ټولنیزه برخه

پر حال د لاشعور اغېزې

پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي

 انسان ته ښايي چې د هر عمل سره داسې حساب وکړي چې همدغه عمل ورته ماضي کې ګټه او زیان رسولای شي. که یو څوک غير انساني او اسلامي عمل تر سره کوي؛ سره له دې چې په ماضي کې انسان ته زیان رسوي، ټولنې ته یې هم زیان رسېږي.

په حال کې هره بده کړنه او واقعه چې د ماضي په وسیله ښکاره کېږي، لامل یې حال دی. په ماضي کې ټولې ذخیره شوې بدې پدېدې او پېښې په حال کې لاملونه لري، که حال موجود نه وای ماضي به نه وه او که ماضي او حال نه وای، راتلونکی به نه و، نو ځکه ویلای شو، که په حال کې هر ډول ستونزې نه وای، نو ماضي کې به هېڅکله ستونزې پیدا نه وای او نه به راتلونکې کې ستونزې ولیدل شي.

کله چې یو انسان په حال کې ژوند کوي، د چاپېریال او ماضي په زنځیرونو تړل شوی وي. ډېر انسانان داخلي آزادي نه لري او په یو نه یو ډول پرې بد تپل کېږي چې دغه بدې پېښې د انسان په شعور کې ښکاره کېږي او ډېر وخت د انسان واک د لاشعور په وسیله سلبېږي. که هر څومره آزادي موجوده وي، بیا هم د ماضي په زنځیرونو تړل شوي یو.

نړۍ کې انسانان شته، هر هېواد انسانان لري او په ترتیب سره د یو ولایت او یوې کورنۍ انسانان یو له بل سره اړیکې لري. نړۍ یو کور دی، په دغه کور کې ډېرې ښې او بدې واقعې د ځمکې له شمال څخه تر جنوبه پورې او له شرق څخه تر غربه پورې خپلې اغېزې لري.

د انسان ټولې کړنې، را پېښې شوې واقعې، د خوښۍ او خپګان حادثې او داسې نور په لاشعور کې ذخیره کېږي چې د ځینو تداعیګانو او د بهرنیو او دنننیو حواسو په وسیله کله کله د شعور ساحې ته راځي او ځان ښکاره کوي.

هر انسان دغه برخه لري چې په حال کې ډېرې کړنې د همدغه لاشعور تر اغېزو لاندې واقع کېږي او انسان عمل تر سره کوي. کله چې یو ارادي عمل تر سره کېږي، خو واک له لاشعور سره وي، نو دا مانا لري چې بیا هم حال د ماضي تر اغېزو لاندې دی. انسان په اختیار کې بې اختیاره دی. د اختیار خاوند نه پوهېږي چې ولې له خپل اختیار څخه ګټه نشي اخیستی؟ ولې یې حواس، زړه او عقل یو څه غواړي، خو کړنې یې برعکس تر سره کېږي؟ د کړنو په تر سره کولو کې انسان مختار دی او که بې اختیاره دی؟ دا هغه خبرې دي چې د ارواپوهنې له مخې بحث او څېړنو ته اړتیا لري. کله چې د یو انسان داخلي آزادي سلبېږي او ناسمې کړنې تر سره کوي، دا په دې مانا دی چې د لاشعور تر اغېزو لاندې دی، کلونو مخکې تړل شوی دی او که نن کوښښ کوي چې ځان له دغو ستونزو څخه خلاص کړي، نو ډېره مبارزه او کلک هوډ غواړي.

له ماضي سره مبارزه او له خپلې دنیا څخه یې محوه کول اسانه کار نه دی؛ هېڅ انسان نه شي کولای چې لږ او ډېر د ماضي تر اغېزو لاندې نه وي.

دغه ستونزې د نړۍ په انسانانو کې لیدل کېږي، خو په وروسته پاتې هېوادونو کې ډېرې وي. هغه هېوادونه چې غير انساني او اسلامي کړنې تر سره کوي، د داسې ټولنې ساختیار، د انسانانو کړه وړه او په سلګونو نور اعمال د نړۍ چاپېریال، انسانانو او په ځانګړي ډول هر انسان ته زیان رسوي.

لاشعوري ستونزې د ناسالمو ټولنو انسانانو کې ډېرې وي، د ټولنیز لاشعور ستونزې په کلونو کلونو د بدو ټولنو په داخل کې وي، دغه ډول ټولنو ته انسانان زیان رسوي. کله چې وايي د ټولنې په داخل کې ستونزې شته، دغه ستونزې انسانان پیدا کوي او تر کلونو پورې دغه ستونزې د یو هېواد په لاشعور کې وي او تر کلونو کلونو یې اغېزې لیدل کېږي.

هغه ټولنې چې په جنګ ویاړ کوي، په کورونو کې یې ماشومان جنګي سریالونه خوښوي، د اختر په ورځو کې پلاستیکي اسلحې اخلي، د نوو زېږېدلو ماشومانو په پیداېښت ډزې کوي، د جمعې په ورځ چرګان، ګډان او سپیان جنګوي، په ماشومتوب کې ماشوم ځکه کلک تړي چې کلک او جنګیالي لوی شي، په کورونو کې د کتابونو پر ځای سلاحګانو ته لومړیتوب ورکوي، خپل زوی ته د زمري نوم ځکه غوره کوي چې د زمري په شان جنګونه وکړي او امیر کروړ خو لږ او ډېر ۱۳۰۰ کاله مخکې ويلي و چې: (زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته)، نو څرګنده خبره ده چې جنګ به په چاپېریال کې میراثي پاتې کېږي او دغه ستونزې به په سلګونو کلونو دوام کوي.

جمعي لاشعور د فردي لاشعور مجموعه ده، له فردي لاشعورونو څخه جمعي لاشعور جوړېږي، له جمعي لاشعور څخه په سلګونو او زرګونو کلونو مخکې د خپلو اجدادو او نیکونو اخلاق، کړه وړه، پرمختګ، انساني او اسلامي کړنې، عقیده، مذهب او په لسګونو داسې نورې خبرې ثابتولای شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx