روژه د تاریخ په پاڼو کې

د روژې څلورویشتمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

لیکوال: شفیق احمد ریان

بسم الله و الحمدالله

د ابولهب مړینه:

د روژې په ۲۴ مه نېټه د هجرت په دوهم کال د اسلام د مبارک دین سرسخت دښمن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره ابو لهب مړ شو.

د ابو لهب اصلي نوم عبدالعزی وو، دا چي د مخ رنګ يي سور وو پلار يي ورته د ابو لهب لقب ورکړی وو. ویل کیږي د بدر له غزا څخه وروسته يي په بدن یو ډول داني را وختلي، له یادو دانو څخه نوموړی په بد مرګ مړ شو، له مرګ وروسته دوه ورځي په خپل ځای کي پروت وو قریبان او حتی زامن يي له دي ویري چي د ابو لهب په مرض اخته نه شي نیږدي نه ورتلل، د مکي خلګو غلامان مجبور کړل تر څو يي د اوږدو لرګیو په واسطه له مکي څخه لري یوي کندي کي غورځار کړي، وروسته يي په کنده خاوري او خځلي ور واړولي.

 

د منات بت د ورانولو لپاره د سعد بن الاشهلي رضی الله تعالی عنه سریه:

د مکي له فتحي څخه وروسته د روژې په ۲۴ مه نېټه د هجرت په ۸ کال سعد بن الاشهلي رضی الله تعالی عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر له ۲۰ تنI اس سپرو مجاهدینو سره د مناب بت د ماتولو لپاره ولاړ او یاد بت يي ټوټي ټوټی کړ.

تر اسلامي مخکي د جهالت په زمانه کي منات بت ته ټولو عربو احترام لرلو، په جنګونو کي د بري او د باران غوښتلو لپاره به يي له یاد بت څخه مرسته غوښتله. د اوس او خزرج قبیلو نسبت نورو عرب ته د یاد بت زیات درناوي کاوو او خپل بت يي ګڼلو.

د قطب الدین شیرازي مړینه:

د روژې په ۲۴مه نېټه په ۷۱۰ هجري کال کي د مشهور مسلمان طبیب، ریاضي پوه، فیلسوف، د نجوم او فزیک علم ماهر قطب الدین شیرازي په تبریز ښار کي وفات شو، نوموړی د خواجه نصرالدین طوسی شاګرد وو، قطب الدین شیرازي لومړنۍ عالم دی چي د قوس قزح په اړه يي جامع تحقیق او علمي بحث ورباندي وکړ. همدا رنګه قطب الدین شیرازي د طب په علم کي زیات کوښښ وکړ، څو کاله يي د شیراز په مشهور روغتون کي د طبیب په حیث دنده لرله، نوموړي په فلسفه، اصوله فقه او علم معاني کي ګڼ شمیر کتابونه لیکلي دي،  د هغو له جملي څخه مشهور يي کتابونه د ابن سینا د القانون کتاب شرحه، د نجوم د علم په اړه ( نهایة الادراک في درایة الافلاک) دي.

د اموي خلافت د مؤسس  مروان بن الحکم مړینه:

د روژې په ۲۴ مه نېټه د هجرت په ۶۵ کال د اموي خلافت مؤسس مروان بن الحکم د خپلي میرمني له لوري ووژل شو.

مروان بن الحکم چي د اموي خلافت مؤسس او د اموي مقتدر خلیفه عبدالمالک پلار وو، له خلافت څخه  د معاویه بن یزید له ګوښه کیدلو وروسته يي د خپل خلافت اعلان وکړ، د مسعودي او یو شمیر نورو مورخینو له قوله مروان لومړی شخص وو چي په زور يي خلافت تر لاسه کړ او د خلګو خوښه يي په نظر کي ونه نیوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx