افغانستان

ستندرد ملي ادارې ۲۲ ټانکره تيل ایران ته ور ګرځولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲غوایي ۱۴۰۳): د ستندرد ملي ادارې مسوولینو وایي، چې د فراه ابو نصر فراهي بندر له لارې بې کیفیته تیل ایران ته ور ګرځول شوي. د یادو مسوولینو په وینا، ۲۲ ټانکره بې کیفیته تيل چې د ایران له لارې هېواد ته داخلیدل د ستندرد ملي ادارې له ارزونې سره سم بېرته ایران ته ور ګرځول شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې میاشتې راهیسي د نیمروز او فراه بندرونو له لارې بېرته ایران ته ور ګرځول شوي ټانکرونو شمیر له ۲۴۵ اوړي. د ستندرد ملي ادارې پر داخلي سوداګرو غږ کړی چې هېواد ته دې د بې کیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي او د نه مراعتولو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx