دیني، سیرت او تاریخ

روژه له موږ څه غواړي!

ضیاءالحق حسان

دا چې روژه د کال په ټولو میاشتو کې غوره ده، د دې میاشتې احترام باید په زیاتو عباداتو وشي، ځينې هغه شيان چې په دې میاشت کې یې شریعت له موږ غواړي:

١- د حرامو شیانو پرېښودل: حرام شیان خو هر وخت نه دي روا بیا خاص په روژه کې ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي:

څوک چې د زور خبر (د دروغو شاهدې) او په هغه عمل پرېنږدي، الله تعالی ده ته حاجت نه لري چې یوازې خوراک او څښاک یې پریښی.
یعنې په روژه کې باید د ټولو اندامونو روژه وي.

٢- تروایح: دغه لمونځ د رمضان په شپو کې سنت دی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي دي: څوک چې د رمضان قیام الیل (تراویح) وکړي، ده ته مخکیني ګناهونه بخښل کیږي.
_بخاري_

٣- اعتکاف: اعتکاف سنة مؤکد دی د روژې په اخري لسو ورځو کې، ام المؤمنين عائشه صدیقه رضی الله عنها فرمایي: کله به چې د روژې اخري لس ورځې داخلې شوې، نبي کریم صلی الله علیه وسلم به شپه ويښه تيروله، خپل اهل به یې ویښولو، کوشش به یې کولو، لنګ به یې وتړلو(جماع به یې نه کوله، د عبادت لپاره به یې ځان فارغ کړ) او نبي کریم صلی الله علیه وسلم به په دې لسو ورځو کې داسې کوشش کولو چې په نورو وختو کې یې نه کولو.

٤- پیشلمۍ: روژه لرونکي ته د پیشلمي کړل مستحب دي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي:
تاسو پیشلمۍ وکړئ په دې کې برکت دی.

٥- په روژه ماتي کې بیړه:
نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي دي:
زما امت به تر هغه په خیر وي تر څو چې دوی په روژه ماتي کې بیړه کوي.

٦- د روژه ماتي په وخت دعا:
د روژه ماتي په وخت کې دعا مستحب ده، ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي دي:
د دريو کسانو دعا الله تعالی نه رد کوي:

الف: د روژه لرونکي دعا د روژه ماتي پر مهال.
ب: د عادل امام.
ج: د مظلوم دعا.

٧- په خرما به روژه ماتوي، ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي دي:
چا چې خرما پیدا کړه، روژه دې پرې ماته کړي، که نه وه بیا دې په اوبو روژه ماته کړي، ځکه اوبه پاکوالى دی.

٨- روژه لرونکو ته روژه ماتی ورکول:

روژه ماتی ورکول مستحب دي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي دي:
چا چې روژه لرونکي ته روژه ماتۍ ورکړ الله تعالی به د هغه په شان اجر ده ته ورکړي.

٩- په نفلي عباداتو کې زیادت:
په روژه کې د نفلي عباداتو ډیروالی مستحب دی، لکه صدقات، د قرآن کریم تلاوت او نور ځکه د روژې نفلي عبادات د نور وخت له فرضو سره برابر دي!

پای

الفقه الحنفی فی ثوبه الجدید
٤٣٦ مخ ١ول جلد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مفتي عبدالحسيب سديد

الإستفتاء که یو سړي په پاکستان کي روژه و نیول او بیا و افغانستان ته ولاړي او په افغانستان کي ددغه سړي ۲۸ روژه وه چي اختر سو ايا دغه سړي به اختر کوي،  اوکه به روژه نيسې؟ الإفتاء  بعون الله تعالى  حامدا ومصليا محترمه: ڪه یو چا په پاڪستان ڪي روژه و نیول او بیا افغانستان ته ولاړی او په افغانستان ڪي ددغه سړي ۲۸ روژه وه چي اختر شو نو دا سړی به اختر ڪوي، په اختر ڪولو ڪي به دموجوده هيواد يعني افغانستان متابعت ڪوي اود پاته روژې قضاء به راګرځوي، ــــــــــــــــــــ↓ فتاوی عـثماني جـ ۲ صـ… نور لوستل »

مفتي عبدالحسيب سديد

الإستفتاء موږ خياط ته ڪالي وروړه اختر ته دوې شپې پاته وې هغه خياطي غلو ووهل غلو دخياطۍ ماشينان بېټرۍ او هنداري او بل هيڅ سامان نه دی وړي يوازي ڪالي يې وړي خلک پرخياط باندي اشتباه لري ځکه ځني خلکو ته ته يې ڪالي ورڪړي ايا موږ پر دغه خياط باندي خپل د ‹جامې› ڪالو حق لرو ڪيا؟ الإفتاء بتوفيق الله تعالى حامدا ومصليا محترمه: په مسؤله صورت ڪي پر خياط باندي ضمان شته يعني تاسو پرخياط باندي حق لرۍ چي خپل د ‹جامو› يعني ڪالـو تــاوان ځَني واخلئ ـــــــــــــــــــــ↓ ﻭﻣﻨﻬﺎ ﺭﺟﻞ ﺩﻓﻊ ﺇﻟﻰ ﺧﻴﺎﻁ ﻛﺮﺑﺎﺳﺎ ﻓﺨﺎﻁ ﻗﻤﻴﺼﺎ ﻭﺑﻘﻲ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx