شعـــــرونه

څلورمه د شعر ادبي حجری بیتي مشاعره

سعادت مهاجر

له مهال ویش سره سم دادی بیاهم دشعرادبي حجره کي اونیزه فی البدیهیه بیتي مشاعره دشاعرمحترم(دروېش دراني)صاحب پرلاندیني بیت وسوه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګوره دسپین مخ دلټون نتیجه څه راخیږي
مزل په پښوکوم تڼاکي مي پرزړه راخیږي
دروېش درانی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دوئ شهیدان کړل د پنجاپ یا د پردو په نامه
اوس له ریګو څخه ولا سپين پښتانه راخیږي
محسن احسان

په تار دصبر زړه تړمه نور دي نه یادوم
یادونه پوه کړه چې دزړه پردېوال نه راخیږي
ادریس بلال

داسي دي یاد ظالم زما د زړه پر وره راخیږي
لکه د لمر سترګه چي هر سهار پر غره راخیږي
طالب جرار

زما په هیواد څه دفرعون باچا دور تېرشو
لا هم له رېګولاس تړلي ځوانان مړه راخېږي
شفق

مُدې مُدې کیږي بیلتون دي غوړولي تیارې
مُدې یی وشولې وصاله لمر دي  نه راخیږي
نصیب الله جالب

ور ته ځنځیر اچول ښه دي خو دا یاد وساته
دلته اکثر کورو ته غله پر دېواله راخېږي
یارمل کندزي

ته ښه بې غمه زندَګي کوې، خوندونه اخلې
خو زما په زړه تڼاکي ستا له بیلتانه راخیږي
طالب حمیدالله حقمل

دومره مې وژړل په غم کې د مظلومې غزې
اوښکې مې وچې شوې له سترګو مې باڼه راخېږي
حقمل

دادکوم چا دزندګی قیصه کوي روان دی
پوهیږم نه دخولې یې څه میده میده راخیږي
م راشدافغان

چاودلې شــونډې سر ګګر لوږې او تندې بلا
ړنګ بنګ دې پورې غرۀ په سر کاږۀ واږۀ راخېږي
اتل یار طالب

خودبه مي وري داوښکپدرومي دلېمو له سره
دباڼوګانوپرکېړ ستاد غم لیوه رخیږي
طالب جرار

داچي په نیمه شپه رادرومي هیڅ انصاف نه کوي
دردونه زړه باندي زما خواږه خواږه راخیږي
وصال ثمین

جانانه دومره مي  بیګا درپسي  وژل چي
وړې سلګۍمي په خندا کی لا تر خوله راخیږي
نصیب الله جالب

بیا د غزا میدان ته ښکته دي زلمي لېوني
غلي ډزونه دي لۀ هغه پورې غرۀ راخېږي
اسد صارم

په ارماني زړه مې ای دنګه ړنګه بنګه یاره
مدام مدام پرې ستا د شوخ نظر کاته راخیږي
ذاکر منصور

باران وریږي ښه وریږي بې شماره څاڅکي
اسمان چي شین شي شنه لکیره زرغونه را خېږي
سعادت مهاجر

چـی را تازه کړمه ستایاد دزړه پر کلي یاره
بس رڼې اوښکی می دسترګوپرلیمه راخیږي
محبت هلمندی

ته څه پوهیږي څه خبر یې د هجران له درده
له رڼـــو اوښــکو سره تل زَمــا باڼه راخیږي
طالب حمیدالله حقمل

ګوره دمینې اواز بوتلمه تر داره دار ته وختم
دادی ستاپه یواواز  مي سترګو نه کاته راخیږي
م.اسلام منقاد

هغه چي تللې په خـارج کې ناست زورونه وهي
اوس یه غږونه ترخولګۍ کاږه واږه راخیږي
ادریس زابلی

ماخو هیر کړی وي خو یاد دي همیشه راسره
په زړګی تا وو شی ظالم درد په بدرګه راخیږی
جامی مبارک

خدایه په دغه فلسطین باندي نور رحم وکړه
له هر دېـواله یې وجود زره زره راخېږي
م نورالله حنیف

ته لږ راتم شه چي له څڼو دې ګردونه پاک کړم
داستاله تورو تورو زلفو سم رانجۀ راخیږي
سعادت مهاجر

وګوره داسی قتل عام دی مسلمانه وروه
دومره بم غورځوي له ځمکی نه اوبه راخیږې
یاسر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx