ټولنیزه برخه

په مزارشریف کې د حضرت علي(کرم الله وجهه) مقبره حقیقت دی، که روایت؟

لیکنه او څېړنه: ذبیح الله نوراني

د اسلام د څلورم خلیفه امیرالمؤمنین حضرت علي(کرم الله وجهه) ته په بلخ کې د منسوب زیارت په اړه ډول، ډول اقوال او روایات موجود دي، ډېر خلک په دې باور دي، چې د حضرت علي(کرم الله وجهه ) زیارت په بلخ کې هېڅ وجود نه لري او هغه تر شهادت وروسته د عراق په نجف کې په مخفیانه توګه خښ شوی دی، یو شمېر بیا په دې باور دي، چې د حضرت علی( کرم الله وجهه) زیارت په بلخ کې موجود دی او بلخ ته د انتقال اسناد او شواهد یې پر حقیقت ولاړ دي.

دا چې په حقیقت کې د نوموړي زیارت دلته موجود دی که نه؟ که موجود دی، د کومو اسنادو او شواهدو پر بنا موجود دی؟ د روضې شریفې د جوړېدو بنسټ کله اېښودل شوی او د چا لخوا او په کومو وختونو کې جوړه شوې او تکمیل شوې، معلومات یې ستاسو په وړاندې په ترتيب سره شریکوو او قضاوت هم تاسو ته پرېږدو.

د حضرت علي (کرم الله وجهه) لنډه پېژندنه:
د اسلام څلورم خلیفه امیرالمؤمنین حضرت علي(کرم الله وجهه) د عام الفیل یا د فیل واقعې په دېرشم کال، د رجب المرجب میاشتې په ١٣مه نیټه، د جمعې په ورځ، چې له ٦٠٠ زېږدیز کال سره سمون خوري، په مکه مکرمه کې زېږېدلی دی، پلار یې “ابو طالب بن عبدالمطلب بن مناف” د رسول الله ‌(صلی الله علیه وسلم) اکا\ تره و، او مور يې بي بي فاطمه نومېده، چې د اسد بن هاشم لور وه.

حضرت علي(کرم الله وجهه) د حیدر، اسدالله، شېرخدا، مرتضی، صفدر، سخي، شاه مردان، شاه ولايت، شاه اولياء، نومونو او لقبونو یاد شوی دی. د ابوالحسن او ابو تراب په کنیه نومونو یې هم يادونه شوې ده.

کله چې عبدالمطلب وفات شو او رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) لا ماشوم وو، د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سرپرستې د حضرت علي(کرم الله وجهه) پلار ابو طالب په غاړه واخيسته، حضرت علی(کرم‌الله وجهه) شپږ کلن و، چې په مکه مکرمه باندې قحطي او وچکالي راغله، بیا د دې لپاره چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د ابو طالب له کورنۍ سره مرسته کړې وي؛ حضرت علی(کرم‌الله وجهه) يې دوه کاله له ځان سره په خپل کفالت او روزنه کې وساته.

کله چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم) په نبوت مبعوث شو حضرت علي(کرم الله وجهه) د لس کلنۍ په عمر اسلام قبول کړ، چې په دې سره نو حضرت علي(کرم‌الله وجهه) په ماشومانو کې لومړنی مسلمان شو، چې په حضرت محمّد(صلی الله علیه وسلم) يې ايمان راوړ.

تاریخ لیکونکي د حضرت علي(رض)‎‎ د هغه وخت په عمر کې د نظر اختلاف لري د ابن اسحاق په قول، چې معقول او د باور وړ شخص و، همدا راز نوموړی شخص د لومړنیو پېړیو د مؤرخینو، غازیانو په تاریخ لیکنه او سیرت کې له باوري او اعتباري شخصیتونو څخه بلل کېده نوموړی په هغه وخت کې د علي رض عمر لس کاله بولي.

حضرت علي(کرم الله وجه) سره له دې چې د رسول اکرم‌(صلی الله علیه وسلم) د تره زوی و؛ د زوم والۍ مرتبه یې هم په برخه شوه او د رسول اکرم‌(صلی الله علیه وسلم) په غېږ کې ستر شو او د اسلام د ستر پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) نسل له ده څخه تر نن ورځې په یادګار پاتې دی.

له حضرت علي(کرم الله وجهه) سره د بیعت پیل:
د پنځه دېرشمې سپوږمیزې پېړۍ د ذوالحجې په ۲۴مه د پنجشنې په ورځ « اشتر نخعي» لومړنی کس و چې له علي( کرم الله وجهه) سره یې بیعت وکړ، تر هغه وروسته د ذوالحجې په ۲۵مه د پنجشنبې په ورځ، د عثمان (رض) تر شهادت یوه اونۍ وروسته د رسول اکرم‌( صلی الله علیه وسلم) د قبر تر څنګ په نبوي مسجد کې علنی او حضوري بیعت پیل شو. په دې اړه نور قولونه هم شته؛ خو موږ دا قول د اسلام د ستر مؤرخ او مفسر علامه ابن کثیر څخه، چې د شهرت بیان ته یې اړتیا نشته؛ نقل کړی دی.«د البدایه و النهایة ابن کثیر، ۷ټوک، ۲۲۷مخ».

د حضرت علي کرم الله وجهه د رحلت او شهادت پېښه:
د نوموړي د خلافت په دوره کې د خوارجو یوه ډله د دغه برحق امام(کرم الله وجهه) پر وړاندې را پیدا شوه او ډېرې لانجې یې ورته جوړې کړې تر دې چې د جمعې په سهار، د ۴۰مې سپوږمیزې پېړۍ د روژې په ۱۷مه نېټه د عبدالرحمان بن عمرو مرادي حمیري لخوا، چې په ابن ملجم یې شهرت درلود، د سهار لمانځه د آذان پر وخت په کوفه کې د ۶۳ کلونو په عمر کښي په شهادت ورسېد.

علي ( کرم الله وجهه) څلور کاله او نه میاشتې د اسلامي نړۍ د خلیفه په توګه اسلامي نړۍ روښانه وساتله او تر هغه وروسته د الله ( جل جلاله) حضور ته ور ستون شو. جنازه یې د امام حسن (رضی الله عنه) په امامت سره اداء شوه او کوفې ته په کابو ۱۲کیلومټري نجف کې، خاورو ته وسپارل شو. یو شمېر مؤرخینو چې مطلقاً کوفه یاده کړې، هدف یې د کوفې اړوند «نجف» دی.

د سیوطي خلفاوو ژباړې “سراج التواریخ” ۱۷۳مخ کې له ابوبکر عیاش څخه دا مطلب نقل کړی دی او عین دغه قول، په “روضةالصَّفاء” ۲۹۲مخ او “جامع التواریخ” ۱۴۱مخ او ځینو نورو منابعو کې هم موجود دی.

د جنازې او تدفین د اختفاء لامل:
د دغه اختفاء یا پټ خښولو علت داسې بیانوي: هسې نه چې یوه ورځ د خوارجو طائفه او د بني امیة بدبختان تر موندلو او را ایستلو وروسته، د ده د پاک جسد بې حرمتي وکړي.

په ۱۲۹سپوږمیز کال ابومسلم خراسانی، چې د بني هاشمو له دعوتګرو څخه بلل کېدو او د امویانو پر وړاندې یې قیام وکړ، خو په ښکاره یې د «امام ابراهیم عباسي»؛ چې له ساداتو څخه و، د زړه له تله یې د «سادات حسیني» په نفع کافي فعالیت کاوه او فوق العاده تشکیلات یې درلودل؛ امام جعفر صادق ته یې لیک واستاوه ( که امام د خلافت څوکۍ ته لېوالتیا لري، زه «ابومسلم» حاضر یم چې د خلافت لپاره د رأیو راټولولو لپاره هر راز خدمت او سرښیندنه وکړم).

بلخ ته یې د جسد انتقال:
امام جعفر صادق(رضی الله عنه) په ځواب کې ورته ولیکل: (ابو مسلم ته ووایه، که چېرې زما کورنۍ ته خدمت کول غواړې؛ نو زه د خلافت اراده نلرم، په بدل کې دې زما غور نیکه «علي کرم الله وجهه»، چې د خوارجو له وېرې په مخفیانه توګه په نجف کې دفن شوی دی، بلخ ښار ته انتقال کړي، کله چې د زمان او مکان زمینه سازي وشوه، بېرته به یې راوړو او په مدینه منوره کې به یې دفن کړو). ابو مسلم د امام جعفر صادق دغه وړاندیز قبول کړ، د حضرت علي(کرم الله وجهه) جسد یې له نجف څخه نقل او د اوسني مزارشریف ښار خیران پښتې «تل خیران» په ساحه کې دفن کړ.

کله چې ابو مسلم خراساني د ۱۳۷سپوږمیز کال د شعبان په ۲۵مه د چهارشنبې په ورځ، د عباسیانو دوهم خلیفه ابوجعفر دوانقي لخوا د ۳۷کلونو په عمر ووژل شو، د «تل خیران» پېښه او واقعه ګمنامه او چُپ پاتې شوه، تر هغې چې د «معزالدین ابوالحارث سلطان سنجر بن ملکشاه سلجوقي» د پادشاهۍ په شپاړسم کال، د مروې په ښار کې، چې د ابو مسلم خراساني په وخت کې هم د نوموړي اداري مرکز او کاري دفتر و، د ابو مسلم خراساني په واسطه، د حضرت علي (کرم الله وجهه) د جسد د انتقال په اړه مطالب کشف شول، سلطان سنجر دغه واقعه «امیر قماچ» ته، چې د ده لخوا د بلخ والي ټاکل شوی و، د یوه لیک په واسطه واستوله.

داسې ویل شوي، چې امیر قماچ ته د دغه لیک د رسېدو سره سم، ۴۰۰ تنه مخور او سیدان هم حضرت علي(کرم الله وجهه) په خوب ویني، چې د «تل خیران» یا خیران په پښته د مقبرې له نه ښکاره کولو څخه شکایت کوي.

بالآخره پس له کیندلو یې لکه څرنګه چې ویل شوي و؛ جسد پیدا کوي او د بلخ والي امیر قماچ د قبر د را پیدا کېدلو پېښه او واقعه د سلطان سنجر دربار ته استوي.

د حضرت علي(کرم الله وجهه) د روضې یا آرامځای د جوړېدو پیل:
سلطان سنجر په ۵۳۰ سپوږمیزکال کې له ډېرو عسکرو سره بلخ ته راځي او هغې کوټه‌ګۍ ته، چې په هغه وخت کې د خاورینې تپې پر سر جوړه شوې وه؛ ځان رسوي او دستور ورکوي، تر څو د دې تپې یا غونډۍ لاندې له مرمرینو ډبرو څخه ګنبذه جوړه کړي او لاره یې د ځمکې لاندې لویدیځ لوري ته تر سل مترو پورې تذر وتړي او د یوه غار په ډول دې هاخوا ته خلاصه کړي، چې نن ورځ دا ساحه سُپه او محراب دی او سنجر دا دستور هم ورکړ، چې د پښتې پر سر د دغې ګنبذې د پاسه د عامو خلکو لپاره له خامو خښتو یوه ګنبذه جوړه کړي.

سلطان سنجر هنوز د دې مقبرې د اصلي اعمار اقامه نه وه کړې، چې د ترکانو د داړه مارو ډلې د فتنې او شورش په پایله کې د سنجر سلطنت له منځه لاړ. په ۶۱۷سپوږمیز کال، د مغل له ناتار، چې د بلخ ټول تاریخي او سپېڅلي ځایونه یې له خاورو سره برابر کړل، د دې مقبرې مجاورینو د دغې خامې کوټې ګنبذه، چې دغه مقبره د چنګېز له ورانولو څخه په امن پاتې شي، په خپل لاس په ځمکه هواره کړه او له سیمې څخه وتښتېدل.
تر دې وروسته په بلخ کې هېڅ مقدس او متبرک ځای پاتې نشو، تر هغه چې ۲۶۸کاله وروسته په ۸۸۵سپوږمیز کال د سلطان حسین میرزا بن منصور بن بایقراء میرزا بن امیر تیمور، د حکمرانۍ پر مهال د شیخ شمس الدین محمد په نامه یو شخص، چې د بایزید بسطامي له ډېرو غوره عارفو منسوبینو څخه و، له ملتان څخه یو کتاب پیدا کړ او بلخ ته راغی، چې په دغه کتاب کې د ابو مسلم خراساني په وخت کې د حضرت علي (کرم الله وجه) د تابوت د انتقال واقعه او د ملکشاه سلجوقي په دوران کې، د مقبرې د ظهور پېښه یاده شوې وه.

دغه د تاریخ کتاب یې د سلطان حسین میرزا ورور «بایقراء سلطان»، چې د بلخ حاکم و؛ ورسول او ورته یې ولوست. په دغه ورځو کې له همدغه تاریخ سره برابر، د دې موضوع اړوند ځینې اسناد په بلخ او هرات کې هم را پیدا شول، تر دې چې د بلخ حاکم، په هرات کې د واقعې تر څرنګوالي او کشف وروسته، خپل ورور ته غوښتنلیک واستاوه، چې د مقبرې د جوړېدو حکم ترې واخلي؛ خو سلطان حسین میرزا د خپل ورور په غوښتنلیک اکتفاء ونکړه او د پېښې د ښه کشف او یقین لپاره یې خپل با تدبیره وزیر «امیر علي شېر نوایي» بلخ ته واستوو. نوایي بلخ ته تر رسېدو وروسته، د پېښې تر واقعیت او د خپلو سترګو لیدلی حال، د یوه شعر په بڼه سلطان حسین ته واستوو.

سلطان حسین چې د حضرت علي (کرم الله وجهه) د مدفن اومقبرې د پیدا کېدو واقعه ولوسته، په وجد او احساساتو راغی او په همغه سخته ګرمۍ، چې د سرطان میاشتې سره برابره وه؛ بلخ ته په سفر روان شو. بلخ ته له رسېدو سره سم، سلطان حسین تر یو لړ بحث او څېړنو وروسته، د حضرت علي (کرم الله وجهه) د اوسنۍ ګنبذې د جوړېدو امر ورکړ او خپله څو ورځې همدلته پاتې شو.

دا وه د حضرت علي کرم الله وجهه د پاک جسد د انتقال خلاصه، د کوفې – نجف له سرحد پیل او د بلخ تر سیمې بیان شوه.

د روضې شریفې د جوړېدو څرنګوالۍ او منظوم یادښتونه:
دا ګنبذه چې (حضرت علي کرم الله وجهه) په کې خښ دی په یو جریب مځکه کې د درې ګزه په لوړوالي سره په داسي شکل جوړه شوې چې هېڅ ستنه او ستون نه لري او د ګنبذي باندنی لوری په مشکو وهل شوې او معطره شوې ده، له ګڼو پوښونو سره، سره څلور خواوې یې په دوو ښایسته پوښونو ښکلې شوې دي، د روضي په جنوب طرف کې روضې ته څېرمه دوهمه ګنبذه په لسمه سلیزه کې د بلخ شیباني والي عبدالمؤمن خان په وخت کې د خانقا لپاره جوړه شوې ده او د دې ګنبذو د لاښه حفاظت او ساتني په خاطر په دواړو باندي نورې حفاظتي ګنبذې هم جوړې شوې دي.

او د روضي مبارکې دوهمه ګنبذه چې د جامع مسجد د ګنبذي په نوم مشهوره ده، دوه څله‌خانې، یو محراب او یو منبر لري او يو لوی اوسپنیز دېګ چې په دې ګنبذې کې ایښودل شوی، د عبدالمؤمن، چې د هغه وخت د بلخ والي و، له لوري د زیارت کوونکو د نظرونو راټولېدو لپاره اېښودل شوی دی.

د اشترخانيانو دوهم پاچا ولي محمدخان په وخت کې د روضي په څلورو طرفونو کې په سل جریبه ځمکه کې یو چهار باغ جوړ شو، د چهارباغ په شمال طرف کې یې حوض جوړ کړ، چې اوږدوالی او بر یې ۶۰ پر ٦٠ او ژور والی یې ۳،۵ مترو ته رسېدو. دا حوض یې (حوض سران) یا د مشرانو حوض باله او شاوخوا پرې څوارلس چنارونه کېنؤل شوي و.

بل دا چې د دې لپاره چې زیارت کوونکي له خپلو څپلیو او بوټونو سره د روضې انګړغولي ته داخل نه شي؛ څلورو دروازو کې د بوټانو اېښودلو لپاره منظم ځايونه جوړ شوي دي، د ختیځ لوري دروازه یې د قاسم خان په نوم، د لوېدیځ دروازه یې د نظرګاه په نوم او د جنوب دروازه یې د بهاء الدین او یا حرم سرای په نوم مشهوره ده.

د روضي شریفي کاشي کاري او میناتوري په ۱۲۸۵هجري قمري کال کې د امیر شیر علي خان په وخت کې، هغه مهال پیل شوه، چې محمدعالم خان د بلخ والي و.

تر ټولو وړاندې د روضې شریفې کاشي کاري او میناتوري د روضې شریفې د ګنبذې له څنډو څخه پیل شوه او بیا ورپسې د جنوب او شمال دروازو کاشي کاري او میناتوري د استاد سمیع خان له لوري ترسره شوه، ویل کېږي، چې نوموړي د روضې په دغه ماڼۍ کې ٧٠٠ ډوله کاشي کارولې ده.

وروسته په ١٢٩٤ قمري کال کې د شمال دروازه هم د شېردل خان لخوا، چې د امیر شېرعلي خان نائب اعظم و؛ جوړه کړه.

ختیځ او او لوېديځ دروازې یې د امیر شېرعلي خان، وزیرمحمد اکبرخان غازي مقبرې، د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان په پاچاهی کې له ١٢٩٧ تر ١٣٣٧ کال پورې او جنوبي دروازه یې په ١٣١٩ د ګل احمدخان غزنوي، چې د هغه وخت د بلخ والي او حاکم و، جوړه او کاشي شوې ده.

د حرم د ګنبذي چت، د ګنبذې لاندې څنډې د خانقاه ګنبذه او د ټولو ګنبذو د ننه خواوې د استاد اسلم خان کابلي او علم خان غزنوي له لوري خطاطي، میناتوري، تذهیب او رنګ شوې دي.

له ۱۳۳۷ څخه تر ۱٣٥٨ قمري کال پورې کله چې د بلخ والي غلام رسول پره ماچ و، د روضې یا آرامځای لویدیځ لوري ته په ١٧٢٠ متر مربع مساحت سره جامع مسجد جوړ او کاشي کاريی یې هم تر سره شوه.

د مسجد دېوالونه له بېرون څخه تر سر پورې، د ننه څخه تر څنډو پوري هم کاشي کاري شول او پاتې یې په ګچو جوړ شول او چت یې چې یې په ۱۱۰ بتوني ستنو ولاړ و هم کاشي کاري شو.

دا مسجد د یو منبر درلودونکی و، چې د رخام له ډبرې څخه جوړ شوی و، او محراب یې بیا مقرنس کاري یعني په یوه ځانګړي تزئین سره جوړ شوی و، دا چې د روضې لویدیځ لوري تاریخي دروازه یې په منځ کې راتله د دې مسجد د اعمار پرمهال د مرکزي حکومت په دستور د دې دروازې له منځه تللو څخه مخنیوی وشو او ياده دروازه یې د مسجد د محراب په ځای باقي پرېښوده.

دې ښایسته مسجد، چې د روضې شریفي سره ډېر تناسب او ورته والی درلود او د ښار د غرب له لوري د روضې د لویې ګنبذې د نما یا لیدلو مانع هم نه ګرځېد، په ۱۳۹۶ هجري لمریز کال کې وروسته له هغه چې لوېديځ لوري ته یې یو لوی مسجد جوړ شو، وران او دا ځای د نوروز جنډې د پورته کېدو مراسمو لپاره، د ګډونوالو د کېناستلو په خاطر د یوې سوپې په توګه جوړ شو.

همدا ډول د نوي مسجد د جوړېدو له چارو سره د روضې شریفې چهار باغ ته د ننوتلو کاشي شوې څلور دروازې، شمال، جنوب، ختیځ او لوېديځ خواوو ته هم جوړې شوې.

د آرامګاه او زیارت ډېرو برخو باندې په مختلفو هنري خطونو او ډبرليکونو د روضې د جوړېدو تاریخ، په دري ژبه شعرونه او د قرآنکریم آیتونه لیکل شوي او یا کاشي کاري شوي دي، د روضې شریفې د جنوبي دروازې پر سر د مولانا نورالدین عبدالرحمن جامي (رحمه الله) څلوریزه په لاجوردي رنګ پر کاشي نقش شوې ده.

گوینــد که مـرقد علی در نـجف است
در بلخ، بیا ببین، چه بیت‌الشّرف است
«جامی»! نه عدن گوی، نه بین‌الجبلین
خورشید یکی و نور او هر طرف است

د روضې شریفې په جنوبي دروازه کې دری کتيبې یا ډبرلیکونه، چې د روضې شریفې د اعمار تاریخ او د دروازې د ساختمان د جوړېدو شرحې په اړه یادونه شوې ده موجود دي، او همدا رنګه د ظاهري په نوم د یوه شاعر نظم او د امیرشیرعلي خان د وخت د بلخ والي محمدعلم خان لخوا د ۵۲ دوکانونو جوړېدل او روضې ته یې د وقف کولو یادونه هم شوې او د نظم په توګه یې د نقري پر ډبرې لیکل شوی او نصب کړی دی.

د امیر دوست محمد خان زوی “سردار احمدخان” قصیده هم د ګنبذې د حرم په داخل کې د ګنبذې په باندني مخ په ښکلي خط د میرنظام الدین انصاري له لوري نقش شوې ده، په بلخ کې د حضرت علي کرم الله وجهه د زیارت په اړه د ډېرو تاریخي کتابونو په متنونو کې یادونه شوې، له تیموریانو وروسته یعنې له نهمې هجري قمري پېړۍ وروسته یې یادونه ډېره زیاته شوې ده او د دې روضي د ستایلو په اړه ډېرو شاعرانو شعرونه هم ويلي دي.

له دې جملې څخه قطب الدین سید حسین میرحاج ګنابادي هروي دی، چې ۹۲۳ یا ۹۲۰ هجري قمري کال کې وفات شوی دی، نوموړي په خپل دېوان کې چې د سید عباس رستاخیز سانچارکي له لوري تصحیح شوی او په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې د دلیران په قم ښار کې چاپ شوی د حضرت علي (کرم الله وجهه) په اړه یې قصیده راوړې، چې په کې ویل شوي چې د حضرت علي ( کرم الله وجهه) زیارت په بلخ کې موجود دی، مولانا عبدالقادر بیدل دهلوي چې په ۱۰۵۶ هجري قمري کال کې زېږېدلی دی او په ۱۱۳۳هجري قمري کال کې وفات شوی او د دري ژبې له نوموتو معروفو شاعرانو څخه دی، په خپل یوه بیت کې په بلخ کې د حضرت علي (کرم الله وجهه) د زیارت د موجودیت په اړه یادونه کړې ده.

اوس د حضرت علي کرم الله وجهه آرامځای، مسجد، دروازو او چهارباغ ۱۰۵ جریبه ځمکه نیولې.

مزارشریف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx