نظــر

د ملا محمد عمر مجاهد په اړه د اسلامي نړۍ د ځينو مطرحو شخصيتونو تاثرات

ترتيب او راټولونه: عبدالرحمن سعید

کله چې ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ته د امير المؤمنين لقب ورکړل شو:
د (۱۳۷۵) هجري لمریز کال د وري میاشتې (۱۴) څوارلسمه نیټه وه چې د کندهار ښار په زړه میخانکي ښوونځي کې د (۱۵۰۰) دیني علماوو ستره غونډه دايره شوه.
د غونډې موخه د طالبانو لخوا د اسلامي امارت اعلانول او تر دې نوم لاندې د خپلو پوځي او سیاسي فعالیتونو پيلول و.

یادې غونډې ته د هیواد له بېلا بېلو سيمو څخه، د ولاياتو په کچه مشهور دیني عالمان را بلل شوي و.

د یادو عالمانو په منځ کې د هیواد په سطحه مشهور علماء؛ لکه: شیخ شهاب الدین ( دلاور)، شیخ علامه عبد العلي (دیوبندي)، استاذ کل مولوي نور محمد (ثاقب)، خلیفه داد محمد صاحب، مولوي محمد ابصر او مولوي جلیل الله مولوي زاده؛ د بیلګې په ډول د یادولو وړ شخصیتونه وو.

غونډه د قیقا د سهار په (۹) نهو بجو د عظیم الشان قران په تلاوت سره پیل شوه، تر هغه وروسته د طالبانو د تحریک مؤسس ملامحمد عمر مجاهد (رحمه الله) د تحریک د پیلولو، د شوروي اشغال په وړاندې د اسلامي جهاد د آرمانونو پوره کولو، په هیواد کې د ګډوډي او تنظیمي جنګونو ختمولو او له منځه وړلو په اړه تفصیلي خبرې وکړي.
ملا محمد عمر (مجاهد) په ډیره ساده او عام فهمه ډول په خپلې همدې وینا کې په افغانستان کې د اسلامي نظام جوړولو لپاره هغه شاخصونه ترسیم کړل، چې وروسته د اسلامي امارت په تاسیس سره هغه تدریجا عملي شول.

ملا محمد عمر (مجاهد) په خپله وینا کې د تحریک د تأسیس ضرورت، د تأسیس لومړنۍ مرحله او د تحریک د تأسیس د اهدافو په اړه په زړه راښکوونکي ډول خبرې وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې داسې وویل:
(ما دا تحریک د توکل محض پراساس پیل کړی، فقط توکل محض.
له دې څخه زما اصلي هدف په افغانستان کې د اسلامي شریعت تنفیذ او د جهاد د شهیدانو د آرمانونو پوره کول دي.

خو ای محترمو علماوو !
تاسو زموږ استاذان او د شرعي علم علماء یاستئ! که زه په دغه ستر کار کې؛ خدای مه کړه له کوم انحراف او مشکل سره مخ کیږم، اصلاح او سموالی مې ستاسې مسؤلیت دی، تاسو به راته پر سمې لارې د تللو توصیه او نصيحت کوئ، کنه په ورځ د قیامت به زما د هرډول انحراف مسؤلیت ستاسې پر غاړه وي او زه به یې له امله ستاسې ګریوان ته لاس دراچوم …)

په دغه غونډه کې ملا محمد عمر مجاهد ته د امير المؤمنين لقب ورکړل شو او د ظلم او تيري پر خلاف د اسلامي امارت مبارزه پيل شوه، تر دې چې د (۱۳۷۵) هجري لمريز کال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه د هېواد پلازمېنه «کابل» هم د اسلامي امارت تر واک لاندې راغی او ورپسې د ګران هېواد مرکزي او شمالي سيمې هم د طالبانو تر واک لاندې راغلې؛ چې بالآخره په دې توګه په (۹۵) فيصده خاوره د اسلامي امارت حاکميت ټينګ شو.

د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د شريعت پر اساساتو ولاړ اسلامي نظام رامنځ ته کړ، له اوږده ځنډ وروسته يې يو ځل بيا نړۍ ته د اسلامي نظام يوه کاميابه او ژوندۍ بېلګه نړۍ ته وښوده، هېواد يې له تجزيې وژغوره او له نامسؤله وسله والو يې ټولې اسلحې راټولې او بيت المال ته وسپارلې، داسې بې مثاله امنيت او عدالت يې راووست چې ټوله نړۍ ورته هکه حيرانه پاتې شوه.

مرحوم امير المؤمنين په داسې يو هېواد کې ډېر ژر بشپړ امنيت تأمين کړ، چې د سرو لښکرو له ماتې وروسته هلته خپله د بې شمېره تنظيمونو او قوماندانانو تر منځ ړندې مرمۍ اورېدې. د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت مخلصو مجاهدينو د دغو ټولو جنګياليو ټغر ورټول او يو قوي مرکزي دولت يې جوړ کړ.

خو کفارو کله دغه شان ښکلی اسلامي دولت زغملی شوی، نو هماغه ؤ چې د ګران هېواد د اشغال او دغه سپېڅلي دولت له منځه وړلو لپاره يې ډول ډول بهانې کولې، بيا هغه بدمرغه ورځ هم راغله چې د بې شمېره اسلامي هېوادونو او په ميليونونو تش په نامه اسلامي پوځونو په شتون کې صليبي ځواکونو ګران هېواد اشغال کړ او د څو تالي څټو په نامه يې دلته ديموکراتيک نظام جوړ کړ.

د مرحوم امير المؤمنين رحمه الله عقيدوی اړخ:
ملا محمد عمر (مجاهد) په عقیدوي او فکري لحاظ د مسلمانانو د اهل السنة والجماعة د منهج لاروی او د حنفي مذهب مقلد و.
د خرافاتو او بدعتونو سخت مخالف و، د مسلمانانو ترمنځ یې مذهبي، فکري او تنظیمي اختلافات هیڅ نه خوښیدل. خپلو مجاهدینو او ټولو مسلمانانو ته يې په خپلو منځونو کې د اسلامي وحدت او فکري همغږي په ټینګولو توصیه او ټینګار کاوه، د مسلمانانو ترمنځ عقیدوي وحدت او یو والی يې د وخت تر ټولو اهم ضرورت باله او د قرآن اوحدیثو په رڼا کې يې د سلف صالحینو او ائمه مجتهدینو په نقش قدم رفتار کول د اسلامي امت د نجات اساسي وسیله ګڼله.

هوکې ! ملامحمد عمر مجاهد د ۲۱ پیړۍ هغه زاهد واکمن و، چې خپله واکمني یې د الله تعالی د کلمې تر لوړ والي ځار کړه.

همدې زړور او نوښتګر قائد او ستر لارښود امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله، بالاخره له الهي قضا او پریکړې سره سم د۱۳۹۲ هـ ش کال د ثور د میاشتې په څلورمه نیټه چې د ۲۰۱۳ د اپریل له ۲۴ مې سره سمون خوري، خپل روح حقيقي بادشاه او تل پاتې رب ته وسپاره او د تل لپاره يې له دې فاني نړۍ سترګې پتې کړې، خو تر شا يې يو نه ماتېدونکی ايماني ځواک پرېښود.
انا لله وانا الیه راجعون…

د مرحوم امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اړه د اسلامي علماوو، مفکرينو او استادانو لنډ تأثرات:
راځئ دلته د دغه نوښتګر قائد د وفات په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو، اسلامي مفکرینو او سیاست پوهانو ځینې تاثرات ولولو:
د اسلامي نړۍ ستر محدث او د سترو مجاهدینو استاد علامه شيخ ابو محمد المقدسي ويلي:
خدای دې پر امام ملا محمد عمر باندې رحم وکړي، د ده امثال په اوسنۍ زمانې کې ډیر کم لیدل کیږي، د الله تعالی نظام يي پر ځمکه نافذ کړ، مهاجرینو ته يي پناه ورکړه، د نصحیت ګرو نصیحت يې و مانه او له کفارو سره تر هغه وجنګید، تر څو یقین (مرګ) ورته راغی.

د سعودي عربستان ستر محدث او فقیه؛ علامه شیخ علوان:
د تاریخ ټولې پاڼې مې واړولې خو له ملا محمد عمر پرته مې داسې حاکم پیدا نه کړ، چې هغه دې خپله واکمنې د الله تعالی له دین څخه قربان کړي وي. الله دي پري ورحمیږي او جنت الفردوس يې ځای شه!

مشهور ژورنالیست عرفان صدیقي:
هغه چې کله د خپلې واکمنۍ د وروستي ښار «کندهار» له سقوط وروسته د افغانستان د مغرورو غرونو په خوا روان و، نو په تندي یې له الله تعالی پرته بل چا ته د سجدې خاپ نه ښکارېدو.

دوكتور حاکم المطیري الكويتي:
د ملا محمد عمر مجاهد په وفات سره اسلامي امت یو ستر مجاهد زعیم له لاسه ورکړ، داسې زعیم چې د یرغلګرې صلیبي ټلوالې پر خلاف يي تاریخي مقابله پیل کړه.
ای د اسلامي امت زعيمه! ته په ریښتیا د اسلامي امت لپاره داسې امام وې، چې د اسلامي امت موجود او راتلونکي نسلونه ، د هغوی ټول جهادي او فکري نهضتونه او فقهي مدارس به په تا پسې اقتداء کوي.
اي لویه استاذه ایا ته په ریښتیا له موږه وکوچیدې؟!

دكتور شامل:
ای د نړۍ ژبپوهانو اديبانو!
راشئ د نړۍ د ټولو ژبو قاموسونه له سره ولیکئ، له هغو ټولو څخه د رجولیت (نارینه توب) لغت وباسئ او پرځای یې یواځې د ملا عمر نوم ورځای کړئ…

أبو حمزة الدرعاوي:
دا شرعي مسئله ده چې څوک له دښمن سره د مقابلې په سنګر کې د رباط په حال کې وفات شي، هغه شهید دی. خدای تعالی دې د شهید ملا محمد عمر (مجاهد) شهادت قبول کړي او الله تعالی دې جنت الفردوس ته داخل کړي.

أبو عزام الأنصاري:
لوی سړی و، په ډیر لوی وجود کې امیر (ساربان) يې پیاده شو ( وفات شو) خو قافله مخ په وړاندې روانه ده.

پر دې سربیره د امیر المؤمنین د وفات خبر د نړۍ ټولو مسلمانانو ته يو غمجن خبر ؤ او د اسلامي نړۍ زیات شمیر علمي او جهادي شخصیتونو په دې اړه د اسلامي امارت د مشر تابه په نوم د غمشریکي او خواخوږۍ پیغامونه راولیږل.

له ملا محمد عمر مجاهد سره د مشهور ژورنالست «تيسير علوني» يوه لنډه خاطره:
کله چې په (۲۰۰۰م) کال امريکا پر افغانستان ډېر زيات بنديزونه وضع کړل، نو څه موده پس د اسلامۍ نړۍ ګڼ شمېر مشهور علماؤ او مفکرين له ملا محمد عمر مجاهد سره د ليدنې خپلو خپلو مشورو شريکولو په موخه افغانستان ته راغلل.
په دغه وفد کې د مصر د الازهر جامعې درې استادان، مشهور اسلامي مفکر فهمي هويدي، د اسلامي نړۍ د علماؤ ټولنې مشر دوکتور يوسف القرضاوي او ګڼو نورو علماؤ ګډون درلود، له دوی سره د الجزيره تلويزوني شبکې له خوا د افغانستان د څانګې مسؤل ښاغلی تيسير علوني هم په دغه پلاوي کې ملګری ؤ. نوموړي له امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله سره د خپل ملاقات تأثر داسې بيانوي:

د ملا محمد عمر مجاهد د کار دفتر ته له ور رسیدو سره سم هلته مېشتو طالبانو په درناوي استقبال کړو، نه یې تلاشي او نه یې هم په دروازه کې په انتظار کولو سره ماتل کړو.

بلکې له ور رسیدو سره سم یې یوه مستطیل شکله تالار ته راهنمايي کړو.
په تالار کې افغاني قالینې ویړې او څنګو ته یې عادي تکیې ايښې وې.

لږ ساعت وروسته ملا محمد عمر مجاهد له دوو نفرو وسله والو طالبانو سره تالار ته را دننه شو.

دنګه بې غوښې ونه ، مناسبه توره ږیره او غنم رنګه زړه وړونکې څیره یې لرله.
توره لنګوټه یې پر سر او پر خاکستري رنګه جامو یې د زوړ والي نښې له ورایه ښکاریدې.

د یوه ژورنالیست په توګه ما غوښتل ډېر په دقت د هغه رنګ او څیرې ته وګورم، خو دومره یې تر تاثیر لاندې راغلم، چې د مخامخ کتلو توان مې له لاسه ورکړ.
نوموړی له مونږ ټولو سره تر روغبړ وروسته؛ د تالار په ښي کونج خپل ځای کې کیناست.

زه له نوموړي نه کیڼ لورته څلورم نفر وم، ما يې د ناستې په مهال غلي غلي د خبرو او حرکاتو وضعیت څاره ، هغې سترګې ته یې ډیر ځیر وم چې د شوروي اشغال په مهال یې په جهاد کې له لاسه ورکړې وه، خو هغه مې هم دقیقه صحیح نه کړای شوه، ځکه زه د نوموړي چپ لوري ته ناست وم.

نوموړي په خپل ځای کې تر کیناستو وروسته د مجلس برخوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی څخه د خبرو اوریدو غوښتنه وکړه، هغوی هر یوه په خپل نوبت خبرې کولې او ده په آرامه ورته غوږ نیولی و، کوم ځای چې به یې د پوښتنې ضرورت شو، هلته به یې وضاحت غوښت.
په ټول مجلس یو ځانګړی کیفیت طارئ و.
زه چې د مجلس په برخوالو کې یې تر ټولو زیات تر اغیزې راغلی وم ،له نوموړي سره د خبرو په مهال مې دا حس کوله چې واقعا هم له یوه واقعي واکمن حکمران سره مخ یم.

عجيبه دا وه چې د مجلس په ټولو برخوالو کې ملا محمد عمر مجاهد په ځواني او جامو کې تر ټولو خوار مالومیده ، خو معنوي هیبت یې بیا ټول مجلس په خارق العادته ډول تر اغېز لاندې راوستی ؤ.

تر قرنونو به یادیږي هر مؤمن به پرې نازیږي
مجاهد محمدعمر به مو تل زړونو کې اوسیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
lopar

کاشکې چې هیبت الله هم خپل مخ ښکاره کړی وی او خبرې یې کړې وی لکه ملا محمد عمر

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx