تاریخ او شخصیتونه

د روژې دوه ویشتمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

لیکوال: شفیق احمد ریان

بسم الله والحمدالله

د طایف غزا:
د روژي په ۲۲ ورځ په ۸هـ ق کال کي چي د ۶۳۰ میلادي کال د جنوري له ۱۲ تاریخ سره سمون خوري د طایف غزا پيښه شوه .

د امام ابن ماجه رحمة الله علیه وفات:

د روژي په ۲۲ ورځ په ۲۷۳ هـ ق کال کي چي د ۸۸۶ میلادي کال د فبروري د میاشتي له ۲۰ تاریخ سره سمون امام حافظ ابو عبدالله محمد بن یزید بن ماجه قزویني رحمة الله تعالی علیه له دنیا څخه سترګي پټي کړلي، نوموړي د رسول الله صلی الله وسلم د حدیثو په ټولولو کي ډير کار کړی دی، سنن ابن ماجه د حدیثو د شپږو مشهورو کتابونو چي په صحاح سته سره هم یادیږي له جملي څخه دی. صحاح سته کتابونه عبارت دي له : صحیح بخاري ، مسلم ، سنن نسائي، ترمزي،ابي داود او ابن ماجه .

همدا رنګه ابن ماجه رحمة الله علیه د تاریخ قزوین په نوم کتاب او د قران کریم تفسیر هم لیکلي دی.

د عبدالرحمن الناصر پيدایښت:

د روژي په ۲۲ ورځ په ۲۷۷ هـ ق کال مي چي د ۸۹۱ میلادي کال د جنوري د میاشتي له ۷ تاریخ سره سمون خوري د اندلس اتم اموي واکمن عبدالرحمن ناصر دنیا ته سترګي وغړولي ، نوموړی اولنی شخص دی چي په اندلس کي يي د ځان لپاره د امیرالمؤمنین لقب انتخاب کړ. د عبدالرحمن ناصر په پنځوس کلنه واکمني کي اندلس ته په علم تمدن او ثقافت کي ډير کار وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ahmadchopan

ستاسو پاڼه مو له کالونو راهسې مونږ څارو اوله نشراتو مو سل سلنه راضي یو بې تاسو دنشو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx