده. چی د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتی په اورښت سره داسی ښکاری چی اغیز یی مخ په ختمیدو دۍ.

لا نینا: تقریبا د ال نینو غوندی عمل کوی مګر په سرچپه بڼه په آرام سمندرکی د حرارت د درجی د تغیرپوجه منځته راخی اود نوموړی پیښی لړی بیا د لمرپه حرکت پوری اړه لری چی پایله یی د افغانستان او ایران لپاره بیا هم اوږد مهاله وچکالی ده. د افغانستان او ایران د وچکالۍ لپاره یو بل لامل هم په منځنی ختیځ کی د ځمکی او هوا ګرمیدل دی.

 د طبعی ناورین وړاند ویینه او مخنیوۍ تر اوسه ناممکن ښکاری اوچاره یی یوازی د وریځو په لوشلو کی خلاصه کیدای شی.

-بل د انسان په لاس جوړ شوۍ ناورین چی زموږ د بحث موضوع جوړوی دغه نوموړی ناورین موږ داسی ارزولۍ شو:

– د لمریزی انرژۍ په کارولو سره د اوبو بی کچی را ایستل: دلته ددی خبری یادون اړین دۍ چی تر ځمکی لاندی اوبه هیڅوخت شخصی ملکیت نشی ګڼل کیدۍ او ټول پکښي مساوی ونډه او حق لری دا پدی دلیل: تر ځمکی لاندی اوبه حرکت لری او کچیری یو څوک پخپله ځمکه کی ژور څاه وکیندی نو د نورو ګاونډیانو د اوبو حق غصب کوی. او په شاوخوا کی د محلی او مصنوعی وچکالۍ لامل کیږی ، دا رنګه د وچکالۍ بڼه د ژورو څاګانو د شاوخوا څخه د قیف په بڼه شروع کیږی او څومره چی په ژورڅا کی د اوبو کچه ښکته درومی هغومره یی د ديبریسیونی قیف شعاع پراخیږی چی په همدی محل کی د وچکالۍ د پراخوالی مانا ورکوی. اوس نو کچیری کوم څوک د ښار څخه دباندی کلیو او بانډو ته لاړشی او یا خو هم د کابل – کندهار په لویه لار سفر وکړی نو به ووینی په هر۱۰۰-۲۰۰متره واټن کی به د تورو لمریزی بریښنا زیږوونکی تختو ځنګل ووینی او یو ډنډ به ورته جوړ ویی او ټوله روځ به اوبه د خمکی څخه راوځی، دلته هر څوک د خپل مالی توان په اندازه په لمریزی انرژۍ څرخیدونکی واټرپمپونه (د یوه انچ څخه تر ۱۰ انچ پوری) کاروی، اوس نو که اوسط کچه ۵ انجه په نظر کی ونیول شی نو په یوه ساعت کی به ۱۵مترمکعب اوبه راوباسی او په لسو ساعتو کی به ۱۵۰ مترمکعبه شی . د مصنوعی وچکالۍ اصلی لامل دغه دۍ .

مهم یادون: د هایدروجیولوجی د اصولو پر بنسټ کله چی د ځمکی د رسوبی طبقی څخه اوبه راووزی او هلته هغه خالیګاوی چی اوبه پکښی وې هغه بیا کمپریس (کیمڼدل) کیږی او دغه بیا بیرته نه رغیږی یانی کچیری بیا همدی طبقی ته اوبه ورشی په هماغه اندازه اوبه نشی خوندی کولۍ یا پر بل عبارت د اوبو د خوندی کولو ظرفیت یی کمیږی. دغه خبره په ښاری او هم په کلیوالی چاپیریال کی یوشان ده. کچیری څوک د ایران اسلامی جمهوریت د دخامو تیلو د سیمو انځورونه وګوری چی هلته ځمکه دومره وچی شوی چی لوی درځونه او ژوری چاودی لری او دباران یا احتمالا واوری د اوبو اغیز د ځمکی پرمخ هیڅ نه ښکاری، علت یی همدا دی چی هلته د خامو تیلو له څاګانو نه خام تیل او ګاز را وباسی او په بدل کی یی په ځمکه کی چی کومه تشه لدی وجی راځی له اوبوڅخه نه ډکوی چی معمولا باید هلته اوبه ور پمپ شی. او د تیلو د پلور نیږدی تر ۲۵٪ پوری عاید بیرته د همدی ځمکی په بیا رغونه (اوبه پمپ کول) باندی مصرف کیږی.

بل عمیزه دغه ده چی ډیرو زیاتو خلکو اوس دبهیدونکواو یاهم موسمی سیندونو د تغذیی (catchment ) په ساحه یا سرچینو کی ژورڅاګان وهلی دی. ( انسان د چاپیریال دوښمن دۍ).  نوموړی څاګان په هماغه سرچینه کی د سیند اوبه وچوی اود سیند د اوبو د کموالی لامل ګرځی.

دریم یی دا چی د آبادۍ په زیاتیدو سره په غرونو او دښتو کی شنی ونې او بوټی د انسانانو پوسیله له منخه وړل کیږی او د انسانانو دهمدی کړنی تاوان بیا د طبعت د قهر (خطرناک سیلاوونه او د خاوری د ورکیدو) په بڼه را څرګندیږی.

پدي وروستیو کالونو کی هیواد او سیمه د ورانوونکو سیلاوونو شاهد وو (تیر کال د پاکستان دریمه حیصه خاوره سیلاوونو لاندی کړه ).

نو څه کول په کار دی؟! دغه ډیر اوږد بحث غواړی خو دلته به ډیر لنډ ولیکو چی:

-حکومت لومړۍ درجه مسولیت لری چی د چاپیریال د ناورین مخه ونیسی، اړوندی اداری فعالی، اوږد مهاله ستراتیژی،پلان او پالیسی جوړ او پلی کړی .قانون پلی کوونکی اداری په دی باره وګوماری.

دغه پورته موارد په لاندی اړخونو باندی تمرکز وکړی:

1-       دژورو څاګانو مخه باید ونیول شی او هر چاته یی اندازه او کچه تعین شی او پدی ساحه کی د خپلسرۍ مخنیوۍ وشی. اوپدی ډګر کی د نورو بریالیو هیوادو پالیسی تعقیب شی د بیلګی په توګه د امریکا متحده ایالاتو د ځمکی لاندی اوبه تر ۴۰۰ مترو ژوروالی پوری حکومتی ملکیت ګرځولۍ دۍ او پدی کی هیچا ته د مداخلی حق نه ورکوی.

2-       د ښارونو څخه د اوبو د تصفیی (معدنی اوبو) فابریکی او دی ورته نوری فابریکی چی د ښارونو د ځمکی لاندی اوبه را باسی وتړی او د ښارونو څخه بهر ته یی ولیږدوی.

3-       دسیندونو د تغذیی (catchment ) په ساحه کی د خاوری د طبقی د ساتنی په پار د ځنګلونو ایجادول، او په نور ځایونو د خاوری ساتل د شینیلیو د ساتنی له لاری لکه څړځایونه او طبعی ځنګلونه.

4-       په غرونو او غونډیو کی دهغو میوه لرونکو اوغیر میوه لرونکو ونو کینول چی د هغی ځای له چاپیریال سره تطابق ولری.

5-       د کرهڼي، باغدارۍ او ځمکو اصلاحات اود داسی تخمونو رواجول چی لږ اوبه وغواړی.

6-       په غرونو او موسمی سیندونو کی د چک ډم (  check dam  )او ( Reservoir ) جوړول چی د ژمی د واورو او موسمی سیلابونو اوبه ذخیره کوی او د ځمکی لاندی اوبوذخیری ژوندۍ کوی.

7-       په ښارونو کی د تجارتی اوبو د څاګانو تړل.

8-       په ښارونو کی د کورونو د سیپتیک ټانکیو معاینه او سرغړونکو کورونو ته د سیپتیک ټانک تړل او جرمانه.

9-       د تولنیز شعور بیدارول (کلو واشربو ولا تسرفو،.او دا چی اوبه ټولنیز ملکیت دی او څوک حق نلری چی ککړی یی کړی او یا یی له نورو غصب کړی).

په درنښت   

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx