نظــر

لومړی نړیوال جنګ او په اسلامي نړۍ یې اغیزې

لیکوال: قاري عبدالستار سعید

سل کاله پخوا د ۱۹۱۴ م کال د جولای میاشت وه چې د اروپا په زړه کې دیوې جګړې اور ولګید،دا جګړه چې په پیل کې ددوو هیوادونو  اتریش او صربستان ترمنځ وه وروسته یي ټولې اروپا او حتی دنړۍ ټولو براعظمونو ته سرایت وکړ، جګړې د ۱۹۱۸ م کال تر نومبر میاشتې پورې څه باندې څلور کاله دوام وکړ، خو په دې موده کې یي نړۍ او بشریت ته داسې زیانونه واړول چې تردې پخوا کومې جګړې نه و اړولي ، همدا لامل و چې داروپایانو دا جنګ لومړی نړیوال جنګ وبلل شو.

د لومړي نړیوال جنګ عوامل

د شلمي پیړۍ په پیل کې که د اروپا وضعیت مطالعه کوو، نو پنځه مطرح قوتونه  مو مخې ته راځي چې دغه مهال یي ترمنځ د ځواک سیالي روانه وه، انګلستان ، فرانسه ،المان، د روسیې تزاري امپراطوري او د اتریش – هنګري امپراطوري چې په دې لیکنه کې ترې یوازې په اتریش سره تعبیر کوو.

دې زبرځواکونو په پرلپسې توګه  ترخپل منځ رقابت ته ادامه ورکوله، دا مهال چې په اروپا کې نشنلیزم اوج ته رسیدلی و، هر هیواد غوښتل چې ځان پر نورو د برلاسۍ سټیج ته پورته کړي،دوی ټولو په  آسیا، افریقا،امریکا او سمندرونو کې مستعمرات هم لرل چې ډیر ځله یي د جنجال باعث د یو بل په مستعمراتو کې لاسوهنه وه،په دې سربیره د خامو موادو دمنابعو په سر شخړې او په سرحدي سیمو کې ارضي جنجالونه هم اوج ته رسیدلي وو.

دې پنځو قوتونو یو دبل په وړاندې پټ ایتلافونه هم لرل او ځیني ښکاره سیالۍ او جنجالونه یي هم ترمنځ موجود و،د بیلګې په توګه  د روسي او اتریش ترمنځ له ډیره وخته د بالکان په سیمه کې سیالي روانه وه، فرانسې او المان چې دنولسمۍ پیړۍ په اتیایمو کلونو کې سخت جنګونه سره کړي وو اوس یي هم په ځینو سیمو لانجې ترمنځ پاته وې، المان او انګلستان بیا په اقتصادي، او صنعتي ډګر کې  دغه راز په سمندرونو د سلطې په برخه کي په پراخه سیالي بوخت وو، فرانسې او روسیې بیاترخپل منځ یو پټ تړون درلود چې په سختو حالاتو کې به یو دبل مرسته کوي، المان له اتریش سره دګډ نژاد له امله  تودې اړیکي او یارانه درلود،ددوی په ګاونډ کې دغه مهال بل مطرح ځواک د ترکیي عثماني امپراطوري وه، عثماني ترکانو له المان سره تودې اړیکي درلودې، او تر واک لاندې سیمي یي د الماني مصنوعاتو لپاره د مناسب بازار حیثیت درلود، عثماني ترکانو له المان پرته له نورو اروپایانو سره ښې اړیکي نه درلودې، ځکه روسانو ترې په قفقاز کې سیمې نیولي وې، انګلیسانو ترې مصر ، دفارس خلیج او سره سمندرګي دغاړو ځیني سیمې قبضه کړې وې، فرانسې ترې  المغرب او الجزائر نیولي و او ایټالیا ترې لیبیا او تونس قبضه کړي وو.

په همدې وضعیت کې  چې د اروپا دغه د ځواک په نشه مست هیوادونه یوله بله په ویره کې وو او هر یوه بل ته د شک په سترګه کتل ،د یوې خطرناکې جګړې لپاره وضعیت په پوره توګه  اماده و چې یوازې یې یوې بهانې ته اړتیا درلوده .

همدا بهانه د ۱۹۱۴ م کال د جون په ۲۸ مه  موجوده شوه، د اتریش امپراطورۍ له روس پلوه صربستان سره سخته دښمني درلوده، په همدې ورځ  داتریش د امپراطورۍ ولیعهد آرشیدوک فردیناند د یوصرب اتریشي لخوا ووژل شو، اتریش دا قتل د صربستان کار وباله او صربستان ته یې اخطار ورکړ چې که ددې قتل د تحقیق لپاره اتریشي پلاوي ته د تحقیق اجازه ورنکړي نو برید به ورباندې وکړي، صربستان د اتریش نور شرطونه ومنل مګر داتریشي پلاوي لخوا په صربستان کې د پلټنو شرط یي رد کړ، په همدې کې د المان مشر اتریش ته ډاډ ورکړ چې که په صربستان حمله وکړي ، المان به یي په ټول قوت ترشا ودریږي، همدا لامل و چې  اتریش صربستان ته چې روسیه یي په کلکه ترشا ولاړه وه د جنګ اعلان وکړ .

جنګ پراخیږي

د ۱۹۱۴م کال د جولای په ۲۸ مه اتریش صربستان ته د جنګ اعلان وکړ، څرنګه چې صربستان د روسیې متحد و،او په یوازې ځان یي داتریش دفاع نه شوای کولای ،روسیې داتریش په مقابل کې دجنګیدو لپاره خپل ځواکونه اماده کړل،اودفرانسې لخوا په ورکړل شوي ډاډ یي  له صربستان څخه ددفاع ټټر  وواهه،په قضیه کې دروسیې مداخلې د اتریش متحد المان ته ټکان ورکړ دوه ورځې وروسته داګست په لومړۍ نیټه  دالمان دقیصر لخوا تزاري روسیې ته دجنګ اعلان وشو،المان د اګست په دریمه په فرانسه هم حمله وکړه او دفرانسې په خوا یي خپل ستر عملیات چې له وړاندې یي ورته طرح جوړه وه پیل کړل.

المان چې دا مهال یو کمساری نړیوال ځواک بلل کیده، له  پخوا یي هڅه کوله چې خپل اروپایي سیالان په تیره فرانسه او روسیه وټکوي، دهمدې لپاره دوی له وړاندې طرح داسې جوړه کړې وه چې لومړی به دغرب په خوا پراخ عملیات صورت نیسي ترڅو فرانسه تس نس کړي، دفرانسې له نیولو وروسته به په شرق کې په روسیه ګوزار کیږي،المان په یو پراخ برید کې د فرانسې په خوا پرمختګ ته ادامه ورکړه، په دې لړ کې المان اړ و چې بلژیک هیواد چې دفرانسې په لاره پروت هم  ترپوځي ګامونو لاندې کړي،څرنګه چې بلژیک هیواد په دې جګړه کې بې طرفه و دالمان لخوا په بلژیک برید بریتانیا وپاروله، نوځکه د اګست په څلورمه بریتانیا هم المان ته دجنګ اعلان وکړ، په ورپسې څو ورځو کې  مونټه نیګرو او جاپان هم دالمان په وړاندې په جګړه کې ور ګډ شول ،جګړه چې ټوله اروپايي نیولې وه، نورو وچو ته هم وغځیده، په لرې ختیځ ، بحرالکاهل او افریقا کې یو دبل په مستعمراتو بریدونو پیل شول، د نړۍ نور هیوادونه هم په جګړه کې ورګډ شول تردې چې دجګړې ترپایه  له دواړو خواوو دجنګیدونکو هیوادونو شمیر ۲۸ ته ورسید، له دې جملې المان، اتریش ، عثماني امپراطوري او بلغاریه په یوه صف کې و چې محور قواوې ورته ویل کیدې او په مقابل کې یې  ۲۴ اروپایي ، امریکایي او اسیایي هیوادونه  ووچې  متحدین یي بلل.

د جنګ په پیل کې چې المان د فرانسې په خوا کوم عملیات پیل کړل، بلژیک او دفرانسې دخاورې ځیني برخې یي لاندې کړې، خو دفرانسوي انګلیسي او بلژیکي ځواکونو دسرسخت مقاومت له امله یي پرمختګ په ټپه ودرید، تردې چې دواړه خواوې دسنګرونو په کیندلو او ثابت جنګ په دوام مجبور شول،په دې جبهه کې یوه ستره پیښه د بلژیک حدودو کې رامنځته شوه، دمتحدینو قواوو دالماني ځواکونو د لومړي خط تر پښولاندې ځمکې ته تونلونه ورتیر کړل، دوی دالماني ځواکونو ترپښو لاندې په ۱۹ تونلونو کې ۴۱۰ ټنه منفجره مواد ځای په ځای کړل او بیا یي په  یوځل انفجار ورکړ، دا انفجار چې غږ یي ۲۲۵ کیلومتره لرې په لندن کې واوریدل شو، د لس زره الماني ځواکونو په وژلو یي ددې هیواد لومړۍ کرښې ته دروند زیان واړاوو.

المان که  په لویدیځ کې له بن بست سره مخامخ و په ختیځ کې یي برلاسی دریځ درلود په ختیځ کې الماني ځواکونو دتزاري روسیې لښکرو ته پرلپسې ماتې ورکړې ۱۲۵ زره روسي عسکر یي ژوندي ونیول او پراخې سیمې یي ترې لاندې کړې، په همدې مهال داتریش او صربستان په جبهو کې هم جګړو زور نیولی و، ایټالیا د جګړې په پیل کې دالمان او اتریش متحده وه خو د ۱۹۱۵ په می میاشت کې یي لوری بدل کړ او د متحدینو په صف کې ودرېده، په مستعمراتو کې هم مهال جګړې زور واخیست، د افریقا په کامیرون ، توګو او ګڼو نورو ساحلي سیمو کې متحدینو په الماني مستعمراتو او پوځي اډو بریدونه پیل کړل،له بلې خوا ۶۰ زره جاپاني ځواکونو د چین په ساحل د المان په ستره اډه چینګ تایوي باندې پراخ برید وکړ،دغه راز د فالکلند  او لري ختیځ په حوزو کې هم انګلیسي اوالماني ځواکونو سره ونښتل، دمستعمراتو په جګړو کې المانیان یوازې  د افریقا د ختیځ تانګا بندر په جګړه کې بریالي شول او په نورو جګړو کې یي له اروپا بهر تقریبا ټول مستعمرات له لاسه ورکړل او ځواکونه یي له مقاومت وروسته متحدینو ته تسلیم شول .

عثماني خلافت په جنګ ورګډیږي

د شلمې پیړۍ په پیل کې که داسلامي نړۍ وضعیت تحلیلوو نو په لنډو یي انځور داسې وړاندې کولای شو،په افریقایي لویه وچه کې ټول اسلامي هیوادونه  د فرانسې، ایټالیا اونګلستان لخوا اشغال شوي و، هند او اوسنی پاکستان هم د انګلستان مستعمره و، ایران د روسیې او انګلستان ترمنځ په منځ نیم شوی او دنفوذ په سیمو ویشل شوی و، دبالکان ټاپووزمه او قفقاز په سیمو کې  اسلامي خاورې روسیې له عثماني ترکانو لاندې کړې وې،د منځنۍ اسیا اسلامي هیوادونه هم د روسانو تر تسلط لاندې و، په درسته نړۍ کې یوازې  افغانستان،د عثماني امپراطورۍ ملحقات او د جزیرة العرب ځیني صحرایي سیمې وې چې مسلمانانو پرې په خپله تسلط درلود، په اسلامي نړۍ کې یوازې عثماني خلافت ځواکمن  هیواد و چې په  ترکیه، دبالکان په ځینو سیمو، او د منځني ختیځ په عربي هیوادونو یي سلطه درلوده .

عثماني امپراطوري دا مهال دخپل تاریخ په ترټولو بدحالت کې وه چې اروپایي سیالانو یي پرې د (مریض شخص) نوم ایښی و،ترکان چې څو پیړۍ یي په اروپا سیوری پروت و، په وروستیو کې دنویو علومو او تخنیک په چاره کې له اروپایي سیالانو وروسته پاتې وو او همدې چارې پرې پخواني رقیبان زړور کړي وو.

کله  چې د عثماني خلافت سیالان روسیه، فرانسه او انګلستان له  پیاوړي المان سره په جګړه بوخت او سخت وځپل شول، عثماني ترکانو ولیدل چې المان په جګړه کې برلاسی دی ، عثماني ترکانو له المان سره دتودو اړیکو درلودلو له امله او په دې  هیله چې له ځپل شویو متحدینو به انتقام واخلي او پخوانۍ نیول شوی سیمې به بیرته ترې ولجه کړي،د ۱۹۱۴ م کال د اکتوبر په ۲۹ مه په جګړه ورګډ او دالمان په پلوۍ یي د متحدینو په خلاف د جګړې اعلان وکړ.

عثماني ترکانو داهیله هم درلوده، چې داروپایي استعمارګرو سره په جګړه کې له ښکیلتیا وروسته به په ټوله اسلامۍ نړۍ کې داستعمارګرو په خلاف د جهاد په فتوی سره مسلمانان راپورته او اروپایان به له اسلامي سیمو وشړي.

خو داچې د عثماني ترکانو اصلي هدف د بایللو سیمو بیرته ترلاسه کول و، دهمدې لپاره دوی لومړی قفقاز ته د جنرال انور پاشا په مشرۍ سلګونه زره پوځیان ولیږل، ترڅو روسان چې په ختیځه اروپا کې له المان سره په جګړه بوخت و، په دام کې ښکیل کړي ،خودې لښکر د قفقاز په لوړو کې له درنو جګړو وروسته سخت شکست وخوړ، ویل کیږي د قفقاز په جګړه کې تر ۹۰ زره ډیر ترکي پوځیان ووژل شول چې ډیری یي دسړې هوا او یخ وهلو له امله مړه شول، ترکانو بل لښکر د سوریې دحاکم جمال پاشا په مشرۍ د سینا دښتې له لارې د مصر په خوا سوق کړ،دې لښکر د المانیانو په ملاتړ کوښښ کاوو چې د سویز کانال په نیولو سره له ختیځو مستعمرو سره د انګلیسانو رابطه قطعه کړي، ځکه  انګلیسانو په پرلپسې توګه له خپلو مستعمراتو څخه په جګړو کې دانساني او مالي منابعو په حیث استفاده کوله، داسې ویل کیږي چې حتی په لویدیځه اروپا کې دبریتانیا د پوځ یوپه دریمه برخه هندي مرتزقه وسلوال و چې دالمان په ضد جنګیدل،په لومړی نړیوال جنګ کې دټولو جنګیدلیو هندیانو شمیر تر یوملیون زیات بلل شوی دی چې دانګلیس په ملاتړ جنګیدل.

د سویزکانال په جګړه کې هم ترکي لښکرو شکست وخوړ او تر غزې پورې یي شاتګ وکړ، ترکانو دقفقاز د جبهې غوندې په جزیرة العرب کې پرلپسې بدې ماتې وخوړې، بغداد ، کویټ او بیت المقدس دانګلیسي لښکرو لخوا ونیول شول، انګلیسي لښکرو حتی د سوریې تر حلب پورې پرمختګ وکړ، د انګلیسانو په پرمختګ کې ستر کردار د ترکانو په خلاف دعربود پاڅون و، چې د لویديځوالو په تاریخ کې د  انګلیسي جاسوس ایډورډ لارنس کارنامه بلل کیږي، دغه انګلیسي جاسوس چې څو لسیزي یي په عربو کې کار کړی و، او عرب یي د ترکانو په خلاف لمسولي و په پای کې بریالی شو چې دمکې مکرمې والي  حسین بن علی چې په شریف حسین مشهور و، د لومړۍ نړیوالې جګړې په سختو شرایطو کې د عثماني خلافت په خلاف پاڅون ته تشویق کړي، شریف حسین چې دترکانو لخوا دمکې مکرمې والي ټاکل شوی و لوری یي بدل کړ او دانګلیسانوپه اشاره یي له ترکانو د استقلال پاڅون پیل کړ، نوموړي چې په قاهره کې د مصر او عربي نړۍ لپاره دځانګړي انګلیسی دفتر لخوا لوبیده، عرب قبایل یي د ترکانو په خلاف جنګ ته وهڅول، انګلیسانو له دوی سره د منفجره موادو مرسته کوله ترڅو د جزیرة العرب په لراوبر کې دترکانو لخوا د ریل ګاډي غځول شوي کرښې والوځوي او دترکي پوځ داکمالاتو مخه ونیسي ، دعربو پاڅون په جزیرة العرب کې ترکي پوځونه له ډیرو ستونزو سره مخامخ کړل او د انګلیسانو بریا ته یي لاره هواره کړه.

د ګالیپولي جګړه

د لومړي نړیوال جنګ په ترڅ کې د ګالیپولي په ټاپوزمه کې پیښه شوې جګړه یوازینۍ جګړه وه چې عثماني ترکانو په کې خپل جګړه ایز هنر نندارې ته وړاندې کړ او اروپایي متحدینو ته یي سخت شکست ورکړ،عثماني ترکانو د جګړې له پیله د تورې بحیرې او مدیترانې بحیرې ترمنځ د باسفور او دردنیل په تنګیو کنترول درلود، دې چارې د انګلیس او فرانسې ستر متحد روسیه له دې منعه کړې وه چې خپل سمندري ځواکونه  د جګړې جنوبي او لویدیځو جبهاتو په خوا سوق کړي، دهمدې خنډ دلرې کولو لپاره متحدینوفیصله وکړه چې په هر قیمت وي باید یاد تنګي په تصرف کې راوستل شي .
ونستن چرچیل چې وروسته د بریتانیا نخبه سیاستوال شو، دغه مهال د بریتانیا د سمندري قواو مشر و، نوموړي د دردنیل تنګي او ورپسې د استانبول د نیولو لپاره ددې جګړې نقشه جوړه کړه او په لکونو ځواکونه یي دې سیمې ته سوق کړل، جګړه د ۱۹۱۵ کال په فبرورۍ  کې لومړی په سمندري کښتیو او سمندر غاړو کې پیل شوه او وروسته  د ګالیپولي په ټاپوزمه کې راټوله شوه ، په دې جګړه کې ۴۹۰ زره برتانوي او ۷۹ زره فرانسوي ځواکونه ښکیل و چې مشري یي د چرچیل په غاړه وه، د عثماني ترکانو لخوا  د مصطفی کمال /اتاترک  په مشرۍ  ۳۱۵ زره پوځیان جنګیدل، جګړې په میاشتو میاشتو دوام وکړ او دواړو خواوو ته سخت تلفات ورسیدل، اروپایانو ټول وس وکړ چې په درد نیل تنګي سلطه راولي خو ترکانو سخت مقاومت وکړ، تاریخ لیکي: په دې جګړه کې د ترکي لښکر د مشر شعار دا وو: زه تاسو ته دا نه وایم چې ګالیپولي ته لاړ شئ او  وجنګیږئ بلکې درته وایم  هلته لاړ شئ او مړه شئ .

په  دې جګړه کې  چې د۱۹۱۵م کال په دسمبر کې د اروپایانو په شکست پای ته ورسیده څه کم دوه نیم  لکه  د متحدینو ځواکونه او تر یو نیم لک زیات د عثماني امپراتورۍ ځواکونه ووژل شول، دهمدې جګړې بریا ترکي سرلښکر مصطفی کمال ته غیرمعمولي شهرت ورکړ، او نوموړی د عثماني خلافت په وسلوالو ځواکونو کې د یو محبوب مشر په حیث مطرح شو، مصطفی کمال وروسته له همدې اعتبار او شهرت څخه په استفاده ترکي پوځیان د خلافت په خلاف بغاوت ته وهڅول، عثماني خلافت ته یي دپای ټکی کیښود او نوې په سیکولر نظام ولاړه ترکیه یي رامنځته کړه .

د جګړې وروستۍ صحنې

په ۱۹۱۷ م کال کې سره له دې چې دجګړې دری کاله تیر شوي و او له دواړو خواوو په میلیونو کسان وژل شوي و، جګړه کاملا د بن بست له حالت سره مخامخ وه،د جګړې په اصلي کرښه لویدیځه جبهه کې د المان او متحدینو ترمنځ ثابته لومړۍ کرښه پرته وه او په یوبل یي ډزو او بمبارونو ته ادامه ورکوله دجګړې دا کرښه چې له ژورو خندقونو جوړه وه، د مانش له دریاب څخه  بیا تر سویس پورې غځیدلې وه چې ۶۵۰ کیلومتره اوږدوالی یي درلود.

المانیان چې په ځمکنۍ جګړه کې له  بن بست سره مخامخ وو هڅه یي وکړه چې هوایي او سمندري جګړه پیل کړي، دوی ددښمن په ښارونو او جنګي کرښو بمبارونو ته زور ورکړ، له بلې خوا یي د اوبتلونو په توسط د مخالفینو په کښتیو بریدونه پیل کړل،د سمندري جګړې په ترڅ کې المان په پرلپسې توګه  څو انګلیسي بیړۍ غرقې کړې، دغه مهال چې دامریکا متحده ایالت د یو غیراروپایي زبرځواک په حیث بې طرفه دریځ درلود، دجګړې له دواړو خواوو سره یې د قرضونو د ورکړې  او  وسلو پلورلومعاملې درلودې،خو څرنګه چې امریکایان متحدینو ته ډیر ورنږدې و، المان نه خوښول چې امریکایي بیړۍ دې متحدینو ته مرستې ورسوي،الماني اوبتلونو د ۱۹۱۷ م کال په اپریل کې په  اطلس بحر کې په امریکایي بیړیو برید وکړاو له سپرو امریکایانو سره یې ډوبې کړې، ددې پیښې په تعقیب دامریکا ولسمشر ویلسن د المان په خلاف د جګړې اعلان وکړ،او خپل تازه دمه ځواکونه یي د جګړې جبهاتو ته ولیږل .

که په جګړه کې دتازه دمه امریکایانو شاملیدل د متحدینو لپاره ښه زیری و، خو بله غاړه د همدې کال په اکتوبر کې  په روسیه کې د ولادیمیر لنین او تروتسکي په مشرۍ بلشویکانو انقلاب وکړ، تزاري سلطنت یي چپه کړ، او له کامیابۍ سمدستي وروسته یي په نړیواله جګړه کې خپله بي طرفي اعلان کړه، د جګړې له صف څخه د روسانو وتل متحدینو ته بد خبر  و.

د ۱۹۱۸م کال په مارچ کې المانیانو په لویدیځه جبهه کې یوځل بیا زورآزمایل پیل کړل، دوی د متحدینو په کرښه پراخ عملیات پیل کړل، دمتحدینو ځواکونه یي پرشا کړل خو المانیان د پاریس په نیولو ونه توانیدل .

دهمدې کال په  جولای کې متحدینو دفرانسوي جنرال فردیناند فوش تر مشرۍ لاندې په الماني کرښه ځوابي برید پیل کړ، او المانیان یي له ماتیدونکي حالت سره مخامخ کړل،دغه مهال چې دجګړې ټولې خواوې سختې ځپل شوي وې، په میلیونونو عسکر یي له لاسه ورکړي و او اقتصادي بنسټونه یي له پښو لویدلي و، المانیان په دې پوه شول چې نور جګړې ته دوام نه شي ورکولای، دوی  لومړی د همدې کال د نومبر په ۱۱ نیټه په لویدیځه جبهه کې له متحدینو سره د موقت اوربند قرارداد لاسلیک کړ، له همدې فرصت نه په استفاده د المان قیصر ویلیم ۲ واک پريښود او هالنډ ته وتښتید، په المان کې نوي انتقالي حکومت  واک  په لاس کې واخیست او همدا تغیر د المان د شکست منلو په معنی و.

له شکست منلو وروسته جنګ عملا پای ته ورسیداو دمتحدینو لخوا له المان،ترکیې او اتریش څه د تاوان اخیستلو بهیر پیل شو، د وارسا موافقت نامه چې د ۱۹۱۹م کال په جون میاشت کې په المان باندې تحمیل شو،دا هیواد یي تر سختو محدودیتونو او  غرامتونو لاندې ونیو. دبیلګې په توګه  متحدینو په  المان ومنله چې :

دالمان ټولې جنګي او تجاري بیړۍ به  انګلیستان او فرانسې ته ورکول کیږي، المان به همدې هیوادونو ته څو کاله  کښتۍ جوړوي ،المان به په ټولو هیوادونو او مستعمراتو کې په خپلو شتمنیو سترګې پټوي او متحدینوته به یي بښي،المان به پنځه زره ارابې اورګاډي او یونیم لک موټر د متحدینو لپاره تولیدوي،المان به لس کاله زیات مقدار زغال سنګ فرانسې ، بلژیک او ایټالیا ته  صادروي،المان به ۶ ملیارده او ۶۰۰ ملیونه  سترلینګ لیره په نقدي توګه متحدینو ته ورکوي، المان به  د سار د ډبرو سکرو کان ۱۵ کاله فرانسې ته پریږدي ترڅو هغوی چې څومره یي خوښه وي زغال ترې وچلوي، المان به د سمندري او هوایي ځواکونو د درلودلو حق نلري ، اضافه عسکر به نه جلبوي، خپل پوځي ځواک به یوازې سل زره عسکرو ته راټیټوي چې ټانګونه او درنې وسلې به نلري.
په لوړو قیودو سربیره دغه پریکړه لیک نور هم ګڼ هیښوونکي مواد درلودل چې له امله یي المان پراخې ځمکې له لاسه ورکړې، دغه راز یي د خپلو ملي شتمنیو له جملې ۵۵ فیصده د اوسپنې،۴۵ فیصده د زغال سنګ،۷۵ فیصده د جستو او ۵۷ فیصده د سرپو کانونه له لاسه ورکړل ،دهمدې پریکړه لیک سخت شرایط باعث شول چې په المان کې ملتپالنه او دنورو اروپایانو په نسبت دکرکې احساس وده وکړي او په حقیقت کې همدا پریکړه لیک ددوهم نړیوال جنګ باعث شو، هغه جنګ چې له نړیوالو یي لومړنی نړیوال جنګ هیر کړ .

هغه ارقام چې په وروستیو کې په ډاګه شوي وایي چې په لومړي نړیوال جنګ کې د فرانسې څلورمیلیونه او سل زره کسان ووژل شول چې ددې هیواد دټول نفوس یو په لسمه برخه تشکیلوي، دغه راز د المان ۳ میلیونه ، دبریتانیا اوه نیم لکه ، دامریکا یولک او پنځلس زره او د روسیې ۷ میلیونه او سل زره کسان ووژل شول، په جګړه کې په ملیونونو کسان معیوب او زخمیان هم شول او نږدې پنځه ملیونه انسانان په کې نادرکه شول.

په اسلامي نړۍ د لومړۍ نړیوالې جګړې اغیزې

لومړۍ نړیوالې جګړې ټولې خواوې زیانمنې کړې چې په دې لړ کې یي اسلامي نړۍ ته هم پراخ زیانونه واړول او ډیر تغیرات یي راوستل، دمحور قواوو له شکست سره عثماني امپراطوري هم متحدینو ته تسلیم شوه،د عثماني ترکانو همدا شکست په حقیقت کې ددوی د ۸۰۰ کلنې امپراطورۍ د سقوط او پای په معنی و،د ۱۹۲۰ م کال په اګست کې متحدینو په عثماني ترکانو باندې هم یو داسې شرموونکي معاهده لاسلیک کړه لکه په المان یي چې تحمیل کړې وه، دغه معاهده چې د  سور په ښارګوټي کې د متحدینو او عثماني ترکانو ترمنځ لاسلیک شوه ، عثماني خلافت په کې عملا له منځه لاړ، په معاهده کې عثماني ترکانو ومنله چې په اسیا، اروپا او افریقا کې به ټولې ځمکې او د ترکیې داصلي خاورې ګڼې ساحلي سیمې له لاسه ورکوي او متحدینو ته به یي پریږدي،په دې توګه عثماني خلافت ۸۰ فیصده ترواک لاندې سیمې له لاسه ورکړې، ترجګړې پخوا دعثماني امپراطورۍ وسعت ۳ میلیونه مربع کیلومتره ته رسیده خو ددې پیمان له مخې د عثماني امپراطورۍ د واک ساحه ۶ لکه مربع کیلومتره ته راکمه شوه، په دې سربیره په عثماني ترکانو ومنل شوه، چې باسفور او دردنیل تنګي چې دا وخت عملا د متحدینو لخوا اشغال وو بین المللي قواوو ته به یي پریږدي ، دریای اژه او په مدیترانه کې مهم ټاپوګان به ایټالیا او یونان ته بښي، په اسیایي برخه کې به د ترس او ازمیر ساحلي ښارونه  یونان ته بښي،په شمال ختیځ که به د ارمنیانو دولت په رسمیت پیژني،په جزیر ة العرب کې دانګلیسانو لخوا رامنځته شوي هیوادونه به هم په رسمیت پیژني او کردانو ته  به د خودمختاره حکومت جوړولو حق ورکوي.

ددې معاهدې له مخې جزیرة العرب رسما دعثماني ترکانو له لاسه ووتله  چې د فرانسې او انګلستان ترمنځ د سایکس- پیکو تړون له مخې  عراق،کویټ،اردن ، او فلسطین  دانګلیسانو مستعمره شول او سوریه او لبنان د فرانسې په برخه ورسیدل،دعثماني امپراطورۍ لخوا دامعاهده چې  سیاسي مشرانو لاسلیک کړې وه، د ترکي پوځیانو لپاره دمنلو وړ نه وه ، همدا لامل و چې پوځیانو پرلپسې مخالفت ته ادامه ورکوله، مصطفی کمال پاشا چې په نړیواله جګړه کې یي نوم ګټلی و، د خلافت دمشرتابه په خلاف د ترکي پوځ له همدې نارضایت څخه ګټه پورته کړه، ناراضه پوځيان یي بسیج کړل او د خلافت په وړاندې یي بغاوت وکړ، مصطفی کمال عثماني خلافت ړنګ کړ، د متحدینو لښکرې یي د ترکیې له اصلي سیمو وایستلې او په سیکولر نظریه ولاړه نوې ترکیه یي رامنځته کړه، د عثماني خلافت په ړنګیدو سره دمسلمانانو هغه نړیوال قوت له منځه لاړ، چې پیړۍ پیړۍ یي د اروپایي تجاوزګرو مخه ډب کړې وه، له نړیوالو زبرځواکونو سره یي دمسلمانانو په نمایندګۍ سیالي کولای شوای او یو دپاموړ نړیوال ځواک ګڼل کیده، دعثماني ترکانو له شکست وروسته مسلمانان بیا هیڅکله په نړیوالو قضایاوو کې له یوه قوي دریځ سره راپورته نه شول، بلکې د کفري زبرځواکونو دخپل منځي سیالیو پښو ته ولویدل.

که په اسلامي نړۍ د لومړۍ نړیوالې جګړې اغیزې په لنډو راخلاصه کوو نو داسې ویلای شو، له دې جګړې سره  بیت المقدس یوځل بیا د صلیبي انګلیسي ځواکونو لاس ته ولوید او هغوی ورته دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه د یهودانو راوستل پیل کړل،متحدعرب وطن د سایس – پیکو تړون په رڼا کې په څو برخووویشل شو، د کویت، عراق، اردن، فلسطین ، حجاز، لبنان او سوریې په نومونو نوي واړه حکومتونه رامنځته شول چې دفرانسې او انګلیس مستعمرات وو، په عربو کې د ملت پالنې او پان عربیزم روحیه راژوندی شو، چې په نتیجه کې یي د ترکانو او عربو ترمنځ قومي دښمني پیل شوه، اتاترک چې عرب او اسلام یي یو شی بلل دعربو سره د رقابت له امله یي له اسلام سره هم دښمني پیل کړه ، بي دینه حکومت یي رامنځته کړ په عربي رسم الخط او ګڼو اسلامي احکامو  یي بندیز ولګاوو او اذان یي له عربي څخه په ترکي واړاوو.

د دې جګړې په نتیجه کې په ایران باندې د روسیې  او انګلیس استعماري پنجې نورې هم مضبوطې شوې، د قفقاز او بالکان په سیمو کې دعثماني امپراطورۍ مسلمان میشتې سیمې د متحدینو لاسته ولویدې او نوې واړه جمهورتونه په کې رامنځته شول، دې جګړې مسلمانانو ته ځاني زیان هم درلود، عثماني ترکانو چي هیله يي درلوده په دې جګړې سره به دنړۍ مستعمره مسلمانان دانګلیس په وړاندې وجنګوي بالمقابل انګلیسان  او فرانسویان وتوانیدل د هند، پنجاب ، او افریقایي اسلامي هیوادونو په لکونو مسلمانان د دا روپا او منځني ختیځ په جبهو کې د  عثماني خلافت په ضد وجنګوي.

په اسلامي نړۍ ددې جګړې یو مثبت اغیز داوو چې په اسلامي امت کې یي دانګلیس او نورو اروپایي استعمارګرو په خلاف د کرکې روحیه زیاته کړه، په افغانستان کې دانګلیسانو په خلاف عمومي نفرت اوج ته ورسید، تردې چې په ۱۹۱۹ م کال کې انګلیس پلوی مشر امیر حبیب الله  دافغانانو لخوا ووژل شو، افغانانو په داسې حال کې چې هیواد یي له  شرق، غرب او جنوب څخه انګریزانو محاصره کړی و، بشپړه خپلواکي اعلان کړه او په دې مبارزه کې کامیاب  شول.

د لومړي نړیوال جنګ له امله په لومړي ځل په هند کې دانګریزانو په خلاف په لویه کچه مخالفتونه راوپاریدل، مسلمانو مشرانو دعثماني خلافت په پلوی د جهاد فتوا ورکړه، په هند کې د خلافت پارټۍ جوړه شوه، هند دارحرب او افغانستان داراسلام اعلان شواو مسلمانانو له هند څخه ډله ایز هجرت پیل کړ، په دې لړ کې یوازې د ۱۹۲۰ م کال په اګست کې ۱۸ زره هندي مسلمانانو دافغانستان په خوا هجرت وکړ .

ددې جګړې له امله په افریقایي اسلامي هیوادونو کې هم دانګلیس ، فرانسې او ایټالیا په خلاف مخالفتونو زور واخیست، او اولسي قیامونه پیل شول، چې وروسته بیا همدا قیامونه ددې هیوادونو دخپلواکۍ ګټلو مقدمات ثابت شول .

خو په ټوله کې ویلای شو چې لومړی نړیوال جنګ د مسلمانانو لپاره  خورا بدې پایلې درلودې، له دې جګړې سره مسلمانان نور هم پارچه پارچه او کمزوري شول، عثماني خلافت چې ډیره موده د مسلمانانو یو نماینده زبرځواک و له منځه لاړ او بیا دادی د سلو کلونو له تیریدو سره  مسلمانان کله هم په یو قوي محور راټول نه شول .

اخځونه

ــ   بیلابیلې انټرنيټي پاڼې
ــ طعم ناخوشایند استعمار – لیکوال  سراج الدین ادیب
ــ تاریخ اروپا / دریم جلد / لیکوال  هربرت فیشر ، ژباړه  وحیدمازندراني
ــ مسلم تاریخ کی نازک اور فیصله کن موړ – لیکوال  محمد اجمل
ــ  دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه – محمد ابراهیم عطایي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میلمه

ښایسته لیکنه وه، خو په اسلامي ملکونو کي نور دا ایران مه حسابۍ دا مو تېروتنه ده موږ مسلمانان همیشه خوشباوری ځپلی یو، ایران هغه ملک ده چي سونیان هلته د آذان اجازه نه لری، د غونډو جوړیدلو اجازه نه لری، د اختر د لمانځه اجازه نه لری. لاکن په اسرائلو کي یی لری.
زما نظر

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x