نړۍ

ګډو ځواکونو لیبیا تر برید لاندي راوسته

attack_on_libya(نن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۰)  لیبیا:  دبرطانیی، فرانسي او امریکا کډو ځواکونو نن په لیبیا کي قذافي  پلوه  قواوي په نښه کړي.

نن سهاروختي دپنټګان له لوري دبرید خبر ورکول شو، له پنټګان څخه عسکري چارواکو زیاته کړه، امریکي اوبرطانیی په ګډه  دقذافي پلوه ځواکونو پراډو باندي ۱۱۰ توغندي وتغول.

 

اوفرانسوي هوایی ځواکونو هم په خپلو جنګي الوتکو سره د برید ملاتړلیده.
معمر قذافي هم د مقاومت خبر ورکړیدي نوموړي زیاته د لیبیا دوسلي ټولي زیرمي به دولس په وړاندي خلاصي کړي ترڅو دخپلي خاوري دفاع وکړي.
امریکایی مزایلو د طرابلس او مصراتا په شا اوخوا کي د لیبیا د هوایی مدافع مرکزونه په نښه کریدي،  او فرانسوي جیټ الوتکو بیا ځمکني ځواکونه تر برید لاندي راوستلی دي، او د دولتي قواوو بی شماره موټري یی ویجاړه کړیدي.
دبرطانیی لومړي وزیر ډاویډ کیمرون هم پخلي کړیدي چي هوايي ځواکونه یی لیبیا باندي د برید په حال کي دي، د امریکي ولسمشر بارک اباما د برازیل هیواد ته د سفر پروخت وویل، امریکا به د نړیوالي ټولني تر څنګ جنګ کي ورګډ وي، خو البته امریکایی عملیات به ډیر محدود وي.
نوموړي زیاته کړه په داسي وخت کي چي یو جابر او ظالم خپل ولس ته په ډاګه وايي چي د رحم امید به نکوي، نو مونږ هيڅکله بی طرفه نشو پاته کیدلی، اباما یو ځل بیا تکرار کړه چي امریکايي ځمکني ځواکونه به لیبیا ته نه داخلیږي.
پر لیبیا باندي له برید څخه وروسته قذافي  د لږ وخت لپاره پر رسنیو باندي راښکاره شو او له ولس څخه يې د کلک مقاومت غوښتنه وکړه، نوموړي زیاته کړه د وسلو د زیرمو دروازي د ولس په وړاندي خلاصي دي، ولس کولی شي هر ډول وسله تر لاسه کړي ، د لیبیا د خاوري او ازادي څخه دفاع وکړي.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x