نظــر

پاکستان حکومت که په سیمه کې یوه غربي پروژه؟

پاکستان حکومت که په سیمه کې یوه غربي پروژه؟

لیکوال : محمد عثمان (حقپال)
لکه څرنګه چي ما مخکي هم دا خبره کړي وه چي پاکستان یوه غربي پروژه ده چي انګلیس د دغي پروژي له لاري په سیمه کي خپلې ګټي تعقیبوي د پاکستان د شتون څخه مخکي د اسلام او کفر د جګړي خط د هند د بحر په څنډو کي وو بریتانیوی کمپنی او فرانسویان به په خپلو سرحداتو کي محصور وو نو په همدي وجه ټول غرب په دي سلا شو تر څو د یوې پروژی په لار اچولو(د پاکستان په نوم تش په نوم حکومت) اداره رامنځته کولو سره هم د جګړي خط د مسلمانانو تر هیوادنو ور لنډ کړي؛ هم به د یو با عظمته قوم چي دوی یې تل د میړنیو بچو د تورو د ګزارونو څخه په ویره کي وو په منځ کې لوی درځ او تفریق راولي چي له امله به یې د مسلمانانو د مخته تګ مخه ډب کړي ترڅو بیا هیڅکله بریتانیوی امپراطوری ته ګواښ پیښ نکړي ، د یادي ادارې په تشکیل کي د انګلسانو (ام١٦) اداري پرته هیڅوک تداخل نشی کولی ټول تشکیلات او قوانین یې په انګلستان کې جوړیږي او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره پلانونه ورباندې تطبیقوي د دوی د رامنځته کولو تر ټولو ستر هدف په افغانستان کي د یو قوی مرکزي حکومت د جوړیدلو مخنیوی او د پښتون قوم تر منځ بیلوالی رامنځته کول دي چي دا دوه عوامل به تل د الله ج دښمنان آرام ته نه پریږدي خو د اوس لپاره د پاکستان شتون دښمن همدغه هدف ته رسولی دئ د پاکستاني اداري په تشکیل کې یوه مهمه او تر ټولو با صلاحیته اداره د آی ایس آی په نوم اطلاعاتي مضره شبکه ده چي په سیمه کي د غرب د ټولو پټو پلانونو د تطبیق مسؤلیت پرغاړه لري آی ایس آی اوس هر وګړی پیژني ځکه د دي منحوسي ادارې زیان د اسلامي امت هر فرد ته رسیدلی دئ او لا هم ده دي اداري شوم پلانونه د اسلام مبارک دین د پیروانو د ځپلو لپاره دوام لري، آی ایس آی نه یوازي د اسلامي هیوادونو او اسلامي حکومتونو لپاره خپله دښمني پالۍ بلکه د سیمي په کچه د غرب ګټو ته زیان اړونکي هیوادونه هم د بیلابیلو لارو څخه زیانمنوي او وخت نا وخت د هغوی پر وړاندي نا امنی ایجادوي او په سیمه کې د هغوی سیاسي او اقتصادي ګټي زیانمنوي د چین ، روسیې او په سیمه کي بل هر هیواد ته پاکستاني ادارې د زیان رسولو او په چارو کي یې د لاسوهنو هڅي کړي دي نو بناء یادي ادارې نه په هغه جغرافیه کي میشتو ملتونو ته کومه فایده رسولي او نه یې په سیمه کي کوم هیواد په ښه زړه پریښئ ځکه د دوی د رامنځته کیدلو هدف د وړاندي څخه ټاکل شوی چي دوی به یوازي او یوازي د خپلو بادارانو پلانونه په سمه توګه تطبیقوي نور به هیڅ ارزښت ته ژمنتیا نلري نو له همدي کبله تاریخ جوته کړي چي پاکستان هیڅکله یو ښه ګاونډی ، یو خدمتګذار او مسؤل حکومت یا د یو دیپلماتیک حیثیت لرونکي هیواد په توګه ندی پاته شوی بلکه د یوي پلان شوې غربي پروژي په توګه یې کار کړی دئ .
د اسلامی امارت په راتلو په افغانستان کي د لمړي ځل لپاره یو قوي او مستقل نظام جوړ شو چي هره ورځ یې په سیاسی او اقتصادي ډګرونو کې د پرمختګونو خبرونه خپریږي خو د غرب لپاره دا خبرونه زړه بوږنونکي دې دوی پاکستان ته دنده ورکړي تر څو د هري ممکني لاري د افغان حکومت مخته تګ ډب کړي ، د منځني ختیځ او په ټول کي د آسیایې هیوادنو سره یې اړیکي ترینګلي او د بی باوری تر پولو ورسوي نو د همدي ورکړل شوي پلان مطابق پاکستان په څو څو واري دا ناکامه هڅه کړي او ممکن په راتلونکي کې نوري همدا ډول ناکامي هڅي تکرار کړي خو دا خبره بیا لکه لمر اوس ټولو نړیوالو ته روښانه شوې چي پاکستان څوک دئ او څه کول غواړي نور د غرب دا پروژه افشاء شوي د دوی ورستی حربه ممکن د یو شمیر جعلي مستنداتو خپرول وي چي د افغانستان د حکومت پروړاندي به غرب راوپاروي خو د آسیا په کچه اوس الحمدلله د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په پرتله ډیر سیاسي اهمیت لري او دا لړی به نوره هم غځیږي، د یو شمیر غربي هیوادنو لپاره هم په پاکستان شکونه راولاړ شوي او د دوی د منافقت څخه د ځان ژغورني هڅه به وکړي دا ټول رازونه په داسي مهال کي افشا کیږي چي د یادي اداري مخالف ځواکونه تر بل هر وخت غښتلي دي او د پاکستان د ملت خواخوږي ورسره ډیره شوې چی دا به ډیر ژر ان شاءالله د انګلیس یادي پروژي ته د پای ټکی کیږدي .

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

زما د اصيلو افغان ليکوالو ځنې غوښتنه او تمه ده چې په خپلو ليکنو کې پاکستان نه بلکې چټلستان وليکي چې د ميډيا په نړۍ کې شهرت پیدا کړي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx