دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي امت د ځوانانو  د ګمراه کولو او جذبولو لپاره د ګمراه ډلو ۷ بسټیز مراحل

لیکوال: سید معصوم الله عاصم

ګمراه ډلې د اسلامي امت د ځوانانو جذبولو او ګمراه کول د یوه منظم پلان له مخې خپله لویه فرضیه ګڼي، د داسې لارو چارو څخه استفاه کوي چې یوازې ځیرک علماء یې محسوسولای شي.
پدې لیکنه کې کوشش کوم چې د ګمراه ډلو د جلب او جذب ۷ بسټیز اصول په پر لپسې ډول په لاندې توګه معرفي کړم:
①  لومړی مرحله التفرس: ګمراه فرقې د خپل دعوت لپاره تر ټولو زیات ځیرک او باریک بین خلک ټاکي او د همدې ځیرکو خلکو پواسطه د ټولنې بې علمه، خالي الذهن او جاهل قشر ته د دین د زړه کړې او دیني علم په نامه خپل دعوت ورکوي، ورته ژاړي او زیات ځان ورته متقي ورته کوي، د هر شخص حالت ته ګوري هماغسې دعوت ورکوي، د ګمراه ډلو داعیان هیڅکله قوي علماء نه دعوت کوي ځکه دوی پوهیږي چې علماء یې په دام کې نه ګیریږي په دوی رد کوي او راز یې افشاء کوي، د ګمراه فرقو د داعیانو تر ټولو زیات فوکس په خالي الذهنه ځوانانو وي، ځکه د ځوانانو عواطف قوي او د دین په نامه زر تر تأثیر لاندې راځي نو د دین زده کړې ته یې رابولي.
دویمه مرحله التأنیس: کله چې د ګمراه ډلو داعیان بې علمه ځوانانو ته دعوت ورکړي، د ځوانانو سره تر حد زیات محبت کوي، کتابونه ورته ډالۍ کوي، تحفې او هدیې ورکوې، د دین د زده کړې فضائل له قرآن او حدیث څخه ورته بیانوي، کله چې ځوانان د دوی اخلاص، مینه او محبت وګوري نور هم تر تأثیر لاندې راشي د ځوانانو هم د دې داعیانو سره مینه او محبت پیدا شي.
دریمه مرحله التشکیک: کله چې ځوان د داعیانو نیک برخورد، مینه او محبت وویني  او زیات ورڅخه متأثره شي نو دریمه مرحله شروع کیږي چې دا تر ټولو خطرناکه مرحله ده. پدې مرحله کې د ګمراه ډلو داعیان ځوانانو ته په دین کې شکوک او شبهات ور اچوي،  دعوت شوي ځوانانو خو دیني علم نلري فرضا ورته وایي: په اخترو نو کې ذبحه په حیوان باندې ظلم دی، یا مکه مکرمه خو فقط یوه خونه نو د خونې څخه ولې خلک طواف ورکړي؟ یا حائضه ښځه به د روژې قضایي راوړي خو د لمانځه نه راوړي حال دا چې لمونځ د اسلام دویم رکن دی…
پدې شکل او دې ته ورته په دین کې نور شکوک او شبهات ورتع بیا نوي او بې علمه ځوانان یې ځواب نلري.
پدې وخت کې خالي الذهن او بې علمه ځوانان دا شکوش او شبهات پخپل ذهن کې را ګرځوي  او د دین په هکله په شبهاتو کې اخته شي.
بیا ورته وایي دا سوالونه ټول ځوابونه لري خو ځوابونه یې دومره آسانه ندي علم ته ضرورت لري،  پدې وخت کې د بې علمه ځوانانو له علم سره شوق پیدا شي او د علم په لټه کې شي، د ګمراه ډلو داعیان دې بې علمه ځوانانو ته مشخص کسان معرفي کوي چې د دې سوالونو او دې ورته سوالونه ځوابونه یوازې معرفي شوي کسان لري.
څلورمه مرحله التعلیق: پدې مرحله کې خالي الذهنه ځوانانو ته وایي، د دین زده کړه بیخي مهمه ده او د ژوند تر ټولو مهم او لوی رمز دی، دومره په آسانۍ د دې سوالو حل هر چاته نه ویل کیږي، ځوانانو نور هم حیران شي چې دا به څنګه راز وي؟ ځوابونه به یې څه وي؟ کله به یې زده کړم؟ پدې سره یې نور هم رغبت زیات شي.
پینځمه مرحله الربط: پدې مرحله کې د بې علمه ځوانانو لاس او پښې ور تړي، ډېر کلک تعهدات ورته نه اخلي، ورته وایي دا ډېر مهم رازونه دي هر چاته یې نه وایو خو بیا هم ته زمونږ په نظر ددې وړ یې چې تاته یې ووایو، خو ته به راز نه افشاء کوې، ځکه د راز افشاء کول او وعده خلافي د یهودو او منافقینو عادت دی، بیا دا بې علمه کسان نور کلک نیسي ورته وایي که د راز افشاء کړ پر تا دې فرضا ۵۰ حجونه نذر وي، یا د ښځه طلاقه وي …
ورورسته تهدید ورکوي که د راز افشاء کړ وژل کیږي، اولادونه د وژل کیږي…
شپږمه مرحله التدلیس:  پدې مرحله کې تر کلکو تعهداتو وروسته ورته وایي چې دا علم لوی شی دی نه پوهیږو چې درته ووایو کنه؟
وروسته دا راز ورته افشاء کوي او نوي تعلیم ورکوي، ورته وایي:
فرضا که داعي د باطني ډلې له جملې څخه وي: دا لمونځ او روژه مقصودي شیان ندي، کوم شیان چې نعوذ بالله د محمد په نوم کس راوړي هغه خیالات …
داعي که ملحد وي ورته وایي: الله بیخي وجود نلري دا دونیا خپله پیدا شوې…
اوومه مرحله الخلع: کله چې بې علمه ځوان ته شکوک او شبهات پیدا شي، بیا د راز د نه افشاء کیدلو تعهد ورنه واخیستل شي، بیا تهدید شي، په آخر کې خپله عقیده ورته وایي، ځوان هم علم ونلري، خالي الذهن وي په وروستۍ مرحله کې هغه درک چې پخوا یې د دین په هکله درلود مکمل یې له ذهنه ورزي او هغه ټول درواغ او چټیات ورته ښکاریږي، نوې دوره ورته جالبه وي او په همدې نوي ګمراه فکر نوی حرکت پیل کړي. د داسې خلکو اصلاح کول بیا لسګونه کلونه نیسي یا ناممکن وي، دا خلک بیا لومړۍ خپل بې علمه ملګري دعوت کوي، بیا پخپله کورنۍ کار کوي او د ددې ګمراه ډلې یو ګمراه داعي جوړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

دغه ټولې فتنې او فرقې د يهودو او مسيحيانو له خوا د منافقينو مسلمانما علماوو له لارې رامنځته شوې. د مخنیوي لپاره باید په ميډيا او جوماتونو کې د ټولنې د پاره بياني او تبلیغات را مينځ ته شي. او سوچه اسلامى نظام په مکاتبو او پوهنتونونو کې جبري او عام شي. او که شونى وي د اسلام د لارښوونې چينلونه جوړ شى چې ځوانان او په ټوله کې ټولنه ور ځنې ګټه پورته کړي. مننه

حضرت ګل بارکزی

تول متن ښایسته ده مګر د جبری کله هغه کلمه ده چی زه ورڅخه نفرت لرم – آیاجبراومنطق یو له بل سره هم آهنګی او پخلاینه لري؟ د یو انسان په صفت ولی دجبر پرځای دمنطقو لاره انتخاب نکړو؟

درسول الله ص توصیه اصحابو ته دا وه چی آسانی کوی او ستختی مه کوی (يسرو ولا تعسرو).

م. ا
م. ا

اول شروع بايد د ملايانو څخه وشي،په درسونو کې توجو بايد پر قران وي او پر هغو احادیثو وي چې ثابت او قران سره مطابق وي، په درسونو کې د پيرانو او مريدانو قېثې نه وي

حضرت ګل بارکزی

د ښاغلی عاصم صاحب څیړنه د تمجید وړ بولم – وړاندیزمی داده چی دعاصم صاحب د متن ځنی کلمات مرفوع او پرځای یی بله ښایسته کلمه وکاروی موثریت به یی زیات شی. مٍثلا لومړی مرحله التفرس:  زه منم چی دجهل کلمه مکمل مفهوم افاده کوی مګر زمونږ په ټولنه کی د جاهل قشر- کلمه/کلمی حساسیت برانګیزه کلمه دي. متبادله کلمه کیدای شی بی معلوماتو ځوانان ولیکل شی. منم چی عاقلان په نقطه پسی نه ګرزی مګر (نن.آسیا) یومعتبرسایټ ده او زرګونه لوستونکي لری بنا مسول کسان د مضامینو لوستل مهم وگڼی ترڅو املایی اشتباهات اصلاح شی مثلا دریمه مرحله التشکیک: بې… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx