شعـــــرونه

ټکي په ټکي

راشه ته مې شه جانان ټکي په ټکي
در قربان به کړمه ځان ټکي په ټکي

د یوسف قیصه مې ټوله ده لوستلې
بې وفا یې شول دوستان ټکې په ټکي

جوړولو ته یې ټولو لاس یو کــړی
جوړوي افغانستان ټکي په ټکــــي

بغاوت کــې چا بری مــوندلی نه دی
په کښې وبه کړي تاوان ټکي په ټکي

د اخــلاقو نمونه ده په جهـان کې
ما لوستلی دی جانان ټکي په ټکي

د رحمت تاج به یې څنګه پر سر نه وي
چا یاد کړی چې قرآن ټکــي په ټکي

د ژوند ټوله سرمایه یې ترې قربان کړه
ترې قربان شول فدایان ټکـي په ټکــي

د مفتون غریب دُعا کړې خدای قبوله
خدایه وبخښې یاران ټکــي په ټکــي

ارسلا مفتون/ ابرار بهیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx