روژه د تاریخ په پاڼو کې

د روژې نه ویشتمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

لیکوال: شفیق احمد ریان

بسم الله و الحمدالله

د مسلمانانو او فارسیانو تر منځ د بویب تاریخي جګړه:
د روژې په ۲۹مه نیټه په ۱۳ هجري کال کي مسلمانانو د اسلام د ستر او نومیالي مجاهد د مثنی بن حارث رحمه الله په مشري د فارسیانو لوی او مجهز لښکر ته چي مشري يي بهمن کوله د بویب په جګړه کي درنه ماتي ورکړه، یاده جګړه د یوم الاعشار په نوم هم یادیږي، یوم الاعشار له دي امله ورته ویل کیږي چي د هر مسلمان په مقابل کي لس تنه فارسيان جنګیدل. د بویب له جګړي څخه وروسته مسلمانان وتوانیدل چي د دجلي سیند تر غربي سواحلو پوري سیمي فتح کړي او ځانونه سباط ته ورسوي.

د قیروان ښار جوړیدل:
د روژې په ۲۹مه نېټه په ۴۸ هجري کال کي عقبه بن نافع رحمه الله د القیروان ښار د جوړولو حکم ورکړ، تر څو د رومیانو په مقابل کي د مسلمانانو لپاره یو خوندي سیمه را منځته کړی.

په دمشق ښار د عباسیانو ولکه:
د روژې په ۲۹ مه نېټه په ۱۳۲ هجري کال کي د عباسیانو لومړي واکمن عبدالله العباس چی په سفاح سره هم مشهور دی، د امویانو د واکمني په پلازمینه دمشق ښار ولکه وکړه، په دي توګه د امویانو واک پای ته ورسید او عباسیانو د قدرت واګي په لاس کي واخستلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مفتي عبدالحسيب سديد

(د شوال د مياشتي د شپږ روژو فضيلت) عَنْ أَبِي أَيُّوبَ الأَنْصَارِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ حَدَّثَهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ (مَنْ صَامَ رَمَضَانَ ثُمَّ أَتْبَعَهُ سِتًّا مِنْ شَوَّالٍ كَانَ كَصِيَامِ الدَّهْرِ)  صحيح مسلم جـ ۱ صـ ۳۶۹ ژباړه: له حضرت أبي أيوب الأنصاري رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله ﷺ وفرمايل  څوڪ چي د رمضان روژې ونيسي وروسته ورپسې دشوال شپږ روژوې ونيسي نو دا داسي دی لڪه دټول عمر روژه يَادَوَنَـــهْ ـــــــــــــ↓ د دې روژو وخت د شوال ټوله مياشت ده مسلسلي يې هم نيولای شي او دشوال په مياشت ڪي… نور لوستل »

IMG-20240411-WA0002
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx