افغانستان

امنیتي ځواکونو یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲غوایي ۱۴۰۳):  د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې د خوست امنیه قومندانۍ مسوولینو یو تن ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی. د نوموړي ویاند په وینا ” یاد کس پرون خوست ښار کې له مټا خان بازار څخه تښتول شوی و چې امنیتي ځواکونو د خوست د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ ترمنځ حسن زیو کلي کې له انسان تښتوونکو ژغورلی دی”.

د خوست امنیه قومندانۍ مسوولین وایي چې یاد تښتول شوی ځوان د امنیتي مسوولینو لخوا روغ رمټ کورنۍ ته سپارل شوی، خو انسان تښتوونکي د پولیسو تر جدي څار لاندې دي چې تر نیولو وروسته به د دولت منګولو ته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx