افغانستان

په کب میاشت کې د ۱۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره شوي

د ۱۴۰۲ هـ ش کال په کب میاشت کې له هېواد څخه بهر ته د ۱۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره شوي دي.

د احصائې ملي ادارې لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې پاکستان هېواد ته د ( ۸۰،۲ ، هند ته د  ۳۵،۳ او متحده عرب اماراتو ته د ۵،۰) میلیونه ډالرو په ارزښت چې په ټولیزه توګه ۱۴۱ میلیونه ډالر کېږي، صادرات شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې په یاده میاشت کې د (۷۸۹،۶) میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي هېواد ته وارد شوي دي، چې ډیری برخه یې له ایران هېواد څخه دي.

د ویلو ده، چې په تېره کب میاشت کې له ایران څخه د ۲۰۴ میلیونه ډالرو، له پاکستان  څخه د ۱۵۴،۹میلیونه ډالرو او له چین څخه د ۱۱۷،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت هېواد ته بېلابېل توکي وارد شوي دي، چې د تېري میاشتي په پرتله ۹۹،۲ میلیونه ډالر زیاتوالی ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx