کیوبا او وینزویلا پرلیبیا باندي برید په سختو ټکو غندلی ده

vinzevela_and_cuba(نن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۰) د وینزویلا ولسمشر هوګو شاویز پرلیبیا باندي برید دلیبیا دولس دبربادولو اودلیبیا دهیواد له ویجاړولو سره تعبیروي، نومړي زیاته کړه امریکا ددی لپاره پرلیبیا برید کړیدي ترڅو دلیبیا پرتیلو باندي منګولي ولګوي
دلیبیا ولسمشر هوګوشا ویز اباما ته خبرداري ورکړ او ورته یی ګوت څنډنه وکړه، امریکا دي خبره وي ترڅو په سویلي امریکا کي ددا ډول کړونه هڅه ونه کړي، د کیوبا هیواد هم دامریکا پرکړونو باندي ګوت نیونه وکړه، زیاته یی کړه چي دجنګ پرځاي باید دمذاکراتو له لاري کړکیچ حل شوی واي، ځکه چي جنګ هیڅکله هم دحل لاره نشي کیدلای.
وینزویلا چي له لیبیا سره ډیري اوږدي اوټیڼګي اړیکي لري، دلیبیا پراوسني حالاتو یی دویر اوغصي په ښکاره کولو سره له امریکا څخه وغوښتو چي سمدستي له جنګه څخه لاس واخلي اودلیبیا له حکومت سره دي مخ په مخ خبري وکړي ترڅو دمسلي حل راوباسي.
که څه هم پنټاګان دولسي وګړو دوژلو ادعاوي ردوي خو دقذافي اداره وايی چي دیرغلګرو ځواکونو په بمباریو کي تراوسه پوري ۴۸ بی ګناه ولسي وګړي وژل شویدي، اودوینزویلا ولسمشر هم دولسي وګړو دوژلو خبره راپورته کړه اوزیاته یی کړه چي جنګ باید ژرترژر بند شي.
نوموړي له خبري رسنیو سره په خپله وینا کي وویل، لیبیا دامپرالیسټانو تریرغل لاندي ده، ښاغلي زیاته کړه نه پوهيږم دنیا کي څه روان دي اوچا روان کړیدي، کله چي هم ورځپاڼه ګورم نو اوله پاڼه کي یی دوینو اوچاودنو خبري وي.
بخت الرحمن بخت

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د