روژه د تاریخ په پاڼو کې

د روژې پنځه ویشتمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

لیکوال: شفیق احمد ریان

بسم الله و الحمدالله

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله په لاس د صفد مهمی کلا فتحه:

د روژې په  ۲۵ نیټه په ۵۸۴ هجري کال کي سلطان صلاح الدین ایوبي د صفد په نوم مهمه او استراتيژیکه کلا له صلیبیانو څخه ونیوله، د یادي کلا په فتح کولو سره ایوبي رحمه الله بیت المقدس د صلیبیانو له ناپاک وجود څخه خلاصولو ته لاره هواره کړه.

د فخر الدین رازي پیدایښت:

د روژې  په ۲۵ نېټه په ۵۴۴ هجري کال کي مشهور مفسر، عالم او فیلسوف فخرالدین رازي په ری ښار کي دنیا ته سترګي وغړولي.نوموړي له ډیرو علمي خدمتونو او د زرګونو شاګرانو له روزولو وروسته په ۶۰۶ هجري کال کي د افغانستان په هرات ښار کي وفات شو، د فخرالدین رازي مشهور تالیفات عبارت دي له : تفسیر کبیر یا مفاتیح الغیب ، اسرار التنزیل و انوار التاویل، المعالم په علم اصول فقه او الاربعین په اصول الدین.

د عزی بت د ماتولو لپاره د حضرت خالد بن ولید رضی الله تعالی عنه سریه:

د مکي له فتحي څخه وروسته د روژې  په ۲۵ نېټه په ۸ هجري کال کي  رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت خالد بن ولید رضی الله تعالی عنه په مشري د مجاهدینو ۳۰ کسیزه سریه د عزی بت د ماتولو لپاره ولیږله. د عزی بت د مکي په ختیځ د موفع تحله په نومه سیمه کي نصب وو، حضرت خالد بن ولید رضی الله تعالی عنه سیمي ته رسیدلو سره بت ټوټي ټوټي کړ او بیرته مکي کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل تا هلته څه ونه لیدل حضرت خالد بن ولید رضی الله تعالی عنه ورته وویل چي نه هلته مي څخه ونه لیدلو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل تا د عزی بت نه دی مات کړی، بیرته ولاړ شه هغه مات کړه، نوموړی  بیرته لاړ هلته يي یوه توره بدشکله میرمن چي غټ ویښتان يي خلاص پریښي وو ولیدله، حضرت خالد رضی الله تعالی عنه یاده میرمن ووژله، کله چي بیرته راغی رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل هغه  عزی وه له دي وروسته به عزی نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx