افغانستان

طالبانو بې اثره بللي، سپینې ماڼۍ د طالب مشرانو پرسر نورې جائزې اعلان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۳۰مه، ۱۳۹۳ل) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو شمیر طالب چارواکو پر سر د مخکینیو اعلان کړیو جائزو په اندازه کې زیاتوالی راوستی. دغه طالب مشران د افغانستان په جنوبي سیمه د خوست ولایت اړوند د مشهور جهادي مشر مولوي جلال الدین (حقاني) په کورنۍ پوري تعلق لري.

تر دې له مخه د امریکا لخوا د سراج الدین حقاني پر سر ۵ ملیون ډالره جائزه ټاکل شوې وه ، خو اوس یې هغه لس ملیونه کړې.

همداراز امریکایانو د سراج الدین (حقاني) ترڅنګ پر څلورو نورو طالب مشرانو هریو عزيز حقاني، خليل الرحمن حقاني، يحيى حقاني او عبدالرووف ذاکر هم جايزې اعلان كړې دي.

د دغو څلورو تنو له جملې څخه خلیل الرحمن (حقاني) د مولوي جلال الدین (حقاني) وروردی چې د افغان شوروي جهاد پر مهال یې د خپل مشرورور جلال الدین (حقاني) ترڅنګ په ټولو پوځي عملیاتو کې برخه لرله .

عبد الرؤف (ذاکر) چې د حقاني کورنۍ مربوط شخص نه ، خو د سراج الدین (حقاني) په اړونده کسانوکې د پوځي عملیاتو په طراحي او پوځي روزنه کې ځانګړی مهارت لري.

تیرکال هم د امریکا د خزانې وزارت د نوموړي پرمالي حسابونو بندیز ولګاوه او نوموړی یې امریکايي عدالت ته د مطلوبو کسانو په لیست کې شامل کړ.

د امریکایانو لخوا د طالب مشرانو پر سر د نویو جائزو ټاکل او د پخوانیو جائزو زیاتوالی په داسې مهال کې اعلانیږي چې د افغانستان د ولسمشریزو جنجالي نوماندان د ملي یووالي حکومت په اعلانولو سره له طالبانو سره خبرې او جوړجاړی له خپلو لومړیتوبونو څخه بولي.

له بلې خوا طالبانو د سپینې ماڼې د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي ((چې دا ډول اعلانونه پر دوى هېڅ ډول اغېز نه شي ښندلی، پرته له دې چې طالبان نور هم د دوى پر ضد خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي)).

د یادونې وړده چې امریکایانو له ۲۰۰۱ کال راهیسي د طالب مشرانو او القاعده غړیو پر سر ملیونیزې جائزې اعلان کړې ، خو تر اوسه پوري هیچاته هم دغه جائزې نه دې ورکړل شوې او نه يي څوک په ترلاسه کولو توانیدلي.

د بیلګې په توګه د القاعده تنظیم د مشر اسامه بن لادن پر سر د امریکایانو لخوا ۲۵ ملیون ډالره جائزه ټاکل شوې وه ، خو کله چې نوموړی د ۲۰۱۱کال د می د میاشتې په لومړۍ شپه د پاکستان د ایبټ آباد په سیمه کې د پاکستاني ډاکټر شکیل افریدي د معلوماتو پر اساس د امریکايي کوماڼدو په عملیاتوکې ووژل شو ، نو په عوض کې نه دا چې ډاکټر شکیل افریدې ته ټاکل شوې جائزه ورکړل شوه ، بلکې هغه د پاکستاني مقاماتو لخوا پر ۳۰ کلن قید محکوم شو او امریکایانو یې په خلاصولوکې هیڅ اقدام ونه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x