شعـــــرونه

پینځمه د شعر ادبي حجری بیتي مشاعره

له مهال ویش سره سم دادی بیاهم دشعرادبي حجره کي اونیزه فی البدیهیه بیتي مشاعره دشاعرمحترم(خوشحال خان خټَک)صاحب پرلاندیني بیت وسوه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چي دستارتړي هزاردي
ددستارسړي په شماردي
خوشحال خټک

لۀ پټي د ژوند یې باسي
تۀ به وایې چې کوکنار دي
نصرت طالب

خدایه عفوه درنه غواړم
دګناه پېټي می بار دي
م لبیب

ستا نازونه پر سر سترګو
مـا منلـي خـوار جرار دي
طالب جرار

زړه یې زما ارې ارې کړ
ستا باڼه څومره خونکار دي
شفق

ستادعشَق پوري یاره
ډیرتړلې په یوتار دي
م راشدافغان

زما د زړه ټول دیوالونه
ستا دتورو بڼو ښکار دي
سالک رضوان

ربه رحم ته پرې وکړې
دغزې خلګ نهار دي
توحید یار

پسرليه نور را درومه
درته زړونه انتظار دي
ادیب جواد

هغه خلګه تل کامیاب دي
چي عادت په استغفاردي
هنرافغان

توره شپه کي چي سااخلي
داپه طمعه دسهار دي
عابدعُزیر

غیږه راکړه دنګه یاره
غمازان قطار،قطار دي
حمیدالله حقمل

دوه یاران سره خفه دې
له یـــوبل څخه بیزاردي
محبت هلمندی

خوشحال خان ویلې ښه دي
دا د شمار سړي د کار دی
أیوبي الهام

مستحب یې هم پاللي
زمونږ خلک ډېر دیندار دي
حقمل خادم المؤمنین

چې د خدای تر مینې درومي
ها زلمي د عشق خمار دي
محمدنوري

چي په عشق وي اخته سوي
هغه خلګ تل خمار دي
عادل افغان

دا چي زه او ته خپه يو
قسمتونه مو بس خوار دي
عبدالشکور طلحه

پاکه مینه مست جنون دی
نه په اور نه په انګار دي
صابر بیټنی

ټول ایره، ایره غزه شوه
ویده شوي یې واکدار دي
نیازۍ

ګلشنونه تازه کیږي
شپې اوورځي د بهار دي
هنرافغان

درب لارکی قربانۍ ته
بیا یو څو زلمی تیار دي
عادل افغان

دزړه هېلې مې ميراتې
ارمانونه مې په داردي
میرویس توحید یار

مینه نه لري ترې تېر شه
ګلان هسې په سینګار دي
حقمل

بد يې مه ګڼه زړګيه
پښتانه ټول وفادار دي
محمد ابراهيم فدا

درودونه سلامونه
د کونينو پر سردار دي
ادیب جواد

زړه دا ولې نــه جـوړیږې؟
څومره زړونه دې ازار دي
ذاکر منصور

ګران حبیبه نازولې
سر او مال مې له تا ځار دي
هنرافغان

که ته نه يې ستا يادونه
هَم زما په زړګي بار دي
مصطفی حنفي

خوشحالیو یم پرې یښی
چي خندلي راته یار دي
هنرافغان

پـــه سپېڅلي محبت کې
ورته ویلي مې بار بار دي
ذاکر منصور

وه شین سترګې زما لالیه
شائسته څه ستا ګفتار دی
م. اسلام منقاد

د وطن په جوړولو
څوسړي بوخت په تلواردي
سعادت مهاجر

نوردي ساتي له پردیو
شازلمي دي زِمواردي
م مدثر

چي له یو بل نه جُدا یو
فیصلې مو د بادار دي
حمیدالله حقمل

لوڅي پخي سلګو نېولې
یتیمان زمونږدښار دي
صابر بیټنی

بمبارونه پرې شروع دي
ټول پراته په سره انګار دي
سعادت مهاجر

لار يى نشته د درتللو
دلته ډير خلګ تيار دي
عبدالشکور طلحه

چی یی لیکم تل مودامه
دجامِـي ښکلی اشعار دي
جامِـي مُبارک

له ژړا مي سترګي سرې دي
پر بڼو مي اوښکي بار دي
طالب جرار

ستا شونډان د ذاته سره دي
کـه خوړلي دي انـار دي
طالب جرار

ګران امیره اٙمر وکړه
فلسطین ته ټول تیار دي
عابدعُزیر

داساعت او دا تسبیح مي
د شهید لالي یادګار دي
فاطمه نیازۍ

چې جهاد کوي منم یې
بس همدا خلک شهکار دي
حقمل خادم المؤمنین

تلاوت او هم نفلونه
دواړه ذکر د بادار دي
عبدالشکور طلحه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx