افغانستان

د ژورناليستانو پر ضد تاوتريخوالی ۴۰ سلنه زيات شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۳۰مه، ۱۳۹۳ل) : افغانستان کې د ژورناليستانو د ژغورنې کميټه وايي، چې د ژورناليستانو پر وړاندې تاوتريخوالی څلويښت سلنه زيات شوی دی.

د ژورناليستانو د ژغورنې د کمېټې مشر نجيب شريفي نن غرمه کابل کې يوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د روان ۲۰۱۴م کال د لومړيو شپږو مياشتو په ترڅ کې افغانستان کې د ژورناليستانو پر ضد تاوتريخوالی څلويښت سلنه زيات شوی.

ښاغلي شريفي زياته کړه، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ژورناليستانو پر ضد د تاوتريخوالي ۶۸پېښې ثتب شوي، چې ۶۳٪سلنه پکې د دولتي چارواکو او امنيتي منسوبينو لخوا تر سره شوي دي.

د ښاغلي شريفي له قوله د ژورناليستانو پر ضد شپاړس سلنه پېښې د ناڅرګندو کسانو لخوا شوي، ۱۱٪ سلنه پېښې د طالبانو او ۹٪ سلنه پېښې د ځايي زور واکانو لخوا ترسره شوي دي.

د ژورناليستانو پر ضد تاوتريخوالي کې وهل ټکول، ښکنځل، تيليفوني ګواښونه او داسې نورې پېښې شوي دي.

ښاغلي نجيبي زياته کړه، چې د بهرنيو ژورناليستانو وژنه د افغانستان په زيان دي، ځکه دې سره به بهرني ژورناليستان افغانستان ته راتلو ته زړه نه ښه کوي.

د نوموړې غونډې ويناوالو زياته کړه، چې د ژورناليستانو پر ضد تاوتريخوالی د بيان د ازادۍ پر ضد عمل دی.

د ژورناليستانو د ژغورنې کمېټې دا راپور په داسې وخت کې خپور کړ، چې پرون چهار شنبه افغان حکومت د نيويارک ټايمز ژورناليست ماتيو روزنبرګ ته امر کړی، چې د تل لپاره له افغانستانه ووځي او راتلونکي وخت کې افغانستان ته د راتلو هيڅ قانوني اجازه نلري.

کارپوهان وايي، چې د نيويارک ټايمز خبريال خپله خبره نه ده کړې، بلکې د لوړپوړو چارواکو له قوله يې ليکلي و، چې که ټاکنې ښې پايلې ونه لري، نو د دفاع وزير جنرال بسم الله خان او د ملي امنيت مشاور ډاکټر سپنتا په ګډون يو شمېر لوپوړي چارواکي به د کودتا له لارې ځانونه واک ته ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x