افغانستان

متقي: نړیوالې مرستندویه ټولنې دې خپل فعالیتونه ګړندي کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲غوایي ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د سره صليب د نړيوال فيدراسيون د اسيا پسفيک د برخې مشر ښاغلي اليکسانډر متيو او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. نوموړي ویاند ضیاء احمد ویلي چې په یاده لیدنه کې د اسيا پسفيک د برخې مشر ښاغلي اليکسانډر متيو د نړیوالې سرې میاشتې فعالیتونه او په تېر یو کال کې د یادې ټولنې لاسته راوړنې بیان کړې. نوموړي میتیو له افغانانو سره د مرستو په کلني راپور کې ویلي چې په تېر یو کال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مو ۵ ملیونه اړمنو وګړو ته د صحت، د اوبو رسولو او طبيعې پيښو ته د رسيدو په برخه کې ۲۸ ميليونه سويسي فرانک مرستې ویشلي. په یاده لیدنه کې مولوي امیر خان متقي د نړيوالې سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوال فیدراسیون او د اسيا پسفيک د برخې مشر ښاغلي اليکسانډر متيو همکاري او فعالیتونه ستایلي او راغلي هیئت ته یې د اړمنو سیمو د ښودلو او د مرستو پر وخت رسولو سپارښتنه کړې. په پای کې ښاغلي متقي صاحب له میتیو غوښتي چې د افغانستان واقعي وضعیت ته په کتو تر نړيوالو مرستې را جلب کړي او د اړتیا پر وخت یې په اړمنو وګړو وویشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx