شعـــــرونه

روژه مبارکه

ارسلا مفتون

چې فرض یې پر تا کړله روژه سبحان الله
بیا نیـسه یې پر ټینګه اراده سبـــحان الله

مرض پکښې ثواب دی او ستړیا پکښې ثواب
ستاینه د سبحان په کښې کوه سبحان الله

مسنونه طــریقه ده که ته پوه شې مسلمانه
اوبو او په خُــرما یې مـــاتوه سبــحان الله

بغېر ضرورته چې قصداً يې ماته نه کـــړې
بیا نیسې به د یوې پر ځای شپیته سبحان الله

مفتون له دې نعمته همیشه بې برخې شوی
ثواب لري د مــور مخ ته کاته سبـــحان الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx