نړۍ

غزه کي د وحشیانه بمباریو په دوام، صهیوني ځواکونو د نصیرات کمپ جامع مسجد شهید کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷حمل، ۱۴۰۳ل)اسرایلي ځواکونو د خپلو جنایتونو په دوام سره د غزې په مرکزي برخه کي د نصیرات د مهاجرینو کمپ  جامع مسجد بمبار کړی.

د فلسطیني رسنیو له راپور سره سم، د اسرایلي ځواکونو په بمبار کي د نصیرات جامع مسجد په بشپړ ډول شهید شوی او ورسره جوخت د ملکي خلګو د هستوګني تعمیر ته دروند زیان اوښتی دی.

اسرایلي ځواکونو له تیري یوي هفتي راهسي د نصیرات سیمه کي درانه فوځي عملیات پيل کړي دي، د عملیاتو په لړ کې يي یاد کمپ باندي د درنو وسلو ډزي کړې او ګڼ شمیر د ملکي خلګو هستوګن ځایونه يي له طیارو بمبار کړي دي. د بمباریو او د درنو وسلو له ډزو سره هم مهاله اسرایلي پیاده ځواکونه کوښښ کوي په یاد کمپ کي پرمختګ وکړي.

د غزي د روغتیا وزارت له معلوماتو سره سم چي د اکتوبر د میاشتي له اومي نیټې څخه تر دي مهاله د اسرایلي ځواکونو په وحشیانه بمباریو کي ۳۳۷۹۷ تنه فلسطینان چي ډیری يي ښځي او ماشومان دي شهیدان شوي او تر ۷۶۴۶۵ تنه زیات ټپيان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

د الله سبحانه او ټولو مخلوقاتو لعنت دی وی پر صهیونسټانو او د هغوی پر نړیوالو ملاتړو، خُلاصه ټولو مسلمانو! صهیونسټانو.
مسلمان صهیونسټان = زموږ د وطن جاهل روشنفکران او د خلیجی عربی هیوادونو پلید حاکمان.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx